روزنامه ملی انیس

ولی پاکستان یو باثباته افغانستان نه غواړی؟

مسعود افغان

بخش اول

د نړیوالو اصولو له مخی باید چی هر هیواد په نور هیوادونو کی د نه مداخلې اصل مراعت کړی، خو د منطقې هیوادونه په ځانګړی ډول د افغانستان ګاونډی هیوادونه تل په افغانستان کی د لاس وهنی په لټه کی دی، پاکستان بیا یو له هغه هیوادونو څخه دی چی په دې برخه کی یې له نورو هیوادونو څخه زیات دا اصل تر پښو لاندی کړی دی او که ددې هیواد مداخلې ته ښه نظر وکړو نو دا جوتیږی چی دوی خپل د پایښت اساس لاس وهنه ګرځولې ده.

نو له همدې کبله افغانان تل ګیله من وی چی ولی پاکستان افغانستان کی لاس وهنه کوی او ولی خپل ترهګرییزو اعمالو ته د ترهګرو ډلو په مټ ادامه ورکوی؟

خو دا چی د افغانانو دا ګیله څومره پر ځای ده، ګرم څوک دی، پاکستان ولی تل په افغانستان کی لاس وهنه کوی او ولی یې خپل د پایښت اساس لاس وهنه ګرځولې ده، ولی یې د افغانستان د سولی په پروسه کی هیڅکله رښتینی موقف ندی نیولی
 د پاکستان تړاو د طالبانو سره څه دی، دلته یې راسره ولولئ.

پاکستان د انګلستان لخوا  په ۱۹۴۷ م کال کی تقریباْ پر نیمه مځکه د هند او نیمه مځکه د افغانستان تشکیل شو، کله چی برتانویانو په هند کی د خپل ځان لپاره نور ځای ونه لیده، استعمار له منځه ولاړ نو پدې فکر کی شو چی پر دا مځکه خپل یو اثر پریږدی نو یې د هند څه اندازه مځکه چی نیم پاکستان ورباندی جوړ دی د مسلمانانو په نامه چی هغه مسلمانان هم د انګریز په پاڅون راولاړ شوی وه د هند څخه جلا کړه او د پاکستان نیمه پاتی برخه یې بیا د افغانستان پر هغه مځکه جوړه کړه چی کله امیر عبدالرحمن خان په ۱۸۹۳ م کال په یو تړون کی اوسنی آزاد قبایل او پښتونخوا سیمی د یو معینی مودې لپاره انګریزانو ته د هغو د سرحداتو د ساتلو په خاطر ورکړې وه چی  د همدې تړون د یو مادې په اساس دا ساحه د برتانوی هند د سرحد مربوط نده او د دواړو هیوادونو تر منځ د نفوذ د ساحې په حیث ده او د یو بلی مادې په اساس چی برتانوی هند به ۱۲ لکه د همغه وخت هندی کالداری مخکی له مخکی او کلنی ډول به ۶ لکه هندی کالداری ورکوی او دا تړون د روایاتو له مخی چی د ۱۰۰ کلنی مودې لپاره وو.

مخکې لدې چی د افغانستان او برتانوی هند تر منځ د نفوذ ساحه بیله شی د افغانستان طبیعی سرحد د اټک تر سینده وو د اټک د سیند څخه بیا د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورند د اوسنی فرضی کرښی ترمنځ ټوله مځکه او ساحه د افغانستان ده چی په پاکستان د ۱۹۴۷ م کال راهیسی په غیرقانونی ډول او د ټولو نړیوالو اصولو په خلاف تر خپل حاکمیت لاندی ساتلې ده، د پښتونخوا د سیمو څخه علاوه، آزاد قبایل چی باید آزاد پریښودل شوی وای، پاکستان پکښی خپل ملیشه ځای پر ځای کړیده او د قوې څخه په استفاده ورباندی خپل حاکمیت چلوی.

سره لدې چی له کومی ورځی راهیسی چی د پاکستان په نامه حکومت رامنځته شوی دی افغان حکومت پر هغه خپله مځکه د پاکستان د حاکمیت سره مخالفت ښودلی دی چی د برتانوی هند سره یې دمعینی مودې لپاره د نفوذ د ساحې لپاره ټاکلی وه، مخالفت یې لدې کبله دی چی امیرعبدالرحمن خان ددې سیمی تړون د برتانوی هند سره کړیدی، لومړی خو د برتانوی هند په ټوټه کیدو او برتانوی امپراطوری په له منځه تلو سره ټول هغه عقدونه او قراردادونه چی لدې امپراطوری سره ترسره شوی وه دنړیوالو اصولو له مخی ټول فسخه او الزامی جنبه نلری، دوهم داچی دا مځکه د برتانوی هند دحاکمیت او د هغو د امپراطوری برخه نه وه ګرځیدلې فقط د نفوذ د ساحې په حیث ټاکل شوې وه چی هسی نه له دې طرفه د روسانو لخوا برتانوی هند ته کومه تاوان ورسیږی او د روسانو لخوا پر دې سیمه باندی د حملې په صورت کی به دوی جنګ ته تیار او اماده وی.

دا مخالفت یواځی د حکومت سیاسی موقف نه وو بلکی د ټول افغان ملت غوښتنه وه چی په هیڅ صورت هم دیته تیار ندی چی خپله مځکه پاکستان ته پریږدی ځکه یو خو کومه فرضی کرښه چی دډیورنډ په نامه کښل شوې ده د پښتون ستر قوم یې پر دوو برخو ویشلی دخلکو جایدادونه، باغونه او پټۍ پر دوو برخو وویشل شول، حتا د یوه کلی دوستان لا هم پر دوو برخو وویشل شول چی د نیم دکرښی هاخوا او نیم دې خواته پاتی شول دوهم دا چی افغانان په ځانګړی ډول پښتانه خپل وطن او خپله خاوره په ناموس سره تشبیه کوی او دناموس حیثیت ورته لری، دا د افغانانو په فطرت کی نشته چی خپل ناموس بل چاته پریږدی نو دا به څنګه ممکن وی چی خپله مځکه پاکستان ته پریږدی، او دا یې مسلم حق دی چی د خپلی خاوری غوښتنه وکړی ځکه د کرښی دواړو غاړو ته د پښتون لوی او ستر قوم پروت دی چی ګډه ژبه، کلتور، عنعنات تاریخ او همدارنګه غم او خوشحالی یې ګډ او شریک دی چی دنړۍ هیڅ قدرت هم نه شی کولای چی دا ملت سره بیل او پر څو برخو وویشی نو ځکه د تاریخ په اوږدو کی د کرښی دواړو غاړو پښتنو تل خپل غږ پورته کړی او د خپل حق غوښتنه یې کړیده او نړې ته یې خپل دا پیغام وړاندی کړیدی چی لر او بر یو افغان.

خو یواځی دې موضوع ته د یو تاریخی حقیقت په سترګه کتل، نشی کولای چی دا زخم دوا کړی، د لوی افغانستان خوبونه په حقیقت بدل کړی او د لر او بر یو افغان د امیدونو غوټۍ ګل کړی، ضرورت ددې شته چی په عملی ډول ددې موضوع لپاره کار وشی.

که څه هم چی ددې موضوع فقط نوم پر خوله راوړل د پاکستان پر غاړه د چاړې ایښودل دی او پاکستان د خپل ځان د بقا لپاره مجبور دی چی ټول هغه حرکتونه وځپی چی هدف یې لراوبر افغانانو یو ځای کیدل وی، د هغه فکری خوځښتونو مخنیوی وکړی او حتا له منځه یې یوسی چی د افغانستان د بقا، جوړښت او خپلواکی په لور مایل وی.

پاکستان بلکل مستحق ددې دی چی دا ډول کړنی ترسره کړی او ټول هغه خلګ له منځه یوسی چی د افغانستان د ثبات او پایښت لپاره کار کوی، سمه خبره ده چی دا کار د انسانی، اسلامی او ټولو نړیوالو اصولو او ارزښتونو خلاف کار دی خو د پاکستان د پایښت او بقا لپاره همدا یواځنی لاره پاتی ده، که چیری همدا چاره ترسره نکړی نو به پخپلو سترګو ووینی چی څه ډول پاکستان ټوټه، ټوټه او تجزیه کیږی. د افغانستان د حکومت په شمول ټولو نړیوالو ته معلومه ده چی پاکستان ترهګر پاله هیواد دی، په وار وار افغانستان حکومت د اسنادو په مټ ثابته کړیده چی القاعده، وسله وال طالبان داعش او داسی نوری ترهګری ډلی چی په افغانستان کی فعالیت کوی د پاکستان له لاری افغانستان ته داخلیږی او د هغو له لاری اکمالیږی، تجهیزات او مهمات هم ورته د پاکستان لخوا ورکول کیږی.

پاتی لری

ممکن است شما دوست داشته باشید