روزنامه ملی انیس

په ګډه باید دفساد جرړی راویستل شی

دمنلو ده چی دوران ویجاړ هیواد بیا جوړول په لڼډ مهاله کی ستونزمن او ناشونی ښکاری ځکه دجګړییزو ناخوالو له امله دهیواد ټوله مادی او معنوی شتمنی له مینځه تللی وه او داقتصادی راټوکیدنی چاری به ټپه ولاړوی خو دبن په لومړی کنفرانس کی دنړیوالو ژمنو پرمټ تیاری وښودل شو چی دا‌منیتی چارو دټینګښت ترڅنګ به دهیواد په بیا رغاونه کی اړینی مرستی وکړی او دټولنیز ژوند دآسانتیاو درامنځته کیدو له‌پاره به عملی ګامونه پورته شی.نړیوالو دبیارغاونی په هکله دمرستی مناسب لاس راوغزاوه چی له امله یی په مختلفو برخو کی لاسته راوړنی ترسترګو کیږی. دهیواد دسړکونو زیاته برخه چی له پخوا زمانو راهیسی په اساسی او پاخه ډول نه و جوړ شوی جوړ او دهیوادوالو اوږد او څو ورځنی سفر ساعتونو ته راکم شو خو په خواشینی سره ویلی شو چی دوخت واکمنانو دراغلو او مصرف شویو مرستو څخه په سمه توګه چی هیوادنی زړه خوږی ورسره ملګری وی ګټه پورته نه کړه او دپروژو څارنه چی څنګه لازمه وه ترسره نه کړه نو له همدی کبله دډیرو پروژو کیفیت کمزوری او دپایښت موده یی کمه وه همدا اوس دځینو سړکونو دجوړیدو څخه لږه موده تیریږی خو دورانیدو څیره یی سړی خواشینی کوی او دلګښت دپیسو په اندازه زیات ناهیلی کیږی ځکه دبهرنیو  هېوادومرستی دهیواد دجوړښت او بیا رغاونی له پاره رالیږل شوی وی خو دریغه چی دفساد له امله په سمه توګه مصرف نه شوی او په لاس راغلی چانس مو له لاسه ووت.

اوس چی دملی یووالی دحکومت دتدارکاتی بهیر درامنځته کیدو په چاروکی سمون ښکاری دتیر په څیر دبهرنی  مرستی را کمی شوی او دبیارغاونی چاری کم رنګه ښکاری. خوددولت دکاری بهیر دڅار له امله چی دفساد دله مینځه وړو او اقتصادی پیاوړتیا له پاره پرمخ وړی دډاډ وړ ګڼل کیږی ځکه د اداری اصلاحاتو په اصلاح کې مهم ګامونه اخستل شوی او دفساد په وړاندی دمبارزی مناسبی لاری لټول شوی دی.هغه ځایونه چې داقتصادی پیاوړتیا لامل ګرځی دبریښنایې چارو ترڅنګ په کادری برخه کې غوره کسان گمارل شوی او هڅه کیږی چې دچارو د ارزونی له مخی سمسمکی رامنځ ته شی او په فساد باندی دککړو کسانو لاسونه چې د اداری سوچه کیدو مخه نیسی لڼډ او دمافیایې کړیو ناوړه ځنځیرو شلوی. لیدل کیږی چې د ډیرو لوړو رتبه چارواکو دوسی چې په فساد  باندی ککړو دعدلی او قضایی ارګانونو له خوا تعقیب شوی او دځینو جرمی سزا ور معلومه شوی ده هېوادوال چې دملی یووالی دحکومت دفساد په وړاندی دپورته شویو ګامونو هرکلی کوی ورسره جوخت خپلی ګیلی او ناندری را برسیره کوی چې په فساد باندی دککړو کسانو د دوسیو  ارزونه آهسته او اوږد مهاله بریښی مناسبه وه چې د ډیرو دوسی دا مهال دنورو دعبرت له پاره یې پریکړی دهېوادوالو سره شریکی شوی وی خوبیاهم تمه پردی ده چې اصلاحی چاری لاپسی ګړندی او د اداری سمون په رامنځ ته کیدو سره شته ستونزی هواری شی.

ډاډه یو چې دهېواد د اقتصادی پیاوړتیا له پاره دولتی واکمنان دګټورو او ارزښتناکو لارو په لټون بوخت دی. همدا اوس دتیرو کلونو په پرتله دمالی وزارت دمالی دراټولولو په برخه کې ښی لاس ته راوړنی لوری او دلازیاتو لاس ته راوړنو له پاره په اړینو چارو کار کوی دټاکنو دخپلواک کمیسیون دمالی لګښت دیوی برخی ورکول راپه ګوته کوی چې دښی راتلونګی په لور ګامونه پورته کیږی. چی له امله به یې هېواد په ځان بسنی په لور وروخوځی دګاونډیو هېوادو سره په اړیکو بیا کتنی راجوته کړه چې داوږد مهاله ستراتیژیکو پروژو دجوړښت له پاره لار هواره شی او شته خڼډونه چې نه تنها زموږ دهېواد په تاوان دی بلکی دګاونډیو له پاره یې هم زیات زیان رامنځ ته کړی دی نوهڅی پردی دی چې په ګډه سره دسیمی دهېوادو ترمنځ داسی چاری سمبال شی چې دپرمختګ اوږد مهاله او ستونزمنه لار رالڼډه کړی او په ټولنیز ژوند کې دبدلون او آسانتیاو له پاره ګړندی او ګټور ګامونه پورته شی.

ولسمشر محمد اشرف غنی چې کله هم دسیمی دهېوادو دمشرانو سره لیده کاته کوی دسیمی روانی جګړییزی ستونزی دهېوادو په ګټه نه بلی د زیان د رسولو وسیله یې ګنی نوځکه یې ټینګار پردی وی چې د اتصال له پاره دسوله ییزی فضا ترڅنګ د راکړی ورکړی دسمون لټون به داړیکو پیوند غښتلی او دوګړو له پاره به د ژوند ښی آسانتیاوی رامنځ ته کړی.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید