روزنامه ملی انیس

په هرراز جګړیز حالت کې باید دملکی وګړوخوندیتوب ته ډیره پاملرنه وشی

دا واقعیت ټولوته روښانه شوی او حقیقت هم دی چې اوس مهال افغانستان دسیمی دهیوادونو په استازیتوب د تروریزم پروړاندی په رښتینی مبارزه او جگړه ییزو ناندریواخته دی او په دی لړکې ستره قربانی هم افغانان ورکوی او له دی حقیقت څخه هم سترگی نه شی پټیدای چې افغان ولس په هیواد کې د تیرو کابو دری نیمو لسیزو څخه را په دیخوا د بدمرغه او تباه کوونکو جگړه ییزو تاړاکونو په لړکې هم ډیری بدمرغی ، درپه دری ، ربړونی  ځورونی او خورا ډیری مرگ ژوبلی زغملی او په دی بهیر کې له شک پرته چې نه جبیره کېدونکې زیانونو سره هم مخامخ شویدی ، ځکه چې په دی جگړه کې په ټولیزه توگه ملکې بی دفاع او بی گناه وگړو ته درنه مرگ ژوبله اوړی او په دی وروستیو کې هم په ټولیزه توگه د هیواد په گوټ گوټ کې چې کوم ځانمرگی او ترهگریز بریدونه او جگړییزی نښتی کېږی ترټولو ډیری د ملکې وگړو ژوند اخلی او قربانی یی هم همدا بی گناه او بی دفاع وگړی دی ، په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویو سرچېنو په حواله په دی وروستیوکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتریوناما دتعبیه شویوچاودیدونکو موادوله امله ملکېانو ته دزیانونو د زیاتوالی په نامه په یوه ځانګړی راپور کې ویلی چې د ځانمرګو او نورو وسله والو بریدونو ترڅنګ په چاودنو کې ګڼو ملکېانو ته مرګ ژوبله اوښتی ده د یوناما  دمطبوعاتی دفتر یوه غړی په دی وروستیو کې یوې غږیزی رسنی سره په خبرو کې ددغه راپورپه اړه داسی ویلی دی : زمونږ دغه ځانګړی راپورد جنوری له لومړی نیټې څخه د سپټمبر تر شلمې د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو له امله د ملکې وګړو د مرګ ژوبلی نږدی نیمایی برخه جوړوی ، یوناما په دی راپور کې ویلی  چې ځانمرګو بریدونو ، پلان شویوبمی چاودنو او هغه هم د ګڼو ملکېانو ترمنځ ټولی د ویرې او ترهې د جوړلو لپاره شوی ، چې په دی وروستیو کې د پلازمینی کابل په شمول په ګڼو ولایتونو کې له هندوانو را نیولی چې مذهبی لږکې دی په ګڼو شیعه افغانانو اونورملکېانو پراخ بمی او انتحاری بریدونه شوی او د سلکونو انسانانو وینې تویې شوی دی ، د سږ کال د جنوری له لومړۍ د سپتمبر ترشلمې ۱۰۴۵ ملکېان وژل شوی او ۲۵۶۹ نور ټپیان دی ، روغتیایی کار کوونکې او خبریالان هم چې له پیښو وروسته سیموته تللی د دوهم ځلی چاودنو او بریدونو په خاطر قربانی شوی دی ، د یوناما دمطبوعاتی دفتر نوموړی غړی د وروستی راپور پراساس ټینګار کړی چې د افغان جګړې ټولی ښکېلی خواوی باید د ملکېانو ژوند ته پام وکړی ، نوموړی داهم ویلی چې یوناما ښکېلو خواووته یادونه کوی چې د ملکې وګړو او ملکې تاسیساتو قصدی په نښه کول ودروی او سپارښتنه کوی چې ددی ډول بریدونو په ترڅ کې د مرګ ژوبلی  دمخنیوی لپاره چټک ګامونه پورته شی ، دیوناما مشراو دملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړی استازی  دملکېانو وژنه جنګی جرم اود نه زغم وړ بللی ، د نوموړی په وینا دبریدونو اوږد مهاله اغیزی له پامه نه شی غورځیدلی ځکه دې چارې افغانان اړ کړی چې تل په ویره کې و اوسی او د دوئ عادی ژوند یې اغیزمن کړی دی.     

بناً افغان جګړه ځپلی ولس په ټولیزه توگه په جگړه کې دښکېلو لورو څخه ددی غوښتنه لری چې د جگړی پرمهال د ملکې وگړو مصئونیت ته باید ډیره پاملرنه وکړی ترڅو دغه بی گناه او بی وسه وگړو ته هیڅ ډول ځانی او مالی زیان ونه رسیږی بلکې  ددوی سر او مال باید له هر ډول گواښ او تیری څخه خوندی کړای شی او اوس مهال هم باید په ټولیزه توگه ډیر کوښښ او نه ستړی کېدونکې هڅه وشی چې په لومړی قدم کې د بدمرغه جگړی  د دوام اصلی لاملونه په ښه توگه تثبیت او داساسی حل  لپاره یی مناسبی لاری چاری ورته وسنجول شی ترهغوچې هرراز نارضایتی او مخالفتونه د خبرواترو او سیاسی ډیالوگ له لاری حل شی او هیڅ راز وسله وال مخالفت او د بدمرغه جگړی دوام ته اړتیا پیدا نه شی، په دی هیله چې پاک الله(ج) دی په کلونو کلونو جگړه ځپلیو افغانانو خپل رحم، کرم او فضل وکړی او ددوی په زړونوکې دی د نیکمرغه سولی، اخوت،ورورولی او انسان پالنی رښتینه مینه راپیدا کړی تر هغه چې هیڅ یو افغان د پردیو په لمسون د بل افغان دله منځه وړلو او بربادی سبب نه شی او په ټول هیواد کې په تلپاتی ډول سوله، ثبات او سراسری ډاډمن امنیت ټینگ شی تر څو له امله یی واقعاً کلونه کلونه جگړه ځپلی افغانان هم په خپل هیواد کې دهوسا او بسیا ژوند خاوندان شی او وروسته له دی بدمرغه جگړه د تل لپاره په ټول هیواد کې پای ته ورسیږی او په دغه هیواد کې نور د هیڅ یو بی گناه انسان وینه په ناحقه تویه نه شی بلکې اوږد مهاله خوښی  او نیکمرغی د ټولو افغانانو په برخه شی تر هغوچې د ډاډمن امنیت او سولی په فضا کې ددی هیواد ټول وگړی د پاک الله(ج) له ورکړی شوی خوږ ژوند څخه خوند واخلی.

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید