روزنامه ملی انیس

ولی باز آرین د افغانستان د علومو اکاډمی د تاریخ انستیتوت دڅانګی غړی:  په بهرنۍ سیاست کې د غازی امان الله خان کارنامی او لاسته راوړنۍ

دهېواد دخپلواکۍ دبیرته اخستلو دسلمی کالیزی دنمانځلو په ویاړ د انیس دملی ورځپاڼی خبریال له څو تنو هېوادوالو سره دغازی امان الله خان دکارنامو او لاسته راوړنو په هکله په جلا جلا توګه مرکی کړی چې خپریږی.

ولی باز آرین د افغانستان دعلومو اکاډمی د تاریخ انستیتوت دڅانګی غړی دغازی امان الله خان دکارنامو او لاسته راوړنو په اړوند وویل: کله چې دغازی امان الله خان پلار امیر حبیب الله خان په کله کوش دلغمان ولایت کې په ناڅرګند او مرموز ډول و وژل شو امان الله خان خلکو ته مراجعه وکړه او دخلکو په ملاتړ یې له انګریزانو سره غزا او جګړه پیل کړه کله چې امان الله خان په کال ۱۹۱۹ کې دهېواد خپلواکۍ دلوی امپراتوری څخه چې لمریې په قلمرو کې نه ډوبیده ترلاسه کړه لومړی دهېواد دخپلواکۍ کټلو ترڅنګ همزمان خپله پاچاهی اعلان کړه او په ټولنه کې یوشمیر اصلاحات رامنځته کړل دبیلګی په توګه په سیاسی برخه کې په ننګرهار ولایت کې لویه جرګه جوړه کړه چې په هغه لویه تاریخی جرګه کې دهېواد لومړنی اساسی قانون جوړ او تصویب کړ. همدارنګه یې هغه فاسد او ناروا کارونه چې په تولنه کې ترسره کیدل لکه اجباری کارونه او غلامی هغه یې دقانون پراساس لغوه اعلان کړل. پدی وخت کې په کابل کې یوازی د اشرافیت له کورونو څخه ۹۰۰ کنیزی او غلامان آزاد شول. بل د انسانانو فردی آزادی تضمین شوه او اجباری کارونه له منځه لاړل، همدارنګه غازی امان الله خان له ۳۰۰ څخه زیات ښوونځی جوړ کړل او ورسره یې دهېواد یوشمیر ځوانان دلوړو زده کړو دپاره بهرنیو هېوادو لکه ترکیه، فرانسی او نورو اروپایی هېوادوته ولیږل تر څو ځوانان مولوړی زده کړی ترسره کړی او په راتلونکی کې هېوادته دخدمت مصدر وګرځی.

ولی باز آرین زیاته کړه: امان الله خان کله چې له لس کالو پاچاهی وروسته له خپلی ملکی سره دشپږو میاشتو لپاره ۱۳ بهرنیو هېوادونو ته سفر وکره چې دده سفرونه د دوه هدفونو لپاره وه. یو هدف یې داوه چې دهېواد خپلواکۍ او خپله پاچاهی پر بهرنیو هېوادو وپیژنی او خپل سیاسی روابط هم ورسره ټینګ کړی دوهم هدف یې داوه چې ده غوښتل چې دنړی له متمدنو هېوادوله تاسیساتو څخه لیدنه وکړی او له اروپایې هېوادونو سره ځینی ضروری قرار دادونه وکړی او په رښتیایی هم له یوشمیر هېوادونو سره په مختلفو برخوکې قرار دادونه کړی وه خو کله چې امان الله خان بهرنیو هېوادونو ته ورځی له ځان سره یې یوڅه تحفی هم وروړی وی خو پدی سفرکې د انګلیس دولت له امان الله خان څخه غوښتنه کړی وه چې تاسو به شوروی ته سفرنه کوی او نه به ورځی امان الله خان په ځواب کې ورته ویلی وه چې زه دیوه آزاد او خپلواک افغانستان پاچایم او په سیاسی چاروکې خپلواک یم زه دنړی هر هېواد ته ورځم او دخپلو نیازمندیو او اړتیاوو په برخه کې ورسره بل مقابل قرار دادونه کوم خو دده دشپږو میاشتو داوږده سفر په وخت کې انګریزان چې د افغانستان له سرحدی دروازو څخه ایستل شوی وه دکورنۍ ارتجاع په مرسته بیرته هېوادته دکړکیو څخه راننوتلی وه اویوشمیر اجیری ملیشی یې دپیسو په واسطه استخدام کړی وی او د امان الله خان دنظام دړنګیدو او راپرزولو لپاره یې هر ډول دسیسی په کار اچولی وی او نه یې غوښتل چې د امان الله خان په موجودیت کې دی، په هېوادکې ثبات او پیشرفت رامنځته شی ځکه امان الله خان دلوی بریتانیا شاهنشاهی عظمت ته لویه صدمه اړولی وه انګریزانو دانه غوښتل چې د امان الله خان واکمنی دی په افغانستان کې دوام وکړی انګریزانو داکوښښ کاوه چې دهندوستان دمستعمری دساتلو دپاره دوی د افغانستان دساتلو له پاره هم اړتیا درلوده خو امان الله خان په خپل هدف کې بریالی شو او دهېواد خپلواکۍ یې له لوی بریتانیا څخه ترلاسه کړه خو هغه قرار دادونه یې چې له بهرنیو ملکونو څخه په ۱۳۰۷ ش کال کې راوړی وه پارلمان ته یې وړاندی کړل مګر کله چې دی د ۱۳۰۷ کال په جدی میاشت کې دجلا وطنی پرلور ایتالیا ته لاړ هغه قرار دادونه په عمل کې پلی نشول او که هغه پلی شوی وایې افغانستان به نن دنړی دهېوادو دتمدن دکاروان سره یوځای پرمخ تللی وایې.

وجیه الله ظهیر د افغانستان دعلومو اکاډمی غړی وویل: یوشمیر اجیری او مزدوری کورنی دانګریزانو په لمسون په کور دننه د امان الله خان دواکمنی په مقابل کې په بغاوت او جنایتونو لاس پوری کړ او دنظام دراپرزولو لپاره یې په هر ډول اغتشاش بی نظمی چوړ او تالان اقدام کاوه حال داچې یوشمیر فاسد ماموران چې په دولت کې برحال او کاریې کاوه هغوی هم دانګریزانو په لمسون د امانالله خان د اصلاحاتو په مقابل کې ولاړ وه او اغتشاش ته یې لمن وهله غلو او پلیتو عناصرو په دولتی تاسیساتو ډزی کولی بل بهرنی فشارونه هم سبب شول چې امان الله خان خپله واکمنی پریږدی او جلا وطنی ته مخه کړی. خو کله چې امان الله خان خپله پاچاهی خپل ورور عنایت الله خان ته پریښوده او دی دایتالیا په نیت روان شوکله چې دی قندهار ته ورسید دقندهار خلکو تری غوښتنه وکړه چې امانالله خان باید بیرته کابل ته ستون شی او ورته ویلی یې وه چې مونږ دلوی قندهار ولایت ولسونه ستا په شاه کې ولاړیو. مګر امان الله خان وویل چې زه دخپل اقتدار په خاطر دخلکو وینی نه تویوم، ده پاچاهی په خپله خوښه پریښوده. خوپه قندهار کې یې د اقبال لاهوری داشعر ووایه:

میروم تاتونشنوی نامم
مگر ازنام من تراننگ است
صلح تو جنگ و جنگ تو صلح است
من به قرمان تو  این چه نیرنگ است
وجیه الله ظهیر زیاته کړه: هغه موارد چې غازی امان الله خان یې سره له دی چې دخلکو په زړونو کې ځای درلود او دده نوم دخلکو د ژبو په سرکې وه له ستونزو سره یې مواجه کړ هغه دده اصلاحات وه لکه د دریشی اغوستل، په اساسی قانون کې دجزا قانون رامنځته کول او دنجوڼو استول بهرنیو هېوادوته که څه هم دغه موارد دملت په ګټه وه خو کورنۍ ارتجاع دانګریزانو په لمسون دی مواردوته بل رنګ او لمن وهله ځکه انګریزانو د امان الله خان پرضد په کور دننه کار کړی وه او تاریخ پری شهادت ورکوی چې انګریزانو یوشمیر کورنۍ ارتجاع دننګرهار ولایت دشینوارو په ولسوالی اویوشمیر یې دپروان په ولایت کې راپورته کړل چې د امان الله خان واکمنی ته سرخوږی پیدا کړی او دا هغه کسان وه چې له علم او دانش نه لری خلک وه چې نه دخپلواکۍ او نه دوطن په ارزښتونونه پوهیدل یوازی دګیډو د ډکولو په هیله خلک وه.

که چیری د امان الله خان واکمنی دوام کړی وایې او هغه فابریکی چې هېوادته دصنعتی تولیداتو په موخه راوړی او تطبیق شوی وای نن به لکه دجاپان هېواد چې په یوه ورځ یی له افغانستان سره خپلواکۍ له انګریزانو ترلاسه کړی ده دسیالانو سره یوځای په کتار کې ولاړ وایې اوس افغانانو ته لازمه داده چې له تیر څخه زده کړی او خپل وطن په یووالی سره دسولی منزل ته ورسوی ترڅو هېواد موله پته اشغال څخه د امریکا او ملل متحد په ملاتړ نجات پیدا کړی. 

اختر محمد اکاخیل

ممکن است شما دوست داشته باشید