روزنامه ملی انیس

پرله پسی پوځی عملیات به دښمن د‌ماتی سره مخامخ کړی

د هېواد د ځمکنی بپړتیا او ملی ګټو د خوندیتوب له پاره د ملی وسله وال پوځ پیاوړتیا او غښتلتوب اړین دی نو ځکه د ملی یووالی د حکومت مشرتوب په خپلو کاری لومړیتوبونو کی خپله پاملرنه د ملی وسله وال پوځ نیمګړتیاوته راګرځولی هڅه کوی چی د مختلفو لارو په لټون سره تشی راډکی او پوځی سمبالښت یې ښی لاس ته رواړنی ولری. همدا وجهه وه چی د یو لړ کادری او مسلکی اصلاحاتو له مخی خورا ښی چاری سمبال شوی ترڅو پوځ د مدیریتی ځواکمنتیا څخه برخمن او د چارو غوره او مناسب چاپیریال رامنځ ته شی. همدا اوس د خدای(ج) په مرسته او د خلکو په ملاتړ د هېواد او خلکو د دښمنانو غټی او ناوړه دسیسی خنثی شوی او په ډیرو جګړیېزو بریدونوکی د زیات مرګ ژوبلی سره مخامخ شوی دی ځکه مخالفو وسله والو طالبانو تمه درلوده چی د بهرنیو پوځی ځواکونو په وتو سره به پوځی بریدونه زیات کړی ترڅو خپلی ناوړه موخی ته ورسیږی. خو مخامخ وسله وال طالبان په دی ناوړه بریدونوکی ناکام پاتی شول او په هیڅ مخالف جګړیېز بریدکی یې لاس ته راوړنی ترلاسه نه کړی. دغه راز د نوی کال په بهیر کی د الفتح په نامه د مخالفو وسلوالو طالبانو جګړیېز عملیات چی د هېوادوالو ترڅنګ د نړیوالو د سخت غبرګون سره مخامخ شول ونه شوای کړای چی د ملی وسله وال پوځ په مقابل کی جګړه وکړی او یا د جګړی له لاری کومه ستراتیژیکه نقطه ونیسی. یوازی او یوازی غلچکی بریدونه چی هغه هم د سخت مقاومت سره مخامخ شوی نور څه یې ترلاسه شوی نه دی. نو له دی کبله ویلی شو چی جګړه غوښتونکی مخالف وسله وال طالبان چی په جګړه ټینګار کوی ددی توان نه لری چی د جګړی له لاری خپلو موخوته ورسیږی اړینه ده چی د سولی لار غوره کړی او د بی ځایه مرګ ژوبلی څخه لاس واخلی ځکه که د افغانانو په وړاندی د جګړی د سختوالی مختلفی لاری ولټول شی او مرګ  ژوبله  یې زیاته شی هومره یې د جګړه غوښتونکو په وړاندی د کرکی څپه زیاتوالی مومی او د خپل ملی وسله وال پوځ لیکی پیاوړی کوی.

مخالف وسله وال طالبان باید پوه شی چی که دهری لاری په لټون سره دافغانانو مرګ ژوبلی ته ادامه ورکړی و به نه توانیږی چی دپردیو موخو ته لاس رسی پیدا کړی دتیرو څو کلونو جګړیېز بهیر خودلی چی که مرګ ژوبلی شتون درلود ترڅنګ یې هېوادوالو دخپل شهید او ټپی شوی سرتیری وسله پرځمکه نه ده پریښی بلکی په خپله خوښه یې دهېواد دساتنی له پاره وسله را اخیستی او دجګړه مارو په وړاندی یې دخپل هېواد څخه ساتنه کړی باید پوه شو چی افغانانو دتاریخ په اوږدوکی دتیری کوونکو ځواکونو ډیری ناوړه او سختی ستونزی ګاللی خو هیڅ وخت یې تیری کوونکو ته وسله پرځمکه نه ده ایښی تل په هېوادنی مینه جنګیدلی او ددښمن هر ډول تیری ته یې خپله سینه سپر کړی ترڅو هېواد دپردی پالو څخه وژغوری.

منو چی زمونږ دملی وسله وال پوځ لیکی دسیمی داستخبارتی کړیو له خوا دړی وړی شوی وی خو دافغانانو په همت او دنړیوالو په مرسته یوځل بیا یې خپلی ورانی شویې لیکی راجوړی او په ډیرو لومړنیو امکاناتو یې هېوادنی دفاع ته ځان چمتو کړ دسیمی استخبارات چی زمونږ دملی وسله وال پوځ دپیاوړتیا زغم نه لری دډول ډول او مختلفو لارو څخه په کار اخیستی سره غواړی چی دلمسول شویو په وسیله زمونږ دملی وسله وال پوځ په وړاندی جګړه وکړی پری نږدی چی خپلی ویجاړی شوی لیکی بیا راجوړی کړی خو داستخباراتی نه کړیو داډول خوبونه به په رښتینتوب بدل نه شی ځکه ملی وسله وال پوځ چی دامهال په غوره او مناسبو ښوونیزو چارو سمبال شوی دیوی خوا ددښمن تیری ته مناسب ځواب وایې او دبلی خوا خپل نیمګړی صفونه چی تردی مهاله نه دی تکمیل شوی درغاونی په حال کی دی همدا اوس دملی وسله وال پوځ هوایې ځواک نیمګړتیاوی درغاونی په حال کی دی تمه ده چی بهرنی مرسته کوونکی هېوادونه چی دا مهال دغوڅ ملاتړ تر عنوان لاندی راسره ملګرتیا کوی دهوایې ځواک تشه را ډکه او ترڅنګ یې زغره وال مکانیزه ځواک هم دتیر په څیر په پښو ودروی څو دښمن داوږدمهاله جګړی په فکر کی نه شی.

لیدل کیږی چی اوس هم ددښمن هر ډول تیری ته په خپل وخت ځواب ویل شوی خو اړینه ده چی دوخت دغوښتنو مطابق دسیمی دپوځونو په کچه یو پیاوړی ملی وسله وال پوځ ولرو ترڅو په راتلونکی کی دهېواد دښمنان ونه توانیږی چی تیری کوونکو هڅو ته دوام
ورکړی.

ډاډه یو چی ملی وسله وال پوځ به په راتلونکی کی خپلو چاڼیزو عملیاتو ته دوام ورکړی او پری به نږدی چی جګړه غوښتونکی دراټولیدو له پاره ځای ذګی ومومی، ځکه دښمن هڅه کوی چی دخلکو ترمنځ دویری اچونی ترڅنګ داسی بریدونه سمبال کړی چی هېوادوال داندیښنو سره مخامخ کړی خو باورمند یو چې ملی وسله وال پوځ په نویو پوځی لوړو محاربوی احضاراتو سره وتوانیږی دخلکو اندیښنی رفع او دښمن مخکی له دی چی مرګ  ژوبله رامنځته نه کړی له مینځه یووړل شی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید