روزنامه ملی انیس

په سیاسی مذاکراتو کی دفرهنګی میراثونود ساتنی او پالنی تضمین غواړو

د خپل مېنځی جګړو پر مهال  زموږ د هیواد  هرڅه وران او ویجاړ سول  ، د دې ناورین په ترځ کی تاریخی ویاړونواو کلتوری ارزښتونو ته ستر زیانونه واوښتل   . موزیمونه چور سول ، لرغونی سیمی په خپلسریډول وسپړل سوې  ، تاریخی  ودانۍ  یا خپله ونړېدې او یا عمدا ورانی سوې ، د هیواد تاریخی اثار منفجرکړل سوه او په دې ډول نور . له بده مرغه  زموږ د هیواد تاریخی او کلتوری میراثونو ته  د دې ستروزیانونودا  لړۍ لا تر اوسه هم په پر له پسې توګه جاری ساتل سوېده .

یوازی دا ستر زیان نه دئ چی زموږ د هیواد تاریخی او کلتوری ویاړونه یا وران او ویجاړ سول او یا په بهرنیانو وپلورل سول، له دې ها خوا داسی  زیات  زیانونه هم  را اوښتې دې  چی  مخامخ یې لمس او پوهېدل ګران  کار دئ ، د بیلګې په توګه دا شونې نه ده چی د  ورانو سویو اثارو تاریخی ، هنری او کلتوری ارزښت  په خپل پخوانی کېفیت او کمیت بیا تر لاسه کړو . ددې توان نه سو موندلای چی  د لرغونو سیمو څخه  ایستل سوی او بهر سوی توکی بیرته پر خپل ځای هغسی تنظیم کړو چی د علمی څیړنولپاره مرستندویه وګرځی ؛ دا هم نه سو کولای چی د خپلسری  سپړل سوی سیمی  څخه علمی او منطقی  استنباط او نتیجه تر لاسه کړو ؛ یو ستر زیان دا هم دئ چی د خپلسری سپړنو له امله مو د یوشمیر لرغونو سیمو هغه پرله پسې والۍ او علمی اوډنه یا کلتوری طبقې له لاسه ووتل چی زموږ د لرغونی تاریخ  د ښه پوهیدلو او پیژندلو لپاره ورته اړتیا سته او په دې تر تیب نور زیانونه.

د زیانونو د دې لړۍ د بشپړ مخنوی  په نیت د لرغونواثارو او تاریخی میراثو نو لپاره په روانوسیاسی مذاکراتو کی ملی ملاتړ ته اړتیا  سته .  د افغانستان اسلامی جمهوری دولت ، افغان ولس او نړیواله ټولنه او اړوندعلمی – فرهنګی سازمانونه د فرهنګی میراثونود ساتنی لپاره هغه درې  خواوی دی چی د دې کلتوری غمیزی د مخنوۍ لپاره اغیزمن  دی .  یوازی د همدې مثلث په دننه کی پیاوړی تدبیرونه او د هیواد او ولس سره د مینی په روحیه کار او زیار د دې ناورین مخنیوۍ کولای
 سی .

دولت او حکومتی ادارې ،تر ټولو وړاندی د دې ملی ملاتړ د پیل ، پرمخ بیولو او بری ته د رسولو دنده لری ، هغه چاری چی لومړئ باید ورته پام واړول سی هغه د هیواد لپاره د دولت له لوری دملی کلتوری پالیسۍ پر بنسټ د هغو اړینوزمینو برابرول دی  چی د افغانستان د فرهنګی میراثونو د ساتنی او پالنی لپاره اړین ضمانتونه مطرح او افغان ولس ډاډمن کړی.

افغان ولس، دهیواد د کلتوری اثارو او تاریخی ویاړونو د خوندی کولواو پاللو په برخه کی یواغیزمن او ټاکونکۍ اړخ دۍ . د فرهنګی او کلتوری اثارو او تاریخی ویاړنو د پاللو لپاره د ولس هڅونه او پر کلتوری چارواکو د ولس باور پیدا کېدل   پر له پسې ژمنتیا او هراړخیزی سپېڅلتیا ته اړتیا لری. د ولس ملګرتیا هغه وخت شونې ده چی اداره  او ادارې کارکونکی خپل ولس  د ځان له لوری د هرډول کرغیڼو چارو څخه په  پرهیز کولو ډاډ من کړی .

نړیوال فرهنګی سازمانونه ، بل اغیزمن اړخ دۍ . په دې برخه کی د نړیوالو هڅی په دوو لورو کی بشپړه مرسته کولای سی  . لومړئ د نړیوالو تجربو پر بنسټ د نړیوالو کلتوری ادارو او سازمانونو او  دوستو هیوادونو په مرسته  په سیمه ئیزو او نړیوالو مارکېټونو کی د افغانستان د لرغونو او کلتوری اثارو د پلورلو او پېرودلو پر کارو بار قانونی بندیزپلی کول او په اغېزمنه توګه د اړوندو چارو تعقیب او څارل  دی . د داډول هڅو یوه څرګنده بیلګه  د عراق هیواد  د لرغونو او  تاریخی اثارو د مصونیت او ساتنی لپاره نړیوال بندیزونو اعلانول دی چی  د نړۍ په هر برخه کی په پوره غور پلی کیږی  .

دنړیوالو د مرستی دوهم لوری په هیواد کی دننه د علمی او څیړنیزو ادارو او  نړیوالو علمی موسسو خاصتا یونسکو تر منځ  د افغانی کلتور  دودی او پراختیا  په نیت د اړیکو  تنظیم  او د دې تر څنګ په هیواد کی  د اړوندو  کلتوری او علمی ادارو سره مالی   فنی او علمی مرستی دی  ، چی په دې  ډول به په هیواد کی  د خپرونو ، څیړنو او د عامه پوهاوی لپاره  له یوې خوا داړینو تبلیغاتود  ترسره کولو زمینه برابره سی او له بله اړخه به نړیوالی علمی – کلتوری موسسې او سازمانونه خپلو دندو ته د مسولیت په منلو مکلف وګرځی.په داسی حال کی چی یو شمیر نړیوال سازمانونه نه یوازی داچی اغیزمنی چاری نه تر سره کوی بلکی د ناسوبتیا او تنبلی له مخی خپلو دندو ته هم نه رسیږی.

دورستیو کرښو په توګه ،د هیواد په روانو سیاسی او ټولنیزو حالاتو کی د دې دریو اړخونو مکلفیت لا زیاتیږی. د هیواد په هر ډول سیاسی او ټولنیزو مباحثو کی د افغانستان د فرهنګی میراثونو د ساتنی او پالنی لوری ته پام اړول د دریو لوریو نه ځنډیدونکې دنده شمیرل کیږی.

لومړۍ: افغان دولت باید ،د ملی وحیبې په توګه په هر ډول سیاسی او ټولنیزو مذاکرو او مباحثو کی د فرهنګی میراثونو د مصونیت او پالنی لپاره  په جدی اومسولیت مننونکو تضمینونو سره خپل ولس ډاډمن کړی؛

دوهم :ولس هم باید د هیواد فرهنګی میراثونه خپل ملکیت وګڼی او په ساتلو او پاللو کی یی د ډار او بیم پر ته پر خپل وخت او موقع د ساتنی، ملاتړ او دفاع چاری تنظیم کړی؛

دریم : نړیواله ټولنه چی له یوې خوا د بشریت او انسانیت په نوم تعهد لری اوله بله اړخه د نړیوالو قوانینو د احکامو په رڼا کی د هر دول کورنیو او بهرنیو مذاکراتوپه بهیر کی د افغانستان د فرهنګی میراثونو د مصونیت او پالنی ډاډ حاصل کړی .د افغانستان فرهنګی میراثونه په حقیقت کی د نړیوال بشری فرهنګی میراث برخه ګڼل کیږی.

نړیواله ټولنه باید مسؤولانه او د بشری وجدان پر بنسټ خپل دین ادا کړ.

لیکوال : پوهاند محمد رسول باوری

ممکن است شما دوست داشته باشید