روزنامه ملی انیس

په دارالامان ماڼۍ کې دهیواد دخپلواکۍ دسلمې کالیزې دنمانځې په درناوی دجمهوررئیس غنی دوینا ترانسکریپټ

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان عظیم ولسه!

نن د افغانستان د ویاړلی استقلال د بېرته ترلاسه کولوسلمه کالیزه ده، دا له افتخاره ډکه ورځ دې ټول افغان ولس او ټولو مشرانو ته چې دلته تشریف لری، مبارک وی.

بدبختانه که صدمین سال‌روز استرداد استقلال کشور تحت شعاع یک فاجعه قرار گرفت، من امروز در رابطه به استقلال و اهمیت غازی امان‌الله خان در راه بدست‌آوردن استقلال کشور، حرف نمی‌زنم. در این رابطه با تلویزیون ملی مصاحبۀ تفصیلی داشتم و به آن اکتفا می‌کنم.

د شانداره نمانځلو څخه هدف دا وو چې ملت او ځوان نسل ته د هیواد پخوانی عظمت تداعی شی او په خپله خاوره او تاریخ افتخار وکړی او د استقلال قدر وکړی، د وطن پرستۍ احساس یې لا پیاوړی شی.

خو زموږ د آزادۍ او خپلواکۍ دښمن زموږ د خلکو دښمن او د دې خاورې دښمن
دا جشن او دا خوشالی نشوای لیدلای
دادښمن زموږ د زړورو وسله والو ځواکونو سره مقابله نشی کولای، دوی زموږ د امنیتی او دفاعی ځواکونو له برکته په هیڅ ډول زموږ
ددغې خوشالۍ مخه نشی نیولای.

خو، له بده مرغه زموږ د وطن دښمن دومره نامرده، دومره بې غیرته او دومره ذلیل او پرېوتی دی چې د واده په مراسمو یې تروریستی برید وکړ. یو کاملا ملکی ځای یې په نښه کړ، ماشومان او ښځې یې په نښه کړې او په ډېر وحشیانه ډول یې زموږ ښاریان په وینو ولمبول.

طالبان با انکار از دست‌داشتن در این حمله از بار ملامتی شانه خالی کرده نمی‌توانند، تهداب این چنین کشتار و قتل‌های بی‌رحمانه را آنان نهاده اند. طالبان بارها این چنین حملات ظالمانه، وحشیانه و بی‌رحمانه را در مساجد، مکاتب و اماکن عامه انجام داده اند و مسئولیت آن را نیز به دوش گرفته اند.

د طالبانو او نورو تروریستانو وحشتونه د ټول ولس په حافظه کې ثبت دی، د بې دفاع وګړو د تلفاتو اصلی مسولین طالبان دی او نورو تروریستی ډلو ته هم طالبانو د فعالیت بستر او زمینه برابره کړې ده.

خواهران و برادران عزیز!

ما بخاطر احترام قایل‌شدن به قربانی‌های حملۀ تروریستی کابل، بزرگداشت از صدمین سالروز استرداد استقلال کشور را به تعویق انداختیم. دشمن با ریختاندن خون افراد ملکی، این مراسم را به تعویق انداخت.

اما! ما انتقام این حمله و حملات دیگر را حتماً می‌گیریم. ما انتقام قتل عام شهروندان و هر قطره خون مردم بیگناه خود را می‌گیریم.

موږ به دا غچ په دوه ډوله اخلو.

اول، موږ به خپل امنیتی او دفاعی ځواکونه نمانځو او نن دا ټول دحربی اکاډمۍ محصلین چې دلته ولاړ دی د افغانستان د ساتونکو په حیث باندې ورته احترام کوو او مننه ورنه کوو. د هغوی قدردانی به کوو، چې د خپلو وینو په بدل کې زموږ له استقلال او ملی بیرغ څخه دفاع کوی.

له امنیتی او دفاعی ځواکونو څخه ملاتړ زما په شمول د هر افغان ملی فریضه ده.د افغانستان دښمنانو او تروریستانو ته به زموږ د ولس تر ټولو مناسب ځواب او غچ دا وی چې، د خپلو امنیتی او دفاعی ځواکونو قدر وکړو.موږ به خپل ملی امنیتی ځواکونه چې د وحشی تروریستانو په ضد مبارزه کوی او زموږ ویاړلی بیرغ یې رپانده ساتلی دی، په سرلوړۍ سره نمانځو.

دوم، تعهد ما این‌است که لانه‌های داعش را چه در شرق باشند، چه در شمال و یا در مرکز، ریشه‌کن و نابود می‌سازیم.درست همانطوری که در ننگرهار نشان دادیم، آنان مورد هیچ‌گونه ترحم قرار نمی‌گیرند و مبارزۀ ما با شدت در مقابل داعش دوام خواهد داشت.

غچ به خامخا اخلو، او د دوی رېښې به باسو.

تاسې ولیدل چې عام ولس طالبانو ته په رسنیو کې پېغور ورکاوه، زه هم عامو افغانانو سره ځان شریک بولم او طالبانو ته وایم که د بهرنیو عسکرو د وتلو په هکله ستاسو ادعا رېښتیا وی، نو بیا ولی د استقلال ورځ ردوئ؟ کوم افغان د افغانستان استقلال ردوی؟ کوم افغان د افغانستان په استقلال باندې ویاړ نه کوی؟

طالبه! که افغان یې د افغان په وینه ودرېږه، کنه موږ سره په دې خاوره کې شریک نه یې.

موږ منلی یې چې باید سیاسی لارې د حل ته ورسېږو او سولې ته ورسېږو. اما ته انتخاب وکړه چې افغان یې یا د پردی د لاس وسیله.

د غچ اخیستو له ارادې سره په ولس کې خوځښت او حرکت راځی، موږ ټول په قوت سره کار کوو، موږ ټول بشپړ تعهد لرو او اراده لرو او تصمیم نیسو چې د ولسواکۍ دغه حرکت به د تروریزم په ضد، په یو ملی خوځښت بدلېږی.

له ټول ولس څخه غواړم که ستاسو په کور، کلی، ناحیه، ګذر د کار په محیط او اداره کې د داعشی افکارو عناصر موجود وی، نو افشا یې کړئ. د افشا کولو یوه ملی پروسه باید پیل شی او په دغه پروسه کې د امنیتی او کشفی ارګانونو تعلل او غفلت د منلو نه دی. د افشاګرۍ هره قضیه باید جدی تعقیب او عاجل اقدام وشی.

همان‌طوری که غازی امان‌الله خان در روز اعلان استقلال کشور، شمشیرش را از نیام بیرون کرد و نیام را بشکست، حالا زمان آن رسیده است تا در صدمین سال‌روز استراداد استقلال کشور، ملت شمشیرش را علیه هیولای تروریزم بیرون کند و علیه آن مبارزه نماید.

ګورئ!

دښمن غواړی زموږ ملی بیرغ تور کړی، موږ د خپل درې رنګه بیرغ او ملی سمبول د استحکام څخه په پوره قوت دفاع کوو.

من امروز یکجا با ملت به گلیم غم نشسته‌ایم، با جدیت تعهد می‌کنم که داعش و تروریستان را ریشه‌کن می‌نماییم و حامیان آنان را همین‌گونه به گلیم غم می‌نشانیم.

د افغانستان قهرمان ولسه!

تېرو کلونو کې د طالبانو او د مختلفو تروریستی ډلو اکثریت مشران د ډیورنډ کرښې په شرقی او جنوبی څنډو کې وژل شوی دی. دا زموږ ادعا ثابتوی چې د جنګ منشا او ځالې د ډیورنډ کرښې هاغه خواته دی.

زه د ډیورنډ کرښې د هاغه غاړې ولسونه چې ډېر بشرپاله او سوله غوښتونکی انسانان دی، خو په عین زمان کې د جنګ او تروریزم قربانیان او یرغمل دی، په دوی غږ کوم!

په دوی غږ کوم چې، د هر میکانیزم له لارې چې دوی کولای شی په سیمه کې د تاوتریخوالی د تولید مرکزونه، ادرسونه او د روزنې مرکزونه په نښه کړی او ټولې نړۍ ته یې افشا کړی، ترڅو زمونږ له دغې برحقه داعېی ټوله نړۍ خبره شی.

جامعه جهانی نباید در مقابل این‌گونه اعمال وحشیانه و ضد بشریت خاموشی اختیار کند، بلکه آنان باید بخاطر ردیابی لانه‌های تروریستان و محکوم‌‌کردن اعمال آنان، در کنار افغان‌ها بایستند.

زمونږ جنګ د بشریت د دښمنانو سره جنګ دی، دا باید ټولې نړۍ ته واضح شی چې، افغان ولس یوازې د خپل استقلال څخه دفاع نه کوی، بلکې د ټول بشریت له بقا څخه دفاع کوی.د نړۍ هیڅ قوت افغان ولس نشی محوه کولی!

څو چې دا ځمکه آسمان وی

څو چې ژوند په دې جهان وی

تل به دا افغانستان وی

تل به دا افغانستان وی

یشه سن افغانستان

زنده باد افغانستان

پاینده باد قوای امنیتی و دفاعی ما

ممکن است شما دوست داشته باشید