روزنامه ملی انیس

ولی د ټولګټو یا فواید عامې وزارت په نښه شو؟

وړمه ورځ کابل کی عبدالحق څلور لاری ته څیرمه، د شهیدانو او معلولینو معینیت او ټولګټو یا فواید عامې وزارت باندی څو تنو برید کوونکو برید وکړ، یاد برید له شا او خوا درې نیمو بجو څخه شروع چی د هغه وزارت او معینیت د کارمندانو د راوتلو وخت وو، بیا تر لس نیمو بجو پوری یې دوام درلود، په لومړی سر کی یو تن بریدګر موټر بم برید ترسره کړ، موټر ته یې چاودنه ورکړه، او تر هغه وروسته نور بریدګر ودانۍ ته وختل او ترماخستن ناوخته پوری یې جګړه وکړه.

دا برید که څه هم په ظاهره یو د هغه بریدونو څخه معلومیږی چی معمولا د افغانستان دښمنان یې په هر سیمه کی د ترسره کولو کوښښ کوی، خو د یو داسی وزارت او معینیت تر هدف لاندی راوستل چی نظامی برخی سره، سر او کار نلری، او د موټر بم برید څخه وروسته د نورو بریدګرو لخوا تر ماخستن ناوخته پوری جګړه ترسره کیږی، ځینی اندیښنې راپورته کوی او په ښکاره ډول ورڅخه معلومیږی چی پدې برید کی د سیمی استخبارات لاس لری، او د ټولګټو وزارت یې د یو خاص پلان له مخی هدف ګرځولی وو.

په کابل کی د څه مودې راهیسی دا ډول پیښی نه وې ترسره شوی، خو په ورځ افغانستان ته دپاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د راتګ سره سم کابل یو ځل بیا د یو داسی غمیزی شاهد شو چی تلفات یې نسبتاً زیات دی.

د ټولګټو پر وزارت باندی د برید څخه داسی معلومیږی، چی بریدګرو دا ځل د نورو بریدونو څخه جلا، په یو بل فکر باندی پر یاد وزارت باندی برید کړی، ځکه مخکی افغانستان په یو داسی حالت کی قرار درلود، چی په تجارتی برخه کی همسایه هیوادونو په خاص ډول پاکستان ته احتیاج ؤ، او د پاکستان سره زموږ دسیاسی اړیکو خرابوالی به پر اقتصادی وضعیت هم ډیر ناوړه اغیز کوی، کله کله خو به یې هغه وخت چی د افغانستان د میوو د حاصلاتو وخت وو، او غوښتل به یې چی میوې، پاکستان ته او دپاکستان له لاری یې نورو هیوادونو ته یوسی

د پاکستان لخوا به په ورځو، ورځو د افغانستان او پاکستان سرحدی دروازه بندیده.نو افغان حکومت له دې کبله چی د همسایه هیوادونو له دې تجارتی انحصار څخه ځان خلاص کړی، د مختلفو هوایی، بحری او ځمکنی تجارتی لارو د موندلو په لټه کی شو، چی خوشبختانه افغان حکومت په دې وتوانیده چی ددی درو سره لارو په موندلو بریالی شی.

د بحر د لاری د افغانستان د تجارت د ودی په خاطر د چابهار بندر هوکړه لیک، د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی له خوا د ایران په پلازمینه تهران کی د ولسمشر محمد اشرف غنی، د هند لومړی وزیر نریندرا مودی او ایرانی ولسمشرحسن روحانی تر منځ لاسلیک شو. چی هند شااوخوا دوه سوه میلیونه ډالره پر دا پروژه ولګولې، چی د چابهار بندر له لاری د هند او افغانستان په تجارت کی نسبتا اسانی رامنځته شوه، چی له دې لاری د هند سوداګریز مالونه د ایران او افغانستان څخه د منځنۍ اسیا هیوادونو ته لار پیداکړه، او افغان سوداګرو ته هم بهر ته د سوداګریزو مالونو د لیږد را لیږد لپاره تر نورو لارو نسبتا اسانه لار وه.

د افغانستان لپاره یوه لویه هیله هم داوه ځکه چی افغانستان د منځنۍ اسیا دهیوادونو په منځ کی راګیرهېواد دی، د یادو هیوادونو لپاره د چابهار بندر له لاری د ترانزیټ یوه وسیله شی، او دکاله به میلیونونه ډالره عواید ولری.

د هیوادونو سره هوایی دهلیزونه پرانیستل شول، چی له دی لاری به په مستقیم ډول افغانی تولیدات او محصولات په مستقیم ډول تر خپل هدف پوری رسیږی، دچین سره د افغانستان دهوایی دهلیز په پرانیسته غونډه کی افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وویل، له دې وروسته به افغانی صادارت، د نورو هیوادنو د نامه او مارک پر ځای پخپله د افغانستان پر نامه او مارک بهر ته لیږل کیږی.افغانستان تر اوسه د چین، روسیې، ترکیی…. هیوادونو سره هوایی دهلیزونه پرانیستلی دی.تر هغه وروسته پدې نیږدې وختو کی افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د افغانستان، ترکمنستان ، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې هیوادونو تر منځ د لاجورد لار پرانیستل، چی یاده لار د نورو ټولو لارو په نسبت اسانه، ارزانه او مطمینه لار ده، او دا هغه لار ده چی افغانستان به یې د بحر د بدیلی لاری په توګه کارولای شی.ددې لاری په ذریعه به افغانی محصولات، تولیدات او سوداګریز توکی د اروپا تر بازارو پوری ورسیږی، او په تجارتی برخه کی به افغانستان د نړی سره ونښلی او دنړۍ بازارو ته به له دې لاری په اسانی سره لار پیدا کړی.

په هرات کی د لاجورد لاری په پرانیسته غونډه کی ولسمشر محمد اشرف غنی په خپله وینا کی وویل چی که اوس څوک پر موږ لار او دروازه بندوی بنده دی کړی.موږ به د نړۍ سره نوری لاری او دروازې پرانیزو، افغانستان اوس یواځی د هند دروازه نده، بلکی د قفقاز او منځنۍ اسیا دروازه هم ده.

مخکی له دې چی افغانستان دلاجورد د لاری خپل تجارت د نړۍ سره شروع کړی، پاکستان دکورنیو فشارونو لکبله افغانستان سره د هر ډول سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کولو وړاندیز وکړ، او دا وړاندیز یې هم په داسی حالت کی وکړ، چی د افغانستان او پاکستان تر منځ کلنۍ راکړه ورکړه چی ۷ میلیارد ه دالره وه، لس برابره راکمه شوې وه، او دا له دې کبله چی افغانستان د منځنۍ اسیا له لاری خپلو صادراتو او وارداتو لپاره ارزانه او د امن بازارونه پیداکړی وه. او پاکستان د میلیارډونو ډالرو توکو له پاره افغان بازار د لاسه ورکړ، او منځنۍ اسیا ته یې هم د صادراتو په وړاندی خنډونه ډیر شوی وه.

افغانستان دپاکستانی توکو دپاره یو ډیر مهم بازار و، او دا چی افغانستان له نورو هیوادنو سره دومره نږدی او اسانه تجارت یې نه درلوده، د پاکستان له لوری له ډول ډول بهانو سره مخ کیده، پاکستان په یو ډیر نامناسب قیمت ډیر بې کیفیته مواد د افغانستان بازار ته عرضه کول.

ډیر وخت خو به یې افغانی توکی او محصولات پر خپل نامه او مارک باندی د نړۍ مارکیټو ته استول.

او ددې سره سره یې د نړیوالو اصولو په خلاف هر وخت د افغانستان په داخلی چارو کی لاسوهنه هم کړیده، او په وار وار یې د هند سره د افغانستان پر اړیکو اندیښنه ښکاره کړیده او په وار وار یې غوښتنه هم کړیده چی افغانستان باید د هند سره اړیکی کمی کړی.

په ټوله کی دپاکستان ددې کارو څخه معلومیږی چی پاکستان نه غواړی چی افغانستان پر خپلوپښو ودریږی او خود کفا شی. له څه وخت راهیسی چی افغانستان د لاجورد لار پرانیستلی ده، له هغه وخت څخه د پاکستان سره د افغانستان تجارت نور هم کم رنګه شوی دی، چی دې کار د پاکستان تجارت ته سخته ضربه ورکړیده، او له دې امله پاکستان په افغانستان کی داسی ځایونه په نښه بنیادی ځایونه له منځه یوسی چی هغه افغانستان په تجارتی برخه د خودکفایی په لور بیایی.

روښان افغان

ممکن است شما دوست داشته باشید