روزنامه ملی انیس

په افغانستان کی روانه جګړه حرام او ځانمرګی بریدونه هم هیڅ شرعی جوازنه لری

داچی کابو دری نیمی لسیزی بدمرغه تپل شوی جګړه په افغانستان کی روانه ده او افغان مظلوم ولس یی هم له دوام څخه ډیرپه تنګ او ستومانه شوی دی نو بالآخره ددغی جګړی د څرنګوالی په هکله تر(۲۰۰۰) څخه ډیر افغان دینی عالمان دروان لمریز کال د غبرږولی میاشت په څوارلسمه نیټه په کابل کی راټول شوی وو او په افغانستان کی یی د روانی جګړی په اړه فتوا صادره کړه ، په دغه فتوا کی د یوشمیر آیتونو او حدیثونو پربنسټ ویل شوی ، په افغانستان کی روانه جګړه ناروا ده او هیڅ شرعی دلیل نه لری دافغانستان عالمانو د سرتاسری شورا غړی خدابخش محسنی  چی د عالمانو فتوایی لوستله داسی ویلی دی: موږ په افغانستان کی د جګړی د ژر تر ژره دریدو له پاره فتوا ورکوو او زمونږ خبری دولت او هغوکسانو ته راجع دی چی له مودو  د دولت پروړاندی جګړه کوی ، ځانمرګی بریدونه په اسلام کی حرام دی اوله کبیره ګناهونو څځه ګڼل کیږی ، په فتواکی په کلکه غوښتل شوی چی مسئول بنسټونه باید په رسنیو او ټولنیزو شبکو کی د تفرقی خپرولو مخنیوی وکړی او دبیان له آزادی  دی د ناوړه استفادی مخه ونیسی دافغانستان د دینی عالمانو په فتوا کی له اسلامی نړی څخه هم غوښتل شوی چی د دوی له فتوا ملاتړ وکړی او په افغانستان کی  دجګړی د پای ته رسولو  په چاره کی مرسته وکړی. همداراز دیادونی وړ ده چی دکابل د پولیتخنیک د لویی جرګی په تالار کی راټولو شویو دینی عالمانو په افغانستان کی هرډول ترهګریزو او ځانمرګی  بریدونه ، روانه تپل شوی جکړه ، وژنی او دافغان  مسلمه امت په منځ کی د ژبی ، سمت ، ډلی او قوم ترمنځ هرډول تفرقی اچول د اسلام خلاف او ناروا  او حرام اعمال بللی دی ، دغو دینی عالمانو چی د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه را ټول شوی وو په یوه غږ ویلی چی افغانستان اسلامی جمهوریت دی او له ۹۹سلنی  ډیر خلک یی مسلمانان دی او اساسی قانون یی دسیمی په کچه ترټولو ډیر اسلامی  دی ، نو پروړاندی یی وسله واله مبارزه او دجهاد  ترنامه لاندی کړنی هیڅ راز شرعی  جواز نه لری  هغوی همدارنګه په ډاګه کړی چی  حکومت او طالبان باید دسولی خبرو ته کښینی  او روان ناورین ته دپای ټکی کیږدی،  دغه راز دینی  عالمانو په زغرده ویلی چی په اسلام کی انتحار او انفجار هیڅ ډول شرعی اساس

 نه لری  نو پر همدغه دلیل ټول ځانمرګی بریدونه ، ترور ، لاری شکونی او ویره اچونه په قطعی  توګه حرام دی،  ترسره کول تمویلول او ورسره مرسته کول یی  ناروا او غیر شرعی دی او دغه راز هرهغه څوک چی سولی ته غاړه نه ږدی  دالله (ج) د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پروړاندی  مسئول او په ښکاره توګه
 دالله تعالی له اوامرو سرغړونه  کوی ، همداشان دینی عالمانو یوځل بیا د ملی یووالی  پرټینګښت  تمرکز کړی او زیاته کړی یی ده چی د مسلمانانو  ترمنځ د قوم ، ژبی اومذهب  پربنسټ  هرډول  نفاق ، تعصب  تبعیض او ورته کړنی  داسلام مبین دین له اساساتو سره مغایرت لری او عاملین یی له اسلامی احکامو  سرغړوونکی او د سزاوړګڼل کیږی .

ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید