روزنامه ملی انیس

په هېواد کې دسولې دښیګڼو څخه ګاونډیان هم برخمن کیدای شی

په هېواد کې دناوړه را تپل شوی جګړی دناخوالو د زیاتیدو په هکله نه تنها افغانان بلکی دسیمی او نړی هېوادونه د اندیښنی سره مخامخ شوی ځکه چې ترهګرییزه جګړه دپخوا په پرتله پراخه شوی کیدای شی دجګړی ګواښ نورو هېوادوته وغزیږی نوله دی کبله افغان دولت هڅه کوی چې دسیمی دهېوادو ترڅنګ نړیواله اجماع رامنځ ته کړی او دترهګرییزی جګړی دپراختیا او مخنیوی له پاره په ګډه کاروکړی خوځینی هېوادونه لا اوس هم دترهګرو سره د دوه مخی سیاست څخه کار اخلی او هڅه کوی چې ترهګری ډلی دخپلو موخو دترلاسه کولو له پاره استعمال کړی. خو دترهګرو ملاتړ کوونکو هیر کړی دی چې دترهګرو واکمنی د اوسنی وخت له غوښتنو څخه لری او دټولنیزو پرمختګونو سره اړخ نه شی لګولی. ښه به وی چې لاس وهونکی ګاونډی هېوادونه په افغانستان کی د روانی جګړی دڅرنګوالی په هکله پوره او ژور معلومات ولری. منو چې دا مهال په نړی کې یولړ سیاسی سیالی روانی دی خو ددیموکراسی پلوله پاره نه ده پکار چې دترهګرییزی جګړی دپایښت له پاره دتمویل او تجهیز په برابرونه بوخت وی. افغان دولت چې دولسواکۍ پربنسټ ولاړدی هیله لری چې دګاونډیو هېوادو سره دښو اړیکو دپراختیا او پیاوړتیا له لاری داسی چاری پرمخ بوځی چې دټولو خیرښیګڼی پکښی نغښتی وی ځکه چې دمتقابلو اړیکو دپیوند درناوی کولی شی دهېوادونو دمیشتو وګړو له پاره دهوساینی او پرمختګ لار هواره او د ژوند پر آسانتیاو برلاسی ومومی. نوځکه د افغان دولت مشران په بی پری توګه دخپلو ګاونډیانو څخه تمه لری چې دلاس وهنی پرځای دی د جګړی په پای ته رسیدو کې رښتینی برخه واخلی او هغه ډلی چې دا مهال په جګړه بوختی دی او دملاتړ دترلاسه کولو له پاره کله دیوه ګاونډی او کله دبل ګاونډی دروازه ټکوی وه پوهوی چې جګړه او تاوتریخوالی دستونزو دحل لارنه ګڼل کیږی. همدا اوس د افغان دولت مسؤلین دسیمی او نړی دمشرانو سره په مختلفه بڼه د افغان سولی د رامنځ ته کیدو په هکله خپلی وړاندوینی شریکوی هڅه کوی چې دمناسبی لاری په مندنی سره جګړه پای ومومی اوتل پاتی سوله رامنځ ته شی ډاډه یو چې دسولی له پاره به روانی هڅی رنګ راوړی او په سیمه کې به دتل پاتی سولی لمر راوخیژی ځکه پرته دسولی او امنیت څخه دسیمی دټولو هېوادو ژوند د اندیښنو ډک وی او دراکړی ورکړی د بندیدوله کبله په پوره پیمانه ستونزی رامنځ نه کیدای شی غوره به وی چې ګاونډی هېوادونه دجګړی دناخوالو او مرګ ژوبلی ته په کتو سره د انسانی خواخوږی له مخی په خپلو کړو وړو کې بدلون راولی او دیوه ښه ګاونډی په توګه عملی اورښتنی ګامونه پورته کړی ترڅو په سیمه کې اوسنی تاوتریخوالی په سوله ییزه فضا بدلون ومومی راپورونه ترلاسه شوی چې د افغانستان د اسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر به مسکوته سفروکړی ترڅو دمسکو دچارواکو سره دسیمی د روان حالات اوپه افغانستان کې دسولی د رامنځ ته کیدو په هکله به په نورو دوه اړخیزو همکاریو خبری وکړی دا اړینه ده چې د مسکو چارواکې د افغان دولت سره دخپلو اړیکو په پراختیا او د سیمی په جګړییزو ستونزو خبری وکړی او هغه څه په څرګنده توګه رابربڼډ کړی چې د افغان سولی په رامنځ ته کیدو کې څومره عملی مرسته کولی شی. مناسبه به وی چې دمسکو چارواکې دخپلو تیرو لاس وهونکو تجروبو څخه څه زده کړی وی ځکه چې افغانان دپردیو په لارښوونه واکمنان نه منی او دپردیو په کورنیو چاروکې دلاس وهنی دریځ غندی هڅه کوی چې دمتقابلو ګټو درناوی وکړل شی او دنړیوالو منلو شویو اصولو پربنسټ دیوه اوبل ګټو ته په درنه سترګه وکتل شی. نوغوره او مناسبه به داوی چې داځل روسان دتیر په څیر تیروتنه ونه کړی او د افغانانو سره دښو او منل شویو اړیکو دپراختیا په لټه کې شی.
افغانانو ته جوته شوی چې په روانه خونړی جګړه کې کوم ګاونډی هېوادونه دسولی د رامنځ ته کیدو پلویان دی او کوم هېوادونه د دوه مخی سیاست څخه کار اخلی خو د زغم او حوصله مندی له مخی افغان دولت پرته له دی چې د لاس وهنی په هکله ګیلی او ناندری رابرسیره کړی دټولو هېوادو سره دښو اړیکو دپیاوړتیا له پاره لاری لټوی او هیله لری چې لاس وهونکو هېوادونه دلاس وهنی پرځای دسولی په رامنځ ته کیدو کې دمرستی لاس را وغزوی او په سیمه کې تل پاتی سولی دخیرښیګڼی څخه ټول هېوادونه برخمن شی.
ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید