روزنامه ملی انیس

پرګواښ او ویری اچونی سوله نه شی رامنځته کیدای

په هیواد کی داوږد مهاله جګړی دپای ته رسیدو له پاره راټوکیدلی هیلی له همغه وخت راهیسی چی دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولی خبری پیل شوی دډاډ وړ نه ګڼل کیدی ځکه دسوله ییزو خبرو پیل دیوه لڼډ مهاله او یا اوږدمهاله اوربند دخبرو سره مل وی ترڅو دخبرو ددواړو غاړو په نیت کی نرموالی او باور رامنځته شی خو مخالفو وسله والو طالبانو په دوحه کی دلومړی پړاو دخبرو په پیل کیدو سره سم پوځی بریدونه زیات کړل هڅه یی وکړه چی دهیواد په مختلفو سیمو کی دګواښ او ویری اچونی لمن پراخه او دمرګ ژوبلی کچه لوړه کړی ترڅو په خبرو اترو کی ځان قوی وښایی او زیات امتیاز ترلاسه کړی. خو دملی وسله وال پوځ سرښندونکو سرتیرو چی دتیری کوونکو دبریدونو په وړاندی دښه او مناسب تیاری څخه برخمن و وتوانیدل دمخالفو وسله والو طالبانو بریدونه یی په شاه وتمبول او په هیڅ یوه برید کی یی لاس ته راوړنی ترلاسه نه کړی افغان دولت مشرتابه چی دتیری کوونکو مخالفو وسله والو طالبانو تیری کوونکی پوځی هڅی ولیدی وړاندوینه یی درلوده چی هیڅ پوځی ځواک چی په دولت دپوځی لاری فشار راوړی برلاسی به ونه مومی چی امتیاز ترلاسه کړی او یا ځان ته دراټولیدو له پاره کومه ستراتیژیکه سیمه ونیسی ځکه افغان پوځ دولسمشر دلاروښونی له مخی دی ته تیار دی چی دهیواد دملی ګټو دخوندیتوب له پاره لازمی هڅی ترسره کړی او هرهغه څوک چی دویری اچونی له لاری خپلی ناوړه موخی زمونږ پرهیوادوالو ورتپی په وړاندی به یی غوڅ غبرګون وښودل شی.

همدا وجه وه چی دهیواد هغه سیمی چی دتیری کوونکو دسخت ګواښ سره مخامخ وی دملی وسله وال پوځ له خوا چاڼیز عملیات پیل شول او زیاتی سیمی دتیری کوونکو څخه پاکی شوی. دغه راز دطالبانو وروستی او پراخی حملی چی دکندز، بغلان او فراه په ولایتونو کی پلان شوی وی دملی وسله وال پوځ دمقاومت سره مخامخ شوی او په پای کی مخالفو وسله والو طالبانو ته دومره تاوان ورورسید چی زغم به یی ناشونی وی ځکه دملی وسله وال پوځ په متقابلو پوځی عملیاتو کی دمخالفو وسله والو طالبانو ډیر مهم قوماندانان دخپلو افرادو سره وژل شوی او یا ټپیان شوی دی نو له دی امله یی داوږدمهاله مقاومت څخه لاس واخیستل او دسیمی پریښودوته اړ شول په زیاتو سیمو کی مخالف وسله وال طالبان په دی نه دی توانیدلی چی دجګړی له ډګره څخه خپل ټپیان او یا مړی له ځان سره وتښتوی. ملی وسله وال پوځ چی ددولت دکړنلاری له مخی ژمن و چی دسولی درامنځته کیدو او ټینګښت له پاره تیاری ونیسی خو ترڅنګ یی دی ته هم پاملرنه را ګرځولی چی جګړه کوونکو ته په جګړه ځواب وویل شی، ځکه هر هغه څوک چی دافغانستان دورانی او یا دافغانانو دمرګ ژوبلی له پاره په جګړه ټینګار کوی هغوی ته به میړنی سرتیری په جګړه ځواب ووایی خو وړاندوینه یی پردی وی چی که څوک دجګړی څخه لاس اخلی او دنور وافغانانو په څیر دهیواد په آبادی او بیا رغاونه کی برخه اخلی دهغوی له پاره دروغی جوړی دروازی پرانستی دی کولی شی په خپل کور کلی کې دنورو کلیوالو په څیر ژوند وکړی او دیوه هوسا ژوند څخه برخمن شی.

دملی وسله وال پوځ هېواد پالنونکی سرتیری چې دا مهال یې یرغلیز پوځی عملیات پیل کړی د زیاتو لاس ته راوړنو سره مل دی همدا اوس په نیږدی څو ورځوکې دبدخشان په ولایت کې دری ولسوالی چې مخالف وسله والو طالبانو په واک کې وی د طالبانو له واک وویستی او دهېواد ملی بیرغ چې تور، سور او شین رنګ لری پرهره ولسوالی وځاړ اوه او دملی حاکمیت لمن یې پراخه کړه هلته چې دسرو زرو او نورو قیامی ډبروکانونه شته مخالف وسله وال به په دی ونه توانیږی چې ددغو کانونو په را ایستلو سره خپل جنګی ماشین فعال وساتی د راپورونو له مخی دیوی اوونی جګړییزو هڅو په نتیجه کې ملی وسله وال پوځ سرتیری په دی بریالی شول چې دښمن ته سخت زیات تاوان ور ورسوی او له پښو یې وغورځوی ترڅو ددی توان پیدا نکړی چې بیا دکران او منجان ولسوالی اوسیدونکی دطالبانو دکواښ سره مخامخ شی. په همدی توګه دملی وسله وال پوځ دچاڼیز عملیات روان دی ترڅو دکندز او بغلان په شاوخوا کې دتیری کوونکو برید ګرو پټن ځایونه پیدا اوترهغه یې ولټوی چې ریښی یې له منځه ولاړی شی.

ډیری هېوادوال پوهیږی چې دهېواد روانه جګړییزه ستونزوه په جګړه نه حل کیږی خوهر هغه څوک چې دجګړی له لاری واک ته رسیدل غواړی په جګړه به واک ترلاسه نه کړی او د افغانانو دمرګ  ژوبلی ترڅنګ به بیا را روغ شوی هېواد په کڼډواله بدل کړی خو بری به ترلاسه نه کړی افغانان هیڅکله یوبل ته په ګواښ او ویری اچونی نه تسلیمیږی د افغانانو ترمنځ یوازی او یوازی خبری اتری کولی شی چې جوړ جاړی راولی او څوکلنی جګړی ته په بین الافغانی خبروکې دحل لار ولټوی نه په جګړه کې.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید