روزنامه ملی انیس

ولسمشر غنی: ډیرژر به د وینو توییدلو لړی پای ته ورسیږی

ولسمشر محمد اشرف غنی د هیواد  لومړنی ولسمشر دی چی د ننګرهار ولایت د شینوارو د غنی خیلو ولسوالی ته سفر کوی. ولسمشر په داسی حال کی د شینوارو ولسوالی ته سفر کوی، چی د څوکلونو راهیسی په نوموړی ولسوالی کی د داعش او طالبانو د شتون له امله  د نوموړی ولسوالی او دغه ولسوالی ته د څیرمو ولسوالیو خلکو ته د سر او مال ډیر زیانونه رسیدلی دی، او زیات شمیریی دی ته اړ شوی دی، چی خپل کورونه پریږیدی  او جلال آباد یا د هیواد  نورو ولسوالیو ته کډوال شی. په دی وروستیو کی زموږ زړورو امنیتی ځواکونو وکولای شول چی له نوموړو ولسوالیو څخه طالبان او داعشیان لری کړی او د شینوارو ټولو قومونو ته د هوسا او ډاډمن ژوند شرایط برابر کړی. اوس مهال دشینوارو ټول قومونه د خپلو امنیتی ځواکونو، نه بهیریدونکو قربانیو له امله لرو بری له ډار پرته خپلی ورځنی چاری سرته رسوی، ټولی دولتی اداری او ټول ښوونځی په کی فعاله دی.

نوموړی ولسوالی ته د ولسمشر غنی د سفر په وخت کی د ننګرهاروالی شاه محمود میاخیل، د مشرانو جرګی رئیس فضل هادی مسلمیار، د ملی امنیت سلا کار ډاکتر حمدالله محب، د ملی امنیت عمومی رئیس معصوم ستانکزی، د کابینی یو شمیر غړی د ولسمشر سلاکار، د دفاعی او امنیتی ځواکونو مسئولین او ګڼ شمیر نورو ګډون درلوده. غونډه د شینوار د قومونو په ګډون د ملی اردو د کنډک په قوماندانی کی جوړه شوه. ولسمشر غنی د هیواد د روانو پوځی او سیاسی حالاتو په اړه  دغونډی ګډون والو ته پوره معلومات ورکړی. همدارنګه د مسکو د غونډی په اړه چی د افغان دولت له همغږی پرته د افغان سیاستوالو په ګډون جوړه شوی وه، وویل، چی نوموړی غونډه یوه غیر اجرائیوی غونډه وه. ولسمشر محمداشرفغنی په خپلو وینا کی د شینوارو ولسونو ته زیری ورکړ، چی  ډیر ژر به په هیواد کی وینی توییدنه پای ته ورسیږی. نوموړی وویل، چمتو دی چی طالبانوته په کابل، لوی ننګرهار یا په لوی قندهار کی رسمی دفتر ورکړی. ولسمشر غنی وویل، چی سوله راتلونکی ده او په دغه برخه کی د خپل تر قربانی ته هم چمتو دی.

ولسمشر په خپله وینا کی دا په ډاګه وویل  چی د ولسمشری څوکی د ولس ده، او دا د ولس خوښه ده چی چاته یی ورکوی…

همدارنګه ولسمشر محمد اشرف غنی په هغه غونډه کی چی د سلواغی په ۲۲ تمه د دوشنبی په ورځ په ارګ کی جوړه شوی وه. له طالبانو سره یی د خبرو په اړه وویل، د هیواد، امنیتی او دفاعی ځواکونو په ملی روحیه زیاتی سرښندنی او قهرمانی ترسره کړی، خو اړتیا ده چی د سولی په چوکاټ کی د طالب جنګیالیو د راتلونکی په اړه هم بحث وشی، چی په ټولنه کی جذب شی…

له بلی خوا، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی چی د مسکو غونډی یو ګډونوال و، د مسکو له غونډی له راستنیدلو وروسته د سپوتنیک په نوم له یوی خبری رسنی سره په مرکه کی وویل  د سولی په پروسه کی باید د ټولو لورو نظرونه واخیستل شی، اړتیا وه چی د سولی ترڅنګ د نورو ستونزو پرسر د بحث لپاره لویه جرګه راوغوښتل شی…

پخوانی ولسمشر حامدکرزی وویل، په افغانستان کی د دایمی ثبات او ټینګښت لپاره باید له افغانستان څخه د نورو هیوادونو پرضد د نه کارونی په تړاو قوی ضمانت ورکړل شی.

دا چی ولسمشر محمداشرف غنی د خپل پوره تدبیر له مخی د سلواغی په ۲۲تمه- د فبروری په ۱۱مه د لوی مشوری جرګی د جوړیدلو اعلان وکړ او محمد عمر داوودزی ته یی لارښوونه وکړه چی د روان کال د کب میاشتی په پای کی دی د هیواد د ټولو اقشارو د استازو په حضور کی مشورتی لویه جرګه جوړه شی. مشورتی اعلان له مخی د هیواد، خلکوته یو ځل بیا دا باور پیدا شو  چی افغان دولت په هیواد کی د یوی تلپاتی او باعزته سولی د راوستلو لپاره کلکه اراده لری او په دغه برخه کی  ولسمشر محمد اشرف غنی هر ډول قربانی ته چمتو دی هڅه کوی چی سوله د افغانانو په مالکیت او مشری سرته ورسیږی، دلته دا پوښتنه رامنځته کیږی چی ولی ولسمشر غنی په افغانستان کی سوله د افغانانو په مشری غواړی؟

د پورتنی پوښتنی په ځواب کی باید وویل شی، چی ولسمشر غنی په دی ښه پوهیږی چی که چیرته د افغان دسولی پروسه د سترو قدرتونو په لاس کی شی، او د افغانانو په مشری او مالکیت نه وی نو بی له شکه چی د افغانستان په سوله کی به د افغانانو ملی ګټو ته په هیڅ ډول پاملرنه، نه کیږی او هر یو به هڅه کوی چی په افغانستان کی خپلی ګټی وساتی چی په دغه ډول به په افغانستان کی جګړه پای ته ونه رسیږی او افغانان به بیا د ترهګرو سره د مبارزی په نوم د پردی جګړی قربانی او د باعزته او تلپاتی سولی څښتنان
به نه شی. د باعزته او تلپاتی سولی لپاره په کار ده چی ټول افغانان او په ځانګړی ډول افغان سیاستوال، سیاسی ګوندونه او مدنی ټولنی لاس یو کړی او د هر ډول اختلاف پرته له خپل دولت سره ودریږی او له طالبانونه وغواړی، چی د هیواد، د لوړو ګټو په نظر کی نیولو سره دی، له افغانی دولت سره، د هیواد، د ننه د خپل سیاسی دفتر د جوړولو، له لاری له افغان دولت سره د خبرو لاره خپله
کړی.

طالبان باید  دا ومنی، چی د هیواد، دښمنان په خپل ټول توان سره هڅه کوی چی د خپلو ګټو د تامین لپاره په افغانستان کی د سولی روان بریالی بهیر له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړی، نو په کار ده چی طالبان له پوره هوښیاری څخه کار واخلی او د خپل افغان دولت سره د یووالی او وروی له مخی تیر په هیر وګڼی او په ټول هیواد کی د ورور وژنی او د وینو د توییدلو د مخنیوی او د ډیر ژر سولی راتللو لپاره د بین الافغانی سولی چی مشری په خپله افغان دولت په لاس کی وی را د مخه شی او په هیواد کی د تلپاتی سولی لپاره خپل تاریخی مسولیت سرته ورسوی.

سمیع الله سمیع

ممکن است شما دوست داشته باشید