روزنامه ملی انیس

په هېوادکې روانی ستونزی په ګډو هڅو رغاولی شو

په هېواد کې دملی یووالی دحکومت په رامنځ ته کیدو سره یوشمیر کورنی او بهرنی کړۍ چې دباثباته او هوسا افغانستان په وړاندی خڼډونه پیدا کوی یولړ ستونزو ته لمن ووهله او دزیاتو پرمختیایی چارو دسمون په وړاندی یې مخالفتونه څرګند کړل چې دی کارد هېوادوالو دستونزو په هواری کې ځڼډ رامنځ ته کړو او د هوساینی اوږد مهاله او ستونزمنه لار لاپسی اوږد مهاله شوه. لاکن ددی ټولو کورنیو او بهرنیو ستونزو په وړاندی ولسمشر محمد اشرف غنی په پوره حوصله مندی کاری لومړیتوبونه په ګوته کړل او دروانی جګړی دراقابوکیدو ترڅنګ یې دهغو نیمګړتیاوپه رغاونه پیل وکړو چې ملی وسله وال پوځ ورسره مخامخ و. ډیرو مخالفینو چې په ټولنیزو ژوند کې ستونزی ترسترګو کیدی دناوړه ګټی اخستوله پاره دځینو ټولنیز رسنیو سره شریکولی او هڅه یې کوله چې دملی یووالی دحکومت چارواکې په مدیریتی چارو کې کمزوری وښایې او دځان په ګټه ناوړه اوبی ځایه تبلیغاتو ته دوام ورکړی. دی ډول هڅو ته هم ولسمشر روڼ تندی او خلاصه غیږو نیوله او په ډاګه یې څرګنده کړه چې هری مثبتی او جامع طرحی ته به مثبت ځواب ووایې هرڅوک چې ددی هېواد دآبادی سمسورتیا او هوساینی له پاره خدمت کولو ته چمتو وی د هغوی پرمخ دروازی خلاصی او شرایط ورته دبرابرولو وړ دی. هیله ده چې دنیوکو او نیمګړتیاو درغاونی
له پاره مناسبو او پرځای پیشنهادونو سره دمرستی لاس را اوږد شی څوپه ګډه ددی زوریدلی او ټپی هېواد په زخمونو دملهم پټی ولګول شی. نه داچې داوسنی جګړییز ناوړه او دستونزو ډک حالات ته په کتو سره دنورو ستونزو او خڼډونو په زیږونی سره د دولت په وړاندی دسیاسی باج اخیستنی له پاره ناوړه هڅی پایښت ومومی.

هېوادوال چې دا مهال څوکلنی ناوړه جګړی او سیاسی سوداګرییز چلند ښه پوهولی دی ددی توان لری چې دښو او بدو توپیر وکړی خیر دی که وسله والی ډلی نه لری او یا دزر او زور څخه برخمن نه دی لاکن توپیر ییزه پوهه یې زیاته شوی او هر هغه څوک ښه پیژنی چې بی ځایه ګواښ او دهېواد په دننه کې دستونزو زیږول دڅه له پاره رامنځ ته کوی. ډیری هېوادوال دولسمشر محمد اشرف غنی په وړاندی پرتی ستونزی وینی او په ډیرو لیدو کتو کې ډاډ ورکوی چې دولس پراخه شمیرنه چې
په ادارو کې دسمسکی او دزورواکو په وړاندی دمبارزی په لارکې ملاتړ څرګندوی دی ته ژمن دی چې دهر ډول ګواښ او ویری اچونی په وړاندی به ستاسو لارښوونی ته سترګې په لاروی غوره ګڼی چې ستاسو دنوښتګرو کړنو څخه ننګه وکړی او دسولی رامنځ ته کیده چې په کاری لومړیتوبونو کې موځای ورکړی په ګډه ورسره هر تاوده او ساړه وګالی موږ ډاډه یو چې روان سوله ییز سیاست چې دهېواد دثبات او سوکالی له پاره ارزښتناک ګڼل کیږی دهغو خڼډاچونکو په وړاندی کلک او مضبوط ګوزاروی چې په جګړه کې خپلی ګټی لټوی.

 اوس ددی باور شتون لری چې سیمه ییز هېوادونه او په نړیواله کچه دسولی ملاتړ کوونکی دهری ورځی په تیریدو سره نوی سوله ییز نوښتونه رامنځ ته کوی او دسولی دتامین په وړاندی دغوره ګام پورته کیدل ګڼل کیږی. پدی وروستیو کې چې امریکایی چارواکو زموږ په هېواد کې روان سیاسی اوپوځی حالات څیړلی دی پایلی ته رسیدلی چې دولسمشر دسوله ییزوهڅود ملاتړ ترڅنګ هغه لاری ولټوی چې طالب وسله والو سره دسولی دخبرو اترو دپیل کیدو لار هواروی.

«دولسمشری ماڼی ویاند هارون چغانسوری چې په یوه خبری کنفرانس کې خبری کولی ډاد ورکړو چې دخلکو او دینی عالمانو دغوښتنی له مخی په پام کې ده چې دلوی اختر په شپو ورځو کې اوربند اعلان شی هغه روښانه کړه چې دواړه طرفه اوربندته تمایل لری هیله ده چې اوربند دسوله ییزو خبرو اترو دپیل کیدو پیلامه وګرځی.»

غوره او مناسبه خبره داده چې په هېواد کې ټولی سیاسی څیری چې هېوادته دخدمت کولو له پاره ځان ژمن ګڼی دخپلو شخصی، تنظیمی ګوندی، ګروپی او قومی ګټو پرځای ملی او هېوادنی ګټی په پام کې ونیسی او ددی هېواد اوسنی ستونزمنی ستونزی په ګډه سره هواری او دیوه سوکاله افغانستان له پاره ټول خپل منځی شخړی یوی خواته پریږدی او دهوساینی په لور ګډګامونه پورته کړی څو هېواد دهمیشنی ناورین څخه وژغورل شی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید