روزنامه ملی انیس

په عملی سوله یېزی هڅی به باور رامنځ ته شی

څه موده وړاندی دسولی دمرکچیانو خبری چې شپږم پړاویې پای ته ورسیدخورا ډیری هیله مندی او دډاډ وړګڼل کیدی ځکه دخبرو په بهیر کی رابرسیره کیدل چې کدای شی دجمهوری ریاست دټول ټاکنو وړاندې دسولی خبری بریالیتوب ته ورسیږی چې دی ډول څرګندونو په هېوادکی دډیرو هېوادوالو دخوښی څپی راوپارولی او خوښ ښکاریدل چې سوله به رامنځ ته شی او جګړه به پای ومومی. خو آهسته آهسته خبری اوږدمهاله او ځڼډنی شوی چې تردی دمه یې لاپوره جزیېات نه دی رابرسیره شوی. خو جوتیږی چې مخالف وسله وال طالبان دسولی رامنځ ته کیدو ته لیوالتیا نه لری ځکه چې خبری خپلواکه نه بریښی او دنورو دګټو دخودیتوب له پاره داسی غوښتنی او وړاندوینی رابرسیره کوی چې عملی کیدل یې ناشونی ښکاری. دغه راز ټینګار کوی چې ددولت سره مخامخ خبری نه شی کولی او داوربنددرامنځ ته کیدو سره هم مخالفت کوی نو معلومیږی چې دریځ یې سوله یېز نه بلکی جګړیز دی. همدا وجهه ده چې په خبرو کی خڼډونه شتون لری او مخالف وسله وال طالبان غواړی چې دخبرو په اوږدیدو کی دځان له پاره امتیازات ترلاسه کړی او دجګړی داوږدیدو له لاری دغمیزی ټغر خپور وساتی. له دی کبله دسولی خبری بی پایلی او لاس ته راوړنی یې نه ترسترګو کیږی خو هیلی لا مړاوی شوی نه دی ځکه دملی یووالی دحکومت سنجول شوی سوله یېز دریځ به دهغو لارو په لټون کی لاس ته راوړنی ولټوی په کوم کی چې مخالف وسله واله طالبان سولی ته راضی شی ځکه دا مهال نړیوال ددولت سره په اړینو او مهموخبرو مشوره نه شی هیرولی هغوی چې دجګړی دپای ته رسیدو په لارو چارو پوهیږی اړین بولی چې ددولت وړاندوینی په ځیر سره واوری او دهغوی په هکله ژور فکر وکړی.

پوهیږو چې دجګړی بدیل سوله ده خو دسولی همیشنی پایښت او لاس ته راوړنی بایدله پامه ونه غورځول شی چې دی چاری ته رسیدل په مڼډه او بیړه ناشونی دی ځکه دجګړی په ښکیلو غاړو کی دلاسته راوړنو او له لاسه ورکولو رڼی خبری اړینی وی ترڅو وپوهیدل شی چې دجګړی زیان ترکومه دزغم وړ دی او زیانمن کسان کولی شی چې دجګړی په زخمونو دملهم پټی ولګوی نو له دی کبله ویلی شو چې په خبرو کی ګړندیتوب او بیړه به خبری لاټکنی او ستونز منی کړی.

ښه به وی چې په نړیواله کچه دجګړی دملاتړو ترڅنګ سیمه یېز هېوادونه دیوه رښتینتوب له لوری دانسانی زړه سوی له امله  دمرستی عملی لاس را وغزوی او په دی جګړه ځپلی سیمه کی دسولی درامنځته کیدو له پاره عملی ګام پورته کړی ځکه تر ډیره لیدل کیږی چې دځینو هېوادو خبری خوندوری خو موخی یې بیا پیکه ښکاری او دکاسی لاندی نیم کاسه وی غوره ده چې ددوه مخی سیاست څخه لاس واخیستل شی او دیوه رښتینی او ژمن هېوادپه توګه سوله یېزو مرستو ته راودانګل شی.

یقین دی چې هرو مرو به سوله رامنځته کیږی ځکه دجګړی اخیرپای سوله وی خو چې اوږدمهاله شی نو زیان به یې زمونږ دهېوادپه جغرافیه کی پاتی نه شی ځکه جګړیېزی سپرغی چې دراقابو کیدو څخه لری وی هرومرو تری دنورو لمن اور اخلی نو راځی چې دیوی رښتینی او تل پاتی سولی په رامنځته کیدو کی ګډ کار ترسره کړو او ددوه مخی سیاست پرځای رښتینی هڅی چې سوله رامنځته کوی دریغ نه کړو.

هیله مندیو چې دولسمشر محمداشرف غنی سفر چې دکوچنی اختر وروسته به ترسره شی داځل دسولی دلاسته راوړنو ډک سفر وی او مقابل لوری چې دپاکستان نوی واکمنان دی دخپلو تیرو ژمنو ترڅنګ دا ځل درښتینو ژمنو دعملی کیدو له پاره تیاری ونیسی او ددواړو هېوادو اړیکی دیوه دښه ګاونډیانو په څیر دلاس وهنی پرته په نړیوالو اصولو سمبال شی او دواړه هېوادونه چې ترهګریېزه جګړه یې ګواښوی په امان کی پاتی شی که نه نو پاکستان به یوځل بیا دتیر په څیر بی باوره پاتی شی او جګړییزی ستونزی به پایښت ومومی چې ددواړو هېوادو په ګته نه دی.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید