جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
سید غفور احمد (جاوید) د ستراتیژیکو اړیکو او د ملی دفاع وزارت ویاند د وروستی امنیتی وضعیت په تړاو خاصتاً د خاص ارزګان او د غزنی د جاغوری او مالستان ولسوایو چی په دی وروستی اوونی کی د مخالفو وسله والو تر بریدونو لاندی دی او زیات شمیر اوسیدونکی د جګړییز ګواښ له امله بی ځایه شوی چی په تیرو ۱۷ کلونو کی دا لومړی ځل دی چی طالبان د غزنی د مالستان او جاغوری په ګډون پر هزاره میشتو بریدونه کوی له همدی امله د دوشنبی په ورځ ګڼ شمیر هیوادوالو د پراخ لاریون په ترسره کولو له حکومت څخه غوښتنه وکړه تر څو ځمکنی او هوایی بریدونه ترسره کړی د روانو پوځی عملیاتو د ترسره کولو په هکله د انیس د ورځپاڼی خبریاله ته د یوی مرکی په ترڅ کی داسی وویل:
لومړی دا چی د غزنی د مالستان او جاغوری ولسوالیو امنیتی وضعیت اوس د افغان امنیتی ځواکونو تر کنترول لاندی دی او د وسله والو طالبانو د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره ځانګړی ځواکونه هم سیمی ته استول شوی دی.جاوید زیاته کړه: تیره ورځ مازدیګر موږ جاغوری ته په شبږو پروازونو کی ځانګری سرتیری او د ډاکتر شاه جهان په مشری یو پلاوی هم واستاوه په دی اضافی سرتیرو کی د ملی امنیت همدارنګه د افغان کمانډو ځانګری ځواکونه شامل دی. پرون ورځ د افغانستان د ملی اردو لوی درستیز خپله سیمی ته لاړه ترڅو هلته به د جګړی قومانده خپله په غاړه واخلی. او هغه ګواښونه چی هلته دی څیړنی او د له منځه وړوله پاره لازم تدابیر ونیول شی. هلته د هوایی ځواکونو بمباری په ګډون ځمکنی عملیات دوام لری ترڅو وکولای شو هغه اندیښنی چی خلکو سره دی په بشپړه توګه له منځه لاړی شی.
تر دی دمه د هوایی او ځمکنی ځواکونو ګډ عملیات ښی لاسته راوړنی لری چی تر شلو زیات شمیر تروریستانو له منځه تللی او درنه مرګ ژوبله دښمن ته ور اوښتی ده.
اوس وضعیت د امنیتی او دفاعی ځواکونو تر کنترول لاندی دی. ددی ترڅنګه په یو شمیر نورو ولایتونو کی ستونزی لرو او جګړی روان دی ځانګړی پاملرنه او ځواکونو استوو. فراه ولایت ته تازه دمی او ځانګړی ځواکونه ور رسیدلی چی قومانده یی د ظفر قول اردو قوماندان په لاس کی ده هلته به ټولی ستونزی وڅیړل شی او هغه اقدامات چی لازم دی ترسره کیږی.د ملی دفاع وزارت ویاندی د روسیی د ځانګړی استازی
د ضمیر کابلوف دا ادعاوی چی
د افغانستان ۶۰ سلنه خاوره د طالبانو تر حاکمیت لاندی ده رد کړه وی ویل:
دا چی مونږ وکولای شول ۳۴۱ ولسوالیو کی پارلمانی تاکڼی ترسره کړو د همدی ښکارندوی ده چی د هیواد تر کومه ډیره برخه چی هغه افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو او حکومت تر کنترول لاندی ده یواځی چی مونږ ۱۱۹ ولسوالیو کی ونه کړای شول چی ټاکنی ترسره کړو دا چی موږ په ۳۴۱ ولسوالیو کی ټاکنی ترسره کولو نو د هیواد ۶۰ سلنه خاوره څنګه د وسله والو طالبانو په لاس کی ده څنګه چی د وسله والو طالبانو کومی ستراتیژیکی سیمی په لاس کی نلری د کابلوف دا ډول ادعاوی بی اساسه او بی بنسټه دی. ځکه چی طالبان هیڅ کوم لوی ښار او ستراتیژیک موقعیتونه په لاس کی نلری.
همدا راز د ملی دفاع وزارت ویاند دخپلو ژمنی عملیاتو د پلان په هکله داسی وویل:د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو خپل تصفیوی او تهاجمی عملیاتو ته ادامه ورکوی که په ژمی کی وی یا اوړی او یا په هر موسم کی وی ددی لپاره هم ځانګړی آمادګی نیول شوی تر څو مونږ مخکی د مخه د واوری له وریدو او سړیدو او د موسم خرابیدو مخکی هغه نقطی چی هوا ډیره سړیږی خپل امنیتی او دفاعی ځواکونوته مرستی او اړتیاوی ورورسوو.
حامده صدیقی