روزنامه ملی انیس

په هیواد کې هرراز پانګونه او دفابریکو جوړول د هیواد اقتصاد پیاوړی کوی

په هیواد کې پانګونه او دصنعت پراخیتا د اقتصادی ودې د پرمختګ او پیاوړتیا سبب کیږی ، پر دې بنسټ د هیواد ټولو قدرمنو پانګه والو ته ښایی چې د افغانستان داقتصادی ودې او د اقتصادی بنسټونو د پیاوړتیا په خاطر  په مختلفو برخو کې پانګونې وکړی  ځکه په ټولیزه توګه په هیواد کې د تولیدی فابریکو جوړول او رغاول د اقتصادی  ودې او پرمختګ سبب کیږی ، البته اوس مهال افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د پانګونې لپاره ډیر ښه امکانات لری ، یعنی د طبیعی  زیرمو اوکانونو لکه ، طلا ، اوسپنې ، مسو، تیلو ، گازو اونورو قیمتی ډبرو پورې یې یادونه کولی شو، دغه راز پراخې طبیعې زیرمې، پریمانه اوبه ، ښه استعدادونه اوستر بشری ځواک هم لری چې باید له دغو ټولو څخه په ښه توگه گټه واخیستل شی چې په دې برخه کې واقعاً د افغانستان اسلامی جمهوری دولت او ترڅنگ یې مسوول ارگانونه دنده لری چې زیاته پاملرنه وکړی ترهغو چې کورنی او بهرنی پانگه وال دیته وهڅوی چې په پراخه کچه په دی برخه کې پانگونه وکړی ، خود حکومت دنده اومسوولیت هم دی لکه څنگه چې مخکې مو یادونه وکړه ، دامنیتی مصوونیت ترڅنگ اړوندو پانگه والوته باید دپانگونې په موخه  په بیلا بیلو برخو کې ښه اسانتیاوې ، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړی ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه ، آرام اوهوسا خاطرپانگونی وکړی او په افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه گټه واخلی .

البته داهم یوڅرگند واقعیت دی که بهرنی هیوادونه د نورو مرستو  پرځای په افغانستان کې پانگونې وکړی ، له شک پرته چې زمونږ دپتمنو او جگړه ځپلو خلکو په گټه تمامیږی ، ځکه له یوپلوه زموږ خلک کسب اوکارزده کوی ، له بل پلوه هیوادوالو ته په هیواد کې دننه دکاراو سالمو بوختیاوو زمینه هم برابریږی او په ټولیزه توگه دهیواد او هیوادوالو داقتصادی پرمختک سبب کېږی، له شک پرته  چې دغسې پانګونې به بهرنیو هیوادونو ته  د کارموندلو لپاره زموږ د ځوانانو د تګ اړتیا هم له منځه یوسی ، پردې بنسټ  په ځانګړی توګه د هیواد ملی پانګه وال باید د افغان دښمنو کړیو د پوچو او ناوړه تبلیغاتو  تراغیزې لاندې رانه شی ، بلکې د ملی او هیوادنی سپیڅلی احساس له مخې باید په هیواد کې دننه په مختلفو برخوکې پانګونې وکړی ، یعنې د یوسالم رقابت په اساس د هیوادوالو د لومړیتوبونو په نظرکې نیولو سره د هیواد په ګوټ ګوټ کې د مختلفو څیزونو د تولیداتو سترې او کوچنئ فابریکې او کارخانې جوړې کړې ترڅو په هراړخیز ډول د هیوادوالو داړتیا وړ څیزونه په هیواد کې دننه تولید اود خلکو د استفادې وړ وګرځی ، له نیکه مرغه چې په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویو سرچینو په حواله ویل شوی چې په دې وروستیو  کې دکرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ ښاغلی وزیر بلخ ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د چرګانو د خوراکی توکو یوه تولیدی فابریکه او دغوړیو د تولید یوه فابریکه ګټې اخیستنې ته سپارلی دی ، دغه فابریکې د مفید ګروپ صنعتی شرکت له خوا د ( اته میلیونه ) ډالرو  په پانګونې سره جوړ شوی ، د چرګانو د خوراکی توکو  د تولید فابریکه په ورځ کې د چرګانو (۲۴۰) ټنه خوراکی توکی او د غوړیو د تولید فابریکه په ورځ کې (۲۵۰) ټنه د سویابینو ، جوارو ، زغرو او کنځلو غوړی تولیدوی ، په هغه غونډه کې چې ددغو فابریکو  د پرانیستې په موخه جوړه شوې وه د بلخ ولایت د چرګانو  روزنې د اتحادیې مشر د کرنې وزارت  له خوا د خصوصی سکتور د حمایتی طرحې له پلی کیدو څخه د مننې ترڅنګ هم داسی ویلی  چې په بلخ کې د چرګانو (۶۲۴) فارمونه شتون لری ، چې د چرګانو د خوراکی توکو د تولید د چرګوړو تولید او د غوښینو او هګیوچرګانو د پالنې په برخه کې فعالیت کوی ، چې له بهره د زړو چرګانو پروارداتو محدودیت  ددې لامل شوی چې  یاد صنعت  وده وکړی ، دبلخ د چرګانو د روزنې  فارمونه او دهیواد  دنورو ولایتونو د چرګانو د روزنې  فارمونه زمونږ د هیواد کورنی اړتیاوې پوره کوی ، په دې برخه کې چې کومې زمینې او آسانتیاوې برابرې شوی او هغه طرحې چې پلې شوی د چرګانو روزنې دسکتور د ودې لامل شوی دی .  

په واقعیت سره چې په هیواد کې دننه دهر راز صنعتی فابریکو جوړول  په کوردننه د هیوادوالو د اړتیاوړ څیزونو د برابرولو ترڅنګ په ټولیزه توګه د ګران هیواد په اقتصادی ودې او پرمختګ کې هم ګټور ارزښت لری او هم هیواد له وارداتی حالت څخه صادراتی حالت ته ور اوړی ، په دی هیله چې دافغانستان اسلامی جمهوری دولت  لاهم کورنی او بهرنی پانګوال په هیواد کی پانګونې ته وهڅوی او په دی برخه کې دوئ ته لازمې آسانتیاوې او دامنیت له پلوه ښه شرایط برابرکړی .  

ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید