روزنامه ملی انیس

په وروستنی شاهی نظام کې د دموکراسۍ په اړه لنډه کتنه

لومړی، دمحمد ظاهر شاه دپیژندنې په هکله:

محمد ظاهر شاه د محمد نادر شاه غازی زوی په ۱۹۱۴ میلادی کال= ۱۲۹۳ ش په کابل  کې زیږیدلی دی، هغه دحبیبی او بیا د امانی په لیسو کې درس ویلی دی، کله چې پلاریې په پاریس کې دمختار وزیر په توګه مقرر شو نو محمد ظاهرشاه ورسره فرانسی ته ولاړ او هلته یې هم زده کړی وکړلی او فرانسوی ژبه یې هم زده کړله کله چې محمد نادرشاه په کابل کې باچا شو، نو زوی محمد ظاهرشاه یې هم کابل ته راوغوښت او دلته په کابل کې په پوځی زده کړو بوخت شو، هغه به پلی قواوو کې تحصیل وکړ او له فراغت څخه وروسته دملی دفاع وزارت دکفیل په توګه مقررشو. خو څه موده وروسته دپوهنی (معارف) وزارت دمقام سرپرست شو.

دپلار د شهادت څخه وروسته دی محمد ظاهر د ۱۹ کالونو په منـګ و، چې د افغانستان دباچا په توګه اعلان شو.

دوم: دمحمد نادر شاه دشهادت او محمد ظاهرشاه د سلطنت په اړه رسمی ابلاغیه، کوم چې پر هغه مهال خپره شوه، په لاندې توګه ده!

له تحقیقی کتنې څخه وروسته، باالنقل یې لیکو!

(دلوی خدای په نامه یوم چارشنبه ۱۶) عقرب ۱۲۱۳ ش مطابق ۱۹ شهر رجب المرجب ۱۳۵۲ ق

(ابلاغیه رسمیه شهادت شاه شهید) و سلطنت محمد ظاهرخان خلد الله ملکه وسلطنته!

غازی محمد نادر شاه پاد شاه غمخوار ما و شما و تمامی ملت افغانستان دریوم چارشنبه ۱۶ عقرب به ساعت سه بجه بعد از ظهر در احاطه قصر دلکشا از دست یکنفرجانی به زخم تفنګچه شهید اکبر ګردیدند، برحسب امر شریعت غرا این خادم اسلام و تمامی مشایخ کرام و علمای اعلام و وزرا و مامورین و عساکر و رعایای مرکز کابل به ذات عالی شهزاده محمد ظاهر خان فرزند ارشد غازی و شهید (رح) بیعت نموده و بدل و جان اطاعت این پادشاه جوان بختُ راکه خداوند عالم یار و مددګار شان باد بدوش ګرفتند. این بیعت از طرف شاه ممدوح قبول و به روز مذکور به پاد شاهی افغانستان شناخته شد… وکیل صدراعظم وزیر امور حرب شاه محمود.))

دریم: دمحمد ظاهر شاه
 باچا دسلطنت پرمهال صدارتی نظامونه لڼده کتنه:

محمد ظاهر شاه نوی باچا خپل کاکا سردار محمد هاشم خان دنوی کابینی په جوړولو وګوماره نوموړی چې د دولت په ټینګښت او په دولتی چاروکې خورا جدی سړی و. له دی پرته د دوهمی نړیوالی جګړی دپای ته رسیدلو سره سم په هېوادونو کې هم بدلونونه راغلی وه. نوحالاتو دا توقع درلوده چې سرکاری چاری اسانه وی، خلک آزادی ولری اوله سخت ګیری څخه ستړی شوی وو. نو له دی سره سم یو معتدل سردار شاه محمود خان یې دصدارت په مقام وګوماره. نو شاه محمود خان سردار هڅه وکړو چې وګړی روښانه راتلونکی ته امید واره کړی. سیاسی زندانیان یې آزاد کړل، دډموکراسۍ، آزادی او مطبوعاتو خبرې خپری شوی. نو دسردار شاه محمود خان په ټاکلو سره دنوی ځوانې دیموکراسۍ د را زرغون کیدلو له پاره بنسټ کیښودل شو. نوځکه سردار شاه محمود خان ته په افغانستان کې د (دموکراسۍ دپلار) لقب ورکړل شو. محصلانو هم اتحادیې جوړی کړی او مطبوعاتو هم وده وموندله او ځوانو روڼو اند او دکابل پوهنتون شاګردانو شاه محمود خان ته ددموکراسی پلار لقب په ورکولو سره هغه هم خوشاله کړ.

شاه محمود خان په ۱۹۶۸ کې په پټه (سری توګه) او آزادۍ سره او مه دوره ټاکنې هم اعلان کړلی دانجنو له پاره ښوونځی هم زیات شول او کلیوالی ښوونځی هم تأسیس شول.

غیر دولتی جریدو خپرونې پیل کړلې، دکابل پوهنتون پوهنځی هم زیات شول، سیاسی ډلی او سیاسی ټولنی هم را وبرکیدلې پارلمانی چاری سمې شوی، د (ویښ زلمیانو ګوند) ملی دموکراتی ګوند، حزب وطن، دخلق دموکراتیک ګوند او دکابل پوهنتون دمحصلانو اتحادیه پراخه شوه او پارلمانی مبارزی هم پراخه شوې، په دی توګه دنوی تمدن پدیده په افغانی ټولنه کې او کلتوری، فرهنګی فضاکې منځه راغله او وګړی هم له دولت سره همکار و او حمایت یې ورڅخه کاوه او دموکراسۍ وده وکړو. چې د محمد ظاهر شاه د امن او دموکراسۍ کالونه په عزت سره یادیږی.

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید