روزنامه ملی انیس

په همیشنی  اوتـل پاتی سـوله کې به لاسته راوړنی خوندی پاتی شی

سوله ییزی هڅی چی دا مهال آهسته آهسته دامریکا دمتحده ایالاتو دبهرنیو چارو دوزارت دځانګړی استازی له خوا دمخالفو وسله والو طالبانو ترڅنګ دځینو اړینو هیوادو سره پیل شوی دلاسته راوړنو په هکله یی پوره او عملی جزئیات نه دی رابربڼډ شوی خو په کابل کې دولسمشر محمد اشرف غنی سره یی به خبرو کې دترسره شویو خبرو رپوټ باندی غږیدلی او دسولی دمشورتی جرګی دسپارښتنو په هکله چی سولی ته درسیدو او دمخالفو وسله والو طالبانو سره دخبرو په هکله په نښه شوی لار دیوه بل څرګندونی شریکې شوی او سوله ییزو هڅو ته یی تیاری ښودلی دی.

تمه ده چی زلمی خلیلزاد به په افغانستان کی دمختلفو سازمانونو او مخورو شخصیتونو سره دلیدو کتو پرمهال دهغوی وړاندوینی او دهمیشنی سولی دټینګښت په هکله سپارښتنی په پام کې نیولی وی څو وکولی شی دمخالفو وسله والو طالبانو سره دخبرو پرمهال شریکې او دیوه
 بین الافغانی خبرو اترو له پاره لار هواره شی.

منو چی دامریکا سوله ییزی هڅی دپام وړدی ځکه امریکایی ځواکونه چی په جګړه کې ښکېل دی پرته دسولی دټینګښت او رامینځته کېدو څخه دامریکا پوځی ځواکونو وتل دامریکا په ګټه نه ښکاری نوځکه امریکایی لوړ پوړی چارواکې دافغان دولت دکړنلاری ته په پاملرنی سره دسولی درامنځته کېدو له پاره داسی ګامونه پورته کوی چی دښکېلو هیوادو ګتی پکښی خوندیتوب ومومی.

ولسمشر محمد اشرف غنی چی په هیواد کې روان جګړییز بهیر او دسولی رامنځته کېدل په ښه توګه ارزولی هڅه کوی چی دنړی په کچه دسولی لارویان وه پوهوی چی ګړندی او سرسری ګامونه پورته کول دهمیشنی سولی سره مرسته نه شی کولی ترڅو دجګړی بنسټیزی جرړی چی دځینو هیوادو له خوا خړو بیږی وچی شوی نه وی نو اړینه ده چی دجګړی ملاتړی هیوادونه وپوهول شی چی تیرو څوکلنو جګړییزو ناخوالو او غمیزو پرته له دی چی په سیمه کې یی دویر او اندیښنو ټغر خپور کړی نور څه تری ترلاسه شوی نه دی نو له دی کبله ټینګار پردی دی چی دتیر په څیر دجګړییزو ستونزو سره سرسری چلند ونه شی او دجګړی دملاتړو په وړاندی غوڅ او پریکنده چلند وښودل شی.

معلومیږی چی دافغان حکومت دریځ دډیرو هیوادو دپام وړ ګرځیدلی ځکه هغوی ته جوته شوی چی دافغانانو ترمینځ دخبرو اترو له پاره دخڼډونو هواریدل اړین بلل شوی او په دی هکله دآلمان هیواد ډاډ څرګند کړی چی دبین الافغانی خبرو اترو پیل کېدو له پاره به کوربه توب په غاړه واخلی مونږ هیله من یو چی دسولی خبری چی هر څوک یی پرمخ بیلو ته لیواله وی دقدر وړ ګڼو خو تمه لرو چی خبری بین الافغانی او لاس ته
راوړنی یی عملی بڼه ولری ځکه ترسره شوی خبری چی تردی مهاله پکښی افغان دولت ګډون نه دی کړی لاسته راوړنی یی نه دی ترسترګو شوی نو له دی کبله له هغو هیوادو چی دسولی په رامنځته کېدو کې دمرستی لاس راغزوی ددولت دمشرتابه وړاندوینی چی دسولی درامنځته کېدو له پاره اړینی بلل کېږی په پام کې ونیسی ترڅو یوه همیشنی سوله چی دتیرو کلو لاسته راوړنی پکښی خوندی وساتل شی رامنځته شی.

ولسمشر محمد اشرف غنی چی دشانګهای دغړو هیوادو په غوڼده کې دسیمی دامنیت او ګواښ په هکله مناسبی څرګندونی وکړې وی ویل چی ترهګرییز ګواښونه نه تنها زمونږ له پاره ګواښ ګڼل کېږی بلکې دسیمی او نړی له پاره یی هم ګواښ او اندیښنی راپیدا کړی نو ځکه مو ټینګار پردی دی چی دسولی په وړاندی شوی لار کې راسره مرسته وکړی ترڅو په ګډه دسیمی او نړی څخه دترهګرییز ګواښ لمن ټوله شی او دسولی په ټینګښت سره دهیوادو له پاره دپرمختګ په وړاندی خڼډونه له مینځه ولاړ شی ولسمشر چی دسیمی دهیوادو دمشرانو سره په لیدو کتو کې دهر اړخیزی همکاری دپراختیا ترڅنګ دسولی په رامنځته کېدو کې اړینی څرګندونی کړی او دژمنو عملی کېدل یی ارزښتناکه بللی دی.

تمه ده چی دسیمی هیوادونه زمونږ دولسمشر په سوله ییز دریځ ښه پوهیدلی وی وی او دهمیشنی سولی درامنځته کېدو له پاره داسی چاری ترسره کړې چی دټولو هیوادو همیشنی امنیت پکښی خوندی او هوساینی ته لار هواره شی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید