روزنامه ملی انیس

په افغانستان کې د سولی په تأمین کې دطالبانو ترڅنګ تر ټولو لوی خڼډ پاکستان دی

له بده مرغه طالبان دپخوا په شان په جګړه ټینګار کوی او جنګ ته یی دوام ورکړی که څه هم په طالبانو کې داسی ډلی هم شته چی دجنګ ددوام سره جوړ او سازګار نه دی خو پاکستان او دسیمی ځینی هېوادونه چی خپلی ګټی او اهداف دجنګ به دوام کې ګوری طالبان دی ته نه پریږدی چی دافغان حکومت سره دسولی خبرو او مذاکرو ته کښینی.

دلته زمونږ دبحث موضوع په نړیوالی ټولنی په تیره بیا دامریکا دمتحده ایالاتو دیوی لوړ پوړی دیپلوماتی ایلس ویلز په سفر باندی ده چی داسلام آباد دچارواکو سره یی دافغانستان دسولی په اړوند تر سره کړی او دافغانستان دجګړییزی سوله یزی په حل یی ټینګار کړی.

دروان ۱۳۹۷ کال دچنګاښ پر ۱۳ مه دامریکا دمتحده ایالاتو دبهرنیوچارو دوزارت مرستیالی ایلس ویلز په اسلام آباد کې دپوځ له مشر قمرباجوه او دبهرنیوچارو دمرستیالی وزیری تهمینی جنجوعه سره په کتنه کې دافغانستان دسولی په اړوند هر اړخیزی خبری کړی دی.

د جنوبی آسیا لپاره دامریکا داعلام شوی ټګلاری پر اساس میرمن ویلز ویلی: چی پاکستان په افغانستان کې دروان جګړه په سوله ییزه توګه پای ته رسولو کې مهم رول لوبولی شی.

نوموړی اسلام آباد ته دټګ نه مخکې هم په کابل کې ویلی و: چی په افغانستان کې دسولی دخبرو پیل کېدو په وړاندی ترټولو لوی خڼډ او چلینج طالبان دی چی دافغانستان څخه دباندی په پاکستان کې اوسیږی او دی هېواد ورته په خپلی خاوره کې پناه ورکړی چی له بده مرغه پاکستان تر اوسه هم دترویستان تر اوسه هم دتروریستانو او تروریستی ډلو په خپلو کې هیڅ ډول مرسته نه ده کړی.

میرمن ویلز داهم ویلی: چی دامریکا متحده ایالات هیله لری چی پاکستان دحقانی دتروریستی شبکې او نورو تروریستی ډلو په وړاندی جدی ګامونه پوره کړی.

پوره باور دی که دامریکا متحده ایالات، نړیواله ټولنه اوروپایی اتحادیه او نور نړیوال سازمانونه په افغانستان کې په صادقانه او رښتینی توګه په طالبانو او ددی دملاتړ کوونکې هېواد پاکستان لازم فشار راوړی او په خپله خاوره کې د طالبانو او نورو تروریستی ډلو پټن ځایونه له منځه یوسی دمالی او لوژستیکې ملاتړ څخه یی لاس واخلی نو نه یوازی په افغانستان کې به تروریستی او استخباراتی جنګ پای ته ورسیږی، بلکې دیو سوله ییز حل لپاره به یی هم لاره هواره او په افغانستان کې به په واقعی معنا تلپاتی او همیشنی سوله تأمین شی.

ناصرشاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید