روزنامه ملی انیس

په عباداتو کې حج یوازینی عبادت دی چې هم بدنی او هم مالی حیثیت لری

دنړۍ هر مومن مسلمان باید په دی پوه شی چې دا دنیا رب العالمین دانسانانو د آزموینې له پاره خلق کړیده  پردی اساس هرمسلمان ته ښایی چې په رښتینی توګه دپاک الله‎(ج) عبادت په ښه ډول ترسره کړی او د ژوند په پړاویزو شیبو او مرحلو کې هغو صالحه اعمالو او کړنو ته زړه ښه کړی چې په واقعیت سره دپاک خدای(ج) رضا پری حاصلیږی، په دی لحاظ راځی چې خپل کارونه او عملونه په هغه ډول اجرا کړو چې پاک خدای(ج) په قرآن عظیم الشان او پیغمبر(ص) یی په احادیثو کې په وضاحت سره بیان کړیدی، چې دغو عملونو ته صالحه اعمال وایی، پاک الله(ج) په سوره (الکهف) کې داسی فرمایی: ژباړه: ((داهرڅوک چې دخدای(ج) لوری ته مخ اړوی لازمه ده چې ښه عمل وکړی او له خدای(ج) سره په عبادت کې څوک شریک نه کړی))، په دی لحاظ لکه څنګه چې حج هم داسلام دمبارک دین له پنځو بناوو څخه پنځم رکن دی او په عباداتو کې هم حج یوازینی عبادت دی چې هم بدنی او هم مالی حیثیت لری او حج دخدای(ج) دامر پرځای کولو او دهغه دسپیڅلی ذات درضا دحاصلولو له پاره مسلمانان په ټاکلی وخت او ټاکلو ځایونو کې چې وس یی رسیږی دحج په نیت پیل او د کعبی شریفی په طواف پای ته رسیږی، په داسی حال کې چې احرام به یی تړلی وی او له ټولو سینګارونو څخه به ځان ساتی.

دحج تعریف او حکمونه: دحج لغوی معنا قصد او اراده کول دی.

دحج شرعی معنا: حج په شریعت کې هغه ځانګړی کړنی دی چې په خاصو ځایونو او ځانګړو وختونو کې په ځانګړی ډول اجرا کیږی.

دحج غایه: دحج ادا کولو څخه موخه دخدای تعالی(ج) دفرض عبادت سرته رسول او ادا کول دی  چې په دی سره دپاک خدای(ج) درضا او دده دنعمتونو او ثوابونو حصول راځی.

دحج حکم: پرهر مسلمان چې نارینه وی یا ښځینه په ټول عمرکې یوځل حج فرض دی، چې فرضیت یی په آیت او حدیث سره ثابت شویدی او په نه اجرایی عذاب دی او منکر یی کافردی.

دحج دفرضیت د آیت شریف ژباړه: ((یعنی په خلکو خاص دخدای(ج) له پاره د بیت الله شریف حج فرض شویدی، چې څوک دلاری دورتلو توان او وس ولری))، پردی بنست پاک الله(ج) دی ټولو مسلمانانو ته ددی وس، توان او توفیق ورکړی چې دغه فرض ادا کړی او بیابیا تکراریی هم دمومن مسلمان دګناهونو دپاکیدو، سپیڅلتیا او په غوره حسناتو کې راځی، نو ربالعالمین دی دهر مؤمن مسلمان په نصیب کړی. پیغمبر(ص) دتلبی په باره کط داسی فرمایلی دی:( ای خدای داسی حج می په نصیب کړی چې په کې نه ریا او نه هم چاته ځان ښودل وی) خدای(ج) دی دا ډول عبادت زمونږ په برخه هم کړی ځکه چې شیطان او دهغه فعالی لښکری غواړی چې د انسان نیک نیت او عملونه فاسد او خراب کړی له دی خطرناک شر څخه یوازی په اخلاص سره چې عبادت وکړو خلاصیدای شو، ځکه چې شیطان زمونږ دښمن دی او په مختلفو طریقو سره زمونږ 

دغولولو او تیر ایستلو هڅی کوی ترهغو چې موږ ته زمونږ ناروا اعمال ښایسته راوښیی او له سمی لاری څخه مو واړوی، چې په دی باره کې پاک خدای(ج) داسی فرمایی: ژباړه: ((بی له شکه شیطان ستاسو دښمن دی او تاسی هم هغه په دښمنی ونیسی)) نو مونږ باید دپاک خدای(ج) په امر په خپلو مخلصانه عملونو سره دښمن ته وخت او موقع ورنه کړو چې پرمونږ مسلط شی، بلکی باید قاطع ځواب ورکړو او پرمخ ولاړ شو، دیادونی وړده چې دعرفی په ورځ مومن مسلمان له دوزخ څخه آزادیږی او خدای(ج) دملاییکو په وړاندی پرخپلو بندګانو فخر کوی یعنی بنده ګان یی اهل دخطا او ګناه نه دی او بخښل شویدی، نو مونږ به هم په پوره اخلاص او په بشپړه سپیڅلتیا سره ذکر، استغفار او دعاوی کوو څرنګه چې پیغمبر(ص) فرمایلی دی: ژباړه: (بهتره دعا دعرفی د ورځی دعاده او بهترین جزیی چې ما اوله ما دمخه پیغمبرانو کړیدی، په دی ورځ کې دعاوی قبلیږی. علماوو ددی ورځی په باره کې ویلی دی، که یو حاجی په عرفات باندی مخ په قبله ودریږی   اوله پاک خدای(ج) څخه د ټولو حاجیانو له پاره بخښنه وغواړی پاک الله(ج) یی دعاقبلوی، همدا راز دحج مستحبات کولی شو په لاندی ډول روښانه کړو:

حج ته له ورتلو څخه دمخه دفرضونو خلاصول، حج ته له ورتلو څخه دمخه له یو پوه سړی څخه دحج له پاره مشوره اخیستل، دحج دمقصد کولو په وخت کې سنت دی چې استخاره وکړی، له چا څخه چې مرور یا خفه وی او یا له چا سره چې کومه معامله لری نو له هغو سره دی مسامحه او ښه سلوک وکړی  کوم عبادت لکه: لمونځ، روژه، زکات او نور چې ورڅخه قضا شوی دی دهغو قضایی دی راوړی، له حج څخه په راتلوکې دی ریا او تظاهر نه کوی او شهرت طلبی دی نه غواړی، دحج د اداکولو پرمهال دی حلال مال ولګوی ځکه چې که په حرام مال حج وکړی که څه هم فرض یی ادا کیږی او له ذمی یی دحج فرضیت ساقطیږی خو دحج ثواب یی نه کیږی، دحج په یون کې دصالح او نیک ملګری پیدا کول مستحب دی، دحاجی مخی ته ورتلل او هغه څوک چې دحاجی له حج نه له بیرته راتلو څخه خبر شی او ورشی نو مستحب دی، حج ته چی روانیږی، نو دوه رکعته لمونځ دی وکړی او چې کله په خیر سره بیرته راغی، نو دوه رکعته لمونځ دی بیا هم ادا کړی او بیادی دعاګانی ووایی دغه راز دیادولو وړده زمونږ هغه شمیر هېوادوال چې دغه مبارکه فریضه یی په برخه شوی پاک الله‎(ج) دی دوئ ته توفیق ورکړی چې دمبارک حج د اداکولو ټول شرایط  فرایض، واجبات او مستحبات په ښه توګه ترسره کړی، همدا راز پاک خدای (ج) دی په راتلونکی کې دحج دمبارکې فریضه ادا کول زمونږ په نصیب هم وګرځوی.  

ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید