روزنامه ملی انیس

ټول ټاکنی د ولسواکی بیلګه ګڼل کیږی

په نړی کی د جغرافیایی جوړښت راهیسی د واکمنی مختلفی تشکیلاتی بڼی تجربه شوی او د یوه ولسی ارزونی له مخی د ولسی واکمنی ملاتړ زیات شوی ځکه چی د ولسی واکمنی ستنی په دیموکراسی ولاړی وی او خلک په خپله خوښه د یوی آزادی سیاسی سیالی پربنسټ خپل ځان په دولت کی وینی او د راتلونکی له پاره یی د کار کړنو په هکله میشت وګړی قضاوت کوی تر څو دهیواد اوسیدونکی وکولی شی د هیواد پرمختګ او هوساینی له پاره د کار سړی رامخ ته کړی د ښو او غوره خدمتونو له کبله یی په ټاکنیزو سیالیو کی بری ورپه برخه کوی نوله همدی امله د واک ترلاسه کولو له پاره د خلکو په منځ کی د آزادی سیالی لار ځکه غوره ګڼل شوی چی د کار سړی د خپلی برنامی له مخی عملی لاس ته راوړنی په ډاګه کړی او د راتلونکی له پاره د نویو بدلونونو په رامنځ ته کیدو سره وتوانیږی مناسب او د وخت د غوښتنی سره سمی آسانتیاوی ترلاسه او خلکوته د هوسا ژوند له پاره لار هواره کړی.

زموږ هیواد هم د ولسواکی واکی تجربه کوی خو دریغه چی د ولسواکی په وړاندی خونړی او بی رحمه جګړی دومره ستونزی او خڼډونه رامنځ ته کړی چی په لڼډ مهاله کی یی رغاول ناشونی ښکاری. ځکه د جګړی ناوړه سیوری د هیواد د دولتی تشکیلاتی جوړښت څخه نیولی بیا د اقتصادی بنسټونو په ورانونی سره خورا زیات زیانونه رامنځ ته کړی چی د بیاجوړونی هڅی یی پرته د بهرنیو مرستو څخه ناشونی دی نو له دی کبله د ستونزو او خڼډونو رغاول اوږدمهاله دی خو د منلو ده چی د یوه جګړه ځپلی هیواد په وړاندی د جګړییزو خڼدونو هواریدل په یوازیتوب سره ستونزمن ښکاری اړتیا ده چی ولسونه سره یو شی او د ولسواکی ترڅنګ د هغو ستونزو او خڼډونو په له منځه وړوکی ګډ کار ترسره کړی کوم چی د هوساینی په وړاندی خڼډونه جوړوی.

هیواد وال وینی چی په هیواد کی دخپل مینځی شخړو واکمنان لااوس هم دولسواکی او جمهوری نظام په وړاندی دستونزو په زیږونه بوخت دی او ددموکراسی نوی راټوکیدلی نیالګی لا په پوره معنی ثمر ته نه دی رسیدلی نوځکه ستونزی شتون لری او دډیرو دموکراتیو بدلونونو درامنځته کیدو په وړاندی مستقیمی او غیر مسقیمی ستونزی راپیدا کیږی او دهوساینی لار ډب کوی. خوددی ټولو کورنیو او بهرنیو لاس وهنو سره سره ددموکراسی نیالګی په غوړیدو دی هڅه کیږی چی دولسی واکمنی دبنسټیزی پیاورتیا له پاره لار هواره شی او هیوادوال دخپلی خوښی واکمنان وټاکی ځکه چې دهیواد زیاته برخه وکړی په دی اند دی چی دجمهوریت دتشکیلاتی جوړښت له مخی په هیواد په ډیرو ستونزو بری ترلاسه کیدای شی او که خدای(ج) کول هیواد به دڅوکلن وروسته پاتی والی څخه وژغورل شی ځکه د جمهوریت بڼه ټول ټاکنی دی او هیوادوال په تیرو ټول ټاکنو کی وښوده چی که ستونزی او خڼډونه هم وی خو دخپلی خوښی نوماند ته په رایه ورکوی. ترڅو په هیواد کی دخلکو په خوښه دآزادو او سراسری ټول ټاکنو له مخی دهیواد واکمن وټاکل شی.

باوری یو چی دتیر په څیر به هیوادوال یوځل بیا په خپلو سیمو کی درایی ورکونی مرکزونو ته ورشی او دخپلی خوښی نوماند ته به رایی ورکړی ډاډ څرګند شوی چی دټول ټاکنو له پاره ټول امنیتی تدابیر نیول شوی هیوادوال کولی شی په ډاډه زړه رایې ورکړی اوپه دغه ملی پروسه کې برخه واخلی هېوادوال چې دولسواکۍ ضد عناصرو دګواښ څخه نه ویریږی د خپلو امنیتی او دفاعی ځواکونو سره په مرسته تیاری ښایې چې ټول ټاکنی به ترسره شی او هېواد به یوځل بیا دیوه ولسی ولسمشر څخه برخمن وی.

پوهیږو چې یوشمیر مخالف وسله وال طالبان به دټول ټاکنو په ورځوکې یوه اندازه امنیتی ستونزی را پیدا کړی خو دهېواد دامنیتی او دفاعی ځواکونو ترڅنګ میشت بهرنی پوځونه به د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړی او دجګړییز ګواښ په وړاندی به سخت مقاومت وښایې.

د افغانستان له پاره دملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما ویلی چې دټول ټاکنو کمیسیونونه، مدنی ټولنی، نوماندان او نوری اړونده اداری چې د ټول ټاکنو له پاره کار کوی درایې ورکولو له ورځی څخه وړاندی خپلی هڅی دوه برابره زیاتی کړی چې ټول په شرایطو برابر افغانان له خپل قانونی حق څخه په استفادی رایه ورکړی.

دیوناما مشر تدامیچی یاماموتو ویلی (رایه ورکول یوازی د مدنی مسؤلیت خبره نه ده بلکی په افغانستان کې دلاس ته راوړنو دساتنی او دسوله ییزو سیاسی پروسو څخه دملاتړ څرګندولو لار ده.)

یوناما ټینګار کړی چې دانتخاباتی کمیسیونونو په ګډون له کاندیدانو مدنی ټولنو، رسنیو او عالمانو څخه غوښتی چې خلک په راتلونکو انتخاباتو کې رایې ورکولو ته وهڅوی تر څو خپل برخه لیک پخپله وټاکی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید