روزنامه ملی انیس

په هیواد کی د سواد زده کړی تاریخی بهیر

په دی خاطر چی لیک لوست د یوی ښی، رڼی پروسی او پرمختګ د عنصر په توګه په نړی او هیواد کی پلی شی، نو د شاه امان الله خان غازی د عام المنفعه او تعلیمی پروګرامونو کی د حکومت په سرلوحه کی یی ځای درلود او عملا یی د ننه په ارګ کی د نارینه وو او ښځینه وو د لیک لوست زده کړی (کورس اکابر) په نامه فعال کړل حتا په خپله باچا او دده میرمنی ملکه ثریا به هم درس ورکاوه او حتا په پغمان کی له بزګرو سره یوځای یووی (قلبه) کوله او بیا به یی د لیک لوست چاری پرمخ بیولی او دا یوه تاریخ حکایه ده.
نو هماغه وه چی د پیسوادی د محو کولو په پارکی لومړی د رشدیه، نیمه رشدیه او اکمالیه ښوونځی چی په ټول هیواد کی یی تعداد له ۳۷۰ یا په بل عبارت تر ۶۰۰ ښوونځیو پوری رسیده تاسیس کړل چی مرکز یی په کابل او کندهار کی وه او د هغو د کنترول او څار له پاره یی (د تفتیش معارف) په نوم یو ۲۰کسیز ټولی هم وګوماره او د چارو له کنترول او اجرا څخه به یی څار کاوه.
له هغه څخه رادیخوا د محمدنادرشاه په عصر کی هم د ښوونځی جوړ شول او چی ممتازو شاګردانو ته به یی بخشش او انعام ورکوه او ښوونکوته به یی (بهادری) په ټټر ټومبله. د هغی زمانی په تعلیمی نصاب کی د دینی، حساب، پښتو دری، جغرافیا، ستوری پیژنه، رسم او فقه مضمونونه ډیر لوستل کیدل.
دغه راز له ۱۳۱۲ لمریز کال څخه رادیخوا د کابل پوهنتون چاری سمی شوی او دطب پوهنځی د محمدنادرشاه په زمان کی جوړ شوی و خو د محمدظاهر شاه په عصر کی یی وده وکړه له ۱۳۴۰ څخه رادیخوا کابل پوهنتون د نړی او د سیمی په کچه خورا مهم علمی کانون ګڼل کیده او ډیری بهرنیو محصلانو په پښتو، دری او انجنیری پوهنځیو کی لوست وایه.
د سواد زده کړی چاری هم په عسکری قطعاتو کی او هم په ملکی پرخو کی ګړندی پرمخ بیول کیدلی، د (بخوان بدان) مجله هم راووته او هم په شمالی کی په کوهدامن کی تجربوی ښوونځی د بڼوالو او بزرګرو له پاره جوړ او عملی شول. او هم د ښځو له پاره جدا ځانګړی تعلیمی نصاب جوړ شوی او په مرکز او ولایتونو کی عملی شو او د کورسونو له پاره رضاکارانه چاری او تبلیغات کیدل او وګړی جلب او جذب کیدل.
د ملګرو ملتونو د یونسکو اداری د تعلیمی نفوس چاری له سواد زده کړی اداری سره (کوم چی د محمدظاهرشاه له عصره بیا تر دکتور نجیب الله) عصره پوری وه په پوره هماهنګی سره پرمخ وړل کیدلی.
پرهمدی مهال د لاباک تدریسی سیستم هم په کابل کی سواد زده کړی شاګردانو له پاره چمتو شوی و او هم یی (سواد حیاتی) څوښوونځی په کابل کی جوړ کړل او بیا دغه پروسه ولایتونو ته وغځیده او د حیاتی سواد له پاره کلیوالی ښوونځی جوړ شول او په هر ولایت کی د لیک لوست زده کړی مدیریتونه هم فعال شول چی د سواد زده کړی په نامه تعلیمی تبلیغات هم کیدل سمعی او بصری او سینمایی مستند فلمونه به یی وګړوته په ننداری کی ایښودل او په رادیو تلویزیون کی یی ځانګړی پروګرام درلود چی له ۱۱ څخه تر ۳۰/۱۲ بجو پوری یی وه. دغه راز د سواد په نوم مجله هم خپریده چی ابتدایی لیکنی به یی درلودلی او تشویقی پاڼی هم پکښی وی اوس هم د سواد زده کړی معینیت فعال دی او چاری یی هم په خورا ښه صورت پرمخ ځی او د وګړو زده کړی کچه لوړه شوی ده.عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید