روزنامه ملی انیس

په پښتو او دری ژبو کې ادبی ښوونځی

دپښتو ادبی ښوونځیو د پیژندلو په اړه باید ډیره څیړنه ترسره شی، په بشپړه توګه منظمه اکاډمیکه څیړنه نه ده ترسره شوې، خو را زیات کار په کار دی.
په جلا کتابونو کې د پښتو او دری ملی ژبو دغه ادبی پانګه خورا مهمه او ارزښتناکه ده چې دادبی ښوونځیو او هم ادبی سبکونو او کله هم د (ادبی جریانونو) په نوموکښل او ضبط شویدی.
دسبک قرائت په ادبیاتو کې داسې راځی: سبک دیوه څیز ویلی کول او په قالب کې اچولو او ریخت وایې، یا دیوې موضوع پییلو ته طرز او روش وایې. او هم په قاموسی بڼه د (ادبی سبک یا لیتراسی ستایل) هم ویل کیږی.
په لاندی ډول د ادبی سبکونو یادښټ کوو.
لومړی: روښانی ادبی ښوونځی(سبک): دغه ادبی ښوونځی دلسمې هجری پیړۍ په دویمه نیمایې کې رامنځته شوې دی.
بنستګر پیاوړی عالم او لیکوال بایزید روښان دی چې په پښتو، دری او عربی ژبو لوی لوی کتابونه یې تالیف کړی دی.
نوموړی دخپلی تصوفی او عرفانی لارې دښه تبلیغ او خپراوی له پاره فرهنګی هلی ځلې کړی. ځانګړی لاره (طرز، اسلوب او طرز) یې غوره کړی او هغه د ادبی تصوفی ښوونځی موسس ګڼل کیږی او دهغی زمانی او لږ وروسته کې یوشمیر شخصیتونو هم همدا لاره خپله او غوره کړه لکه ملا ارزانی، علی محمد مخلص، دولت لواڼی، ابابکر کندهاری، واصل روښانی، میرزا خان روښانی، مرزاخان انصاری، اورکزی، قادر داد، مولانا حبیب الرحمن مهدی قریشی او نور دی.
ب: په همدې عصرکې عرفان دیو مسلک په توګه پښتو ادب ته راغلی دی. په همدی عصر کې دعربی او دری ژبې شاعرۍ زیاتره ښکلی فورموته لکه قطعه، رباعی، قصیده او… پښتو ادب ته راننوتی او شاعرانو دعربی او دری ژبو شاعرانو په څیر مردف دیوانونه جوړ کړی دی.
په نشر لیکنې کې مسجع (مقفی کلام، هم قافیه) نثر رواج شوی دی.
اخلاقی او دینی مسایل په شعر او ادب کې زیات شوی حماسی او ملی روحیه په کې دیره تیته او کمزوری ښکاری، په همدی دوره کې په هندی، عربی او دری ژبو لیکنې شوی چې پښتو سره ګډی او یو بل ته سره ننوتی دی.
خوشحال ادبی ښوونځی، دغه ادبی ښوونځی کله کله په ادبی څیړنو کې(دخټکو ادبی مکتب) په نوم هم یاد شوی دی. په یوولسمه هجری پیړۍ کې منځته راغلی او بنسټ ایښودونکی یې دپښتو ژبی پیاوړی شاعر او ستر لیکوال دتورې او قلم څښتن (خوشحال خان خټک) و. البته دده ادبی لاره دده زامنو او لمسیانو او نورو پلویانو د زړه په وینه او مینه پاللی او خوشحال ادبی مکتب یې جوړه کړی دی. ددی ستری لاری لارویان لکه اشرف خان هجری، عبدالقادر خان خټک، سکندر خان خټک، صدرخان خټک او څوتنه خویندی هم شاملی دی چې ښوونځی یې تعقیب کړی دی.
ځانګړنی: پښتو ادب یونوی پرمختیایې پړاوته داخل شوی او شعوری هڅی شویدی. دمسجع او مکتلف نشر (ناپییلی ادب) پرځای ساده او روان او محاوری ته نږدی ادب مروج شوی دی. په شاعرۍ کې حماسی، رزمی او ملی روحیه خورا پیاوړی شوی ده، پښتو د مضمون (فورم) او منځپانګی له پلوه بدایه شوه ده.
بیلا بیلو انتقادی او تاریخی پیښی هم اوله وطن او قوم سره په پراخه کچه منعکس شوی دی.
پښتو شاعرۍ ته دشرقی شاعرۍ نور ډولونه لکه غزل، قصیده، رباعی، مثنوی او مرجع هم ورګډی شوی، سربیره پردی نور ادبی توکی لکه مسدس، مثمن، ترکیب بند، ذوالقافتین او نور په پښتو ادب کې رواج وموند.
په پښتو ادب کې پښتو کیسی لکه د آدم خان او درخانۍ او نور لیدل کیږی.
په همدی دوره کې په پښتو سربیره په فارسی ژبی هم لیکنی شوی دی.
د رحمان بابا ادبی ښوونځی: دپښتو ژبی لوړ صوفی مشرب شاعر او عرفانی شخصیت عبدالرحمان بابا دهمدی ادبی سبک موسس ګڼل کیږی.
چې زیات پلویان لری، ددغه تصوفی عرفانی ښوونځی لاریان لکه یونس خیبری. معزالله مومند، اخون ګدا، حافظ الپوری، میا نعیم متی زی، عبدالعظیم راڼی زی، عبدالرحیم هوتک، مطیع الله او نوری دی.
په دغه دوره کې نصایح، تصوف، عرفان په ساده ژبه او خوږه ژبه کښل شوی. اصطلاحات، تشبیهات او استعاری او له عربی او فارسی څخه یوشمیر ادبی توکی او بدایع هم پښتوته راننوتی دی، شاعرانو دیوانوته ترتیب کړی په همدی زمان کې پښتنی چاپیریال په خوځښت او ځلیدودی او له هندی سبک څخه لېری پاتی شوی دی، پښتو شاعرانو په پښتو، فارسی او عربی ژبه هم شاعرې ده.عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید