روزنامه ملی انیس

په هیواد کی رسنی تاریخی ارزښت لری

نن ورځ رسنی خورا ارزښت لری او همدا رسنی دی، له ټولی نړی څخه یی یو کلی (دهکده) جوړه کړی می او په څو دقیقو کی د دنیا له هرکنج او کنار څخه، خبر اخیستل کیږی. ټوی رسنی په لاندی څو عناصرو ولاړی دی، چی علمی او هم سیاسی، استخباراتی او هنری ارزښت هم لری لکه:

څوک (کی)، کله (کی)- کوم ځای (کجام) –(په څه ډول) او (څنګه)؟ واقعه وشوه، نتیجه یی په رښتنی توګه بیان او درواغ (کذب) ونه لری.

په هر صورت، په دی کی د اوسنی نړی د ۱۸ پیړی او بیا ۱۹ می پیړی د چاپ صنعت، د ورځپاڼو لیکنه او تولید او هم د تیری زمانی د یونان، روم، خراسان، عربو په ځمکوکی د شخصیتونو، لیکوالانو هڅی او بیاله هغی زمانی څخه تر اوس مهاله پوری دا ټولی ارزښت (اهمیت) لری، بیا یی وده وکړه او لادودی (انکشاف) په حال کی دی.

په افغانستان کی چاپی رسنیو پّ اړه لنډ معلومات: له ۱۸۶۳ کال څخه ړومبی کله چی (شمس النهار) اخبار منځته راشی د (کابل) په نوم اخبار د امیر محمد افضل په زمان کی هم موجود و، چی دوه ورقو په بڼه په کابل کی چاپ شوی دی، خو له دی سره سم د خلکو مفکوری وده کړی او بیا د مشرق دستوری ښاغلی سیدجمال الدین افغان د پوهی او درایت له مخی کوم چی د باچا اعلحضرت شیرعلی خان وطنپاله مشاور (سلاکار) و د شمس النهار اخبار د کابل بالاحصار په ډبرینی چاپخونی (سنګی مطبعه) کی. په ۴۶ او ۱۵ مخونو کی چاپ شوی، حکومت او نا دولتی کسانو به ورسره مینه دلوده او لوستله یی.

له هغی وروسته د سراج الاخبار جریده د امیر حبیب الله خان شهید په عصر کی ۱۹۰۱ کی نوموړی جریده په دوره پړاوونوکی ایجاد شوه، چی د مشروطیت غورځنګ د بنسټ پراختیا او ذهنی پوهی د لوړتیا او وړتیال له پاره یوه ښه تومنه او اساس ګڼل کیږی.

په هر صورت د اعلحضرت شاه امان الله خان غازی په زمان کی یوازی نادولتی او پاتی یو شمیر یی دولتی ورځپاڼی موجود دی وی. چی یوه له هغه څخه د انیس ورځپاڼه وه، چی ښاغلی غلام محی الدین انیس سره شخصاْ ځوان باچا شخصی مرستی کولی او هغه یی نازاوه، چی له ۱۳۰۶ل کال څخه رادیخوا دغه مهمه ورځپاڼه تاسیس شوی او د محمد ظاهرشاه د ملت بابا په عصر کی د ملی ورځپاڼی په نوم په ۴ مخونو او بیا ورو ورو په ۱۲ مخونو او اوسمهال په ۶ مخونو کی چاپیږی، خو دغی ورځپاڼی د سیاسی ستونزو له کبله ځنی لوړی ژوری هم لیدلی او ګاللی دی.

په هر صورت دی او نورو ورځپاڼو لکه د اصلاح ملی ورځپاڼه کوم چی لومړی ځل په بغلان کی د اعلحضرت محمدنادرشاه غازی په عصر او بیا په کابل کی د سردار محمدهاشم په ؟؟؟ چاپ شوه، چی دی ټولو ورځپاڼو او نورو ټولو آزادو (خصوصی) رسنیو تر اوس مهال د افغان با عزت ولس په ویښولو (بیداری) کی خورا ارزشتمند ونډه درلوده او تاریخی اهمیت لری او د قدر او اهمیت وړ دی. نو په همدی لامل دی، چی نن ورځ د کب حوت ۲۷مه د رسنیو له پاره په رسمی توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ولس دارمانونو سره سم د وګړو د بیداری او دیموکراسی د لازیاتو خپرولو په هیله دغه ورځ نومول شوی ده او سم کارګڼل کیږی.

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید