روزنامه ملی انیس

په رښتینی  توګه دملی یووالی په رامنځ ته کیدو سره اوسنی ستونزی هواریدای شی

تاریخی پاڼی راښایی چی هیواد دتاریخ په اوږدو کی مختلفی ستونزی ګاللی خو دهواری له پاره یی په ګډه میشتو وګړو مټی رانغښتی او هیواد یی دستونزمنو ستونزو څخه ژغورلی او اوسنی نسل ته یی دیوی ښوونیز زده کړی په توګه راپاتی شوی باید ومنو چی هره کورنی او بهرنی ستونزه پرته دملی یووالی څخه یی دحل لار ناشونی ښکاری نو له دی کبله ټینګار پردی دی چی هیوادوال دتیر په څیر دټولو قومی نژادی اوتنظیمی ګټو څځه په تیریدنی سره دهیواد ملی ګټی په پام کی ونیسی اوهیواد داوسنیو جګړییزو ناخوالو څخه وژغوری لیدل کیږی چی دا مهال په هیواد کی یولړ خپل مینځی ناندری شتون لری چی له کبله یی دلاس وهونکو هیوادو اودهغو دلمسول شویو له پاره دلاس وهنی دروازه پرانیستی پریښی او ددښمنانو دهدفونو دلاس ته راوړنو له پاره یی دلاس وهنی لار هواره کړی ده ډیری کارپوهان په هیواد کی دروان خپل مینځی بی باوری دهیواد په زیان بولی او وړاندوینی کوی چی که دسیاسی ډلو ټپلو خپل مینځی چلند په همدی ډول پایښت ومومی نو اوسنی ستونزی به پرخپل ځای پاتی وی او هیواد به لا دډیرو ستونزو سره مخامخ شی. همدا اوس چی هیواد همیشنی او تل پاتی سولی ته اړتیا لری او په مختلفه بڼه دسولی له پاره هڅی روانی دی دهیواد په دننه کی یولړ ناندریزی خبری چی دسولی په هکله رابرسیره کیږی دسولی رامنځته کیدو سره مرسته نه شی کولی ځکه دسولی توپیریزی وړاندوینی جوتوی چی افغانان په خپلو کی همغږی نه بلکی هر څوک دخپلی خوښی په وړاندوینو سره دسولی په وړاندی غبرګون ښایی مناسبه او پرځای وه چی دتیرو جګړییزو کلونو په اوږدو کی دسولی دطرحی او وړاندوینو په هکله داسی چاری ترسره شوی وی چی دمقابل لوری له پاره دمنلو وړ او دیوه رښتینی ملی یووالی څخه یی استازیتوب کولی شوای. دریغه چی تردی دمه هیڅ ډله ټپله دخپلو تنظیمی او شخصی ګټو څخه نه دی تیر شوی اوپه هره ملی او هیوادنی مسئله کی دخپلو ګټو دخوندیتوب له پاره لاری لټوی نو ځکه زمونږ په هیواد کی ستونزی په خپل وخت نه رغاول کیږی او یوه ستونزه پربله ستونزه وراضافه کیږی. همدا اوس دملی یووالی دحکومت دسوله ییزی طرحی په وړاندی دسیاسی ګوندونو غبرګون راجوتوی چی همغږی شتون نه لری هڅه کیږی چی هرڅوک دخپلی خوښی طرحه په نورو ومنی خو نیوکه پردی ده چی په هیواد کی سیاسی ډلی ټپلی چی دډیرو کلونو راهیسی دسیاسی فعالیت څخه برخمن دی تردی دمه یی دهیواد دروان جګړییز بهیر دراقابو کیدو له پاره دومره هڅی نه دی کړی  لکه چی دخپل واک دترلاسه کولو له پاره یی کړی غوره وه چی دکلونو په اوږده کی له دولتی چارواکو څخه نیولی بیا ترمطرح شخصیتونو پوری ټولو دیوه رښتینی ملی یووالی له پاره په پرله پسی توګه لاری چاری لټولی وی ترڅو دغه ویشل شوی ملی یووالی دتیرو تاریخی کلونو په څیر یوځل بیا رامنځته شوی وی اودیوه اوسپنیز دیوال په توګه ددښمن هر ډول تیری ته یی په خپل وخت ځواب ویلی وی. اوس هم ناوخته نه دی چی دهیواد دروانو ستونز منو جګړییزو ناخوالو دپای ته رسیدو له پاره دهیواد ټول میشت وګړی دیوی رښتینی اجماع له مخی سره لاسونه ورکړی او دعملی ګامونو په پورته کیدو سره دملی یووالی پیوند پیاوړی او دښمن ته دیوه موټی په توګه ځواب ورکوونکی شی. لری نه ده چی که دهیواد مخور او په ټوله کی ټولی سیاسی ډلی ټپلی دتیر په څیر دهیواد روان بهیر سره سرسری چلند وکړی نو دشته ستونزو پرځای به داسی ستونزی رامنځته شی چی دهیڅ یوه له پاره به هوساینه شتون ونه لری. راځی چی دخپلو پلرونو او نیکونو راپاتی شوی میراث سره دکوچنیوالی په څیر لوبی ونه کړو اودهغوی څخه دیوی زده کړی په توګه لومړی په خپلو کی ټولی ناندریزی ګیلی ورغاو او ترڅنګ یی په پوره زغم او حوصله مندی سره یوبل ومنو ترڅو دښمن ته معلومه شی چی افغانان همغږی او دخپلو ملی ګټو څخه یوشان دفاع کوی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید