روزنامه ملی انیس

په اقتصادی برخه کی د حکومت لاسته راوړنی

۵-خصوصی سکتور او له کورنیو تولیداتو ملاتړ: د عامه یا دولتی سکتورونو په څنګ کی خصوصی سکتور او د هغه فعالیت ډیر مهم دی، د تولیداتو په برخه کی، د دولت سره په څنګ کی د کار قوې لپاره کار برابرول او ځینی نور مهمو برخوکی د خصوصی سکتور ارزښت، د خصوصی سکتور تقویه کول  او ورسره د اړیکو نیږدې ساتل او سهولتونه ایجادول په هیواد کی د اقتصادی ودی او پرمختګ د عواملو څخه دی.

حکومت هم د خصوصی سکتور دا ارزښت درک کړیدی نو ځکه د خصوصی سکتور او د عامه خصوصی ګډون تطبیق په تیرو
 ۴ کلونو کی د حکومت له نورو لومړیتوبونو او اقتصادی پروګرامونو څخه ګڼل کیږی، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت
د وزیر فیض الله ذکی په وینا  چی  د شهید  سردار محمد داود خان د واکمنۍ څخه وروسته هیڅ حکومت پدې نه دی توانیدلی چی د خصوصی سکتور سره نږدې روابط ولری، دا لومړی ځل دی چی د ملی وحدت حکومت د خصوصی سکتور سره دومره نیږدې اړیکی لری. د خصوصی سکتور د وضعیت د ښه کیدو په برخه کی ډیری هڅی شوی دی او ښې لاسته راوړنی هم لری
:

  • د تولیدی فابریکو پر خامو توکو د تعرفې کمولو په موخه له کورنیو تولیداتو د حمایوی تعرفې د طرزالعمل د طرحې تصویب.
  • د اقتصاد عالی شورا له لوری د عامه او خصوصی مشارکت چوکاټ جوړولو طرحې تائید.
  • د عامه او خصوصی مشارکت قانون توشیح او تنفیذ.
  • په تدارکاتو کی کورنیو تولیداتو ته ۲۵ سلنه ترجیح ورکول.
  • په کابینې کی د سوداګریزو شاخصونو پلان منل.
  • له پانګونی د ملاتړ قانون تصویب.
  • او د کورنیو صنایعو د ساتنی قانون تصویب.

دا پورته موارد هغه څه دی چی په تیرو ۴ کلونو کی د صنعت
د ودی لامل ګرځیدلی دی.
د نړیوال بانک د راپور له مخی
د صنایعو سکتور په
۱۳۹۴ کال کی وده کړې، داسی چی ددغه سکتور ونډه د کورنیو ناخالصو تولیداتو په برخه کی په ۱۳۹۴ کال کی
۲،۴ سلنه او په ۱۳۹۵ کال کی ۴،۵ سلنی ته لوړه شوې ده.

۶- د نړیوالو مرستو جلب او جذب: تر اوسه لا افغانستان په اقتصادی برخه کی تردې حده ندی رسیدلی چی خپله ټوله بودیجه او مصارف له کورنیو عایداتی سرچینو څخه تمویل او پوره کړی او ددې کورنیو عایداتی سرچینو د لګښتونو او بودیجې په برابرولو کی محدودیت، حکومت مجبوره کړی چی له بیلابیلو نړیوالو سرچینو په خاصه توګه له هغه هیوادونو څخه چی په اقتصادی لحاظه په ځان بسیا او پرمختللی دی مرستی ترلاسه کړی.
د افغانستان د
۱۳۹۸ کال بودیجه ۴۹ سلنه له خپلی کورنی عایداتی سرچینو څخه او ۵۱ سلنه چی نیمایی بودیجه کیږی لا هم له نړیوالو مرستو برابره شوه.

د بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو په برخه کی اړین اقدامات او د مناسبو پالیسیو تدوین لکه مالی او اداری اصلاحات او مناسب بهرنی سیاست ددې لامل شو، چی حکومت وکولای شوای چی له نړیوالی ټولنی پراخ مالی ملاتړ جذب کړی.

حکومت د خپلو هغو کوښښونو په لړ کی چی له نړیوالو مرستی جلب کړی، د وارسا او بروکسل په کنفرانسونو کی وتوانیدی چی د نړیوالی ټولنی ۳۰ میلیارده مالی مرسته ترلاسه کړی همدارنګه په بروکسل کی تر ۲۰۲۰ م کال پوری د کال ۵ میلیارده ډالر او په بروکسل کنفرانس کی تر ۲۰۲۰ م کال پوری د ۱۵،۲۵۴ میلیارده ډالرو د ورکړی ژمنی وشوې.

ب-کرنه او مالداری

کرنه هم د ناخالصو کورنیو تولیداتو یوه مهمه برخه جوړوی خو بدبختانه چی د اورښتونو کموالی او په تیرو دروو کلونو کی د طبیعی آفتونو له وجی د کرنیزو محصولاتو کچه شاوخوا ۱۴،۲ سلنه راکمه شوې او دې د هیواد پر اقتصادی وضعیت سخت منفی تاثیر کړی دی.

کرنه پر نورو اقتصادی اړخونو سخت تاثیر لری ځکه له نورو اقتصادی اړخونو سره قوی اړیکی لری، پدې خاطر چی ۹۰ سلنه تولیدی صنایع په کرنیزو محصولاتو پوری تړلی دی نو که چیری کرنیز تولیدات او کرنیزی ځمکی ډیری شی په هغه اندازه به اقتصادی وده ډیره او چټکه شی اوتر څنګ به یې ډیر کاری فرصتونه هم ورسره رامنځته شی.

له ۱۳۹۳ تر ۱۳۹۵ پوری د کرنی او مالداری په سکتور کی ۲،۲۵ میلیونو کسانو ته کاری فرصتونه پیداشوی دی، د کرنی وزارت د شمیرو له مخی دا مهال د بازار د اړتیا څه باندی۲۲ سلنه له کورنیو کرنیزو محصولاتو تامنیږی.

په ۱۳۹۵ کال کی د تازه میوې صادرات ۶۹،۴ میلیونه ډالر او د وچې میوې د ۱۸۲،۴ میلیونه ډالرو په اندازه ؤ، په ۱۳۹۶ کی
دا شمېرې په ترتیب
۱۳۹،۵ او ۲۷۳،۴ میلیونه ډالرو ته لوړی شوی دی.

لدې سره سره چی د غلو دانو په برخه کی د اورښتونو د کموالی له امله د کرنی سکتور منفی وده درلوده، خو ځینو برخو یې صعودی وده هم لرله، چی هغه پدې ډول دی.

۱– د زعفرانو تولید او سوداګری: زعفران د افغانستان په اقتصادی سیاست کی یو کلیدی کرنیز محصول ګڼل کیږی، چی کولای شی ثابت اقتصادی او کاری بوختیا رامنځته کړی له همدې امله ددغه محصول د ودی لپاره زیات کار شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید