روزنامه ملی انیس

په کابل کی د بیلابیلو هیوادونو سفیرانو: د افغانستان روښانه راتلونکی له افغانانو سره د دوی ګډ هدف دی

د افغانستان اسلامی جمهوریت د ملی امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ملی امنیت شورا دفتر د غونډو په خونه کې په افغانستان کې د بیلابیلو هېوادونو له استازو او سفیرانو سره وکتل. په دې لیدنه کې د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، جرمنی او فرانسې پر سفیرانو سر بیره د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازوالۍ دفتر (یوناما) مشر او د ناټو د غړو هېوادونو په استازیتوب د دې سازمان ملکی استازی شامل وو.

دغه کتنه، چې د پیژندنې او لومړنیو کاری اړیکو د ایجاد په موخه را بلل شوې وه، د اړوندو هېوادونو او سازمانونو استازو د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا، له افغانستان سره د همکاریو پر دوام او د ولسواک نظام پر بهبود او ملاتړ خبرې وکړې. د ناستې برخه والو له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان ځواکونو د تجهیز او ملاتړ تر څنګ، د سولې پر بهیر او ټاکنیزو چارو بحث وکړ.

سفیرانو او عالی رتبه استازو وویل، چې د افغانستان روښانه راتلونکی له افغانانو سره د دوی ګډ هدف دی او دې هدف ته رسیدو په موخه به له ټولو فرصتونو څخه ګټه پورته کړی.

د ملی امنیت سلاکار ښاغلی ډاکټر حمدالله محب د ټولو سفیرانو او ډیپلوماتانو له راتګ څخه مننه وکړه او د افغانستان د روښانه راتلونکی له پاره یې د دوی همکارۍ و ستایلی. ښاغلی محب سفیرانو او استازو ته خپل کاری لومړیتونه په مختصره توګه بیان کړل او په هغو برخو کې  چې د دوی همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا وی د لیدنو او مشترکو بحثونو پر ایجاد ټینګار وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید