روزنامه ملی انیس

په سوله کې به پسرلی څومره خوندور وی

په داسی حال کی چی دیوی خوا دپسرلی ښکلی او زړه راښکونکی موسم په رارسیدو دی دبلی خوا په هیواد کی دسولی له پاره درامنځته کیدو هڅی دډاډ وړ ګڼل شوی او واکمنانو نوی کال دپرمختیا، سوکالی او دسولی درامنځته کیدو کال ګڼلی دی. تمه ده چی دسولی راخپری شوی انګازی عملی بڼه ولری او هیواد دڅوکلنی غمیزی څخه خلاصون ومومی.

پوهیږو چی دڅوکلنی جګړی دپای ته رسیدو په وړاندی ستونزی او خڼډونه شتون لری خو دهواری له پاره یی اړتیا لیدل کیږی چی په کور دننه او بهر همغږی رامنځته شی څو دسولی درامنځته کیدو په هکله مختلفی وړاندوینی او ترلاسه شوی لاس ته راوړنی خوندی پاتی شی او دیوی همیشنی سولی دټینګښت  له پاره په ګډه ګام پورته شی.

همدا اوس په کور دننه دمختلفو سازمانونو اوسیاسی ډلو ټپلو له خوا مختلفی انګازی را خپریږی او هره ډله دیوی ځانګړی غوښتنی له مخی وړاندوینه رابرسیره کوی خو ګټوره به وی چی دیوی اجماع له مخی پروړاندوینو خبری اتروی وشی ترڅو دروانو هڅو نیمګړتیاوی راپوره او دیوه موټیتوب په څیر دسولی په لټون کی ګډه برخه واخیستل شی.

مناسبه ده چی دهیواد په دی نازکو شیبو کی ټول سیاسی ګوندونه او ټولنیز سازمانونه دیوه ګډ تفاهم له مخی وتوانیږی چی ددولت سره په ګډه دسولی په هڅو کی برخه واخلی او دهغو خڼډونو دله مینځه وړلو له پاره په ګډه کار وکړی کوم چی دسولی په وړاندی یې خڼډونه را پیدا کړی. یقینی ده چې د دولت واکمنان دسولی رامنځ ته کیدو ته لومړیتوب ورکړی ځکه دهر پرمختیایې خوځښت له پاره دسولی رامنځ ته کیدل اړین بریښی که سوله نه وی نو د زیاتو بنسټیزو پرمختیایې چارو ترسره کیدل ستونزمن ښکاری نو غوره ګڼل کیږی چې هرهغه څوک چې دهېواد په روان جګړییز بهیر خواشینی وی کولی شی چې دیوه هېواد پالونکی په توګه دناخوالو او ترینګلتیا پرځای په هېواد کې دیوه بل دزغم او په کاری نیمګړتیاو کې درغاونی له پاره دلاس ورغزول خپله هېوادنی دنده وبولی او دیومټیتوب له پاره عملی چاری ترسره کړی خو خواشینوونکی خبره داده چې همدا اوس پرته له دی چې دنیمګړتیاو درغاونی له پاره وړاندوینه ولری نیوکوته لمن وهی او په ستونزو نوری ستونزی ورزیاتوی. 

باوری یو چې هېوادوال به په بی ځایه نیوکو مناسب او پرځای قضاوت وکړی خو وړاندوینه موپردی ده چې پدی وخت کې دځان غوښتنی له پاره دمختلفو لارو څخه کار اخیستل مناسب کارنه ګڼل کیږی ځکه اوس اړتیا لیدل کیږی چې ټولی شخصی، تنظیمی او ګوندی ګټی یوی خوا ته پریښودل شی او هېواد د څوکلنی غمیزی څخه دخلاصون لار په ګډه سره ولټول شی.

څومره خوندور او دخوښی ډک پسرلی به وی چی هیوادوال دهوساینی په فضا کی خپلی شاړی او له جګړی څخه وران شوی ویالی اولښتی دډاډمنی راتلونکی له پاره آباد کړی او دهیواد شاړی شوی ځمکی بیا په پریمانه حاصل راولی. هیله من یو چی دهیواد ټول سیاسیون چی هیوادوالو ته دخدمت کوو له پاره سینه ډبوی او فکر په رښتینی توګه دملی یووالی درامنځته کیدو له پاره هلی ځلی پیل کړی او وروسته په یو موټیټوب سره دهغه دښمن په وړاندی اوسپنیز دیوال جوړکړی کوم چی زموږ په هیواد کی جګړه اوږدوی او دسولی درامنځته کیدو په وړاندی خڼډونه راپیدا کوی که موږ یو شو نو په ډیرو ستونزمنو ستونزو بری ترلاسه کولی شو او دلوی خدای(ج) په مرسته به وران شوی هیواد بیا را جوړ او دپردیو اړتیا څخه به دتل له پاره خلاصون ومومو.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید