روزنامه ملی انیس

هېوادوال د ترسره شویو ژمنو دعملی کیدو په تمه

دتیر په څیر هیواد یو ځل بیا دسولی درامنځته کیدو لپاره ددری اړخیزو خبرو اترو کوربه و په دی خبرو کی افغانستان، چین او پاکستان دبهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و چی دخبرو اترو وروسته په یوه خبری کنفرانس کی دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشی خپلی تیری ژمنی را تازه کړی او سوله یې د دواړو هیوادو په ګټه وګڼله په همدی توګه دچین دبهرنیو چارو وزیر تیاری وښود چی دیوه منځګړی هیواد په توګه دښکیلو غاړو ترمنځ دسوله ییزو خبرو اترو په پیل کیدو کی مرسته کوی او په مخالفو وسله والو ډلو یی غږ وکړ چی په مخامخ خبرواترو کی ګډون وکړی څو په افغانستان کی روانه جګړه دخبرو اترو له لاری هواره شی.

دغه راز دهیواد دبهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی دپاکستان پاملرنه یوی عملی مرستی ته را وګړځوله او سوله یی د دواړو هیوادو او په سیمه کی د امنیت ټینګښت وګاڼه.

په هیواد کی ترسره شوی دری اړخیزی خبری داسی وخت پیل شوی چی په نړیواله کچه دځینو هېوادو له خوا یو لړ ګامونه پورته شوی او دځینو هیوادو ترمنځ خبری اتری روانی دی، خو دخبرواترو بنسټیزه جرړه لا تردی دمه نه ده را بربڼډه شوی ځکه هغه هیوادونه چی زمونږ په هیواد کی دجګړی پرځای دسولی په رامنځته کیدو بوخت دی څرګند وی چی هڅه پردی ده چی دافغانانو ترمنځ دمخامخ خبرو اترو لپاره لار هواره شی او بیا دافغانانو په مالکیت خبری اتری پیل شی.

زمونږ دهیواد مشران هم په دی ټینګار کوی چی هره سوله ییزه هڅه چی دهرچا له خوا ترسره شی دقدر وړ ده خو دتل پاتی سولی دټینګښت لپاره دسوله ییزو خبرو اترو پیل کیدل په افغانانو پوری اړه لری ځکه ددی جګړییزی ستونزی هواریدل یوازی او یوازی د افغانانو په مالکیت هواریدای شی..

منو چی یو شمیر هیوادونه دخپلو هدفو دلټولو لپاره په جګړه کی ښکیل شوی او ځینی بیا هڅه کوی چی جګړه اوږد مهاله او دیوی ارزانه جګړی په توګه خپل هدفونه په جګړه کې ولټوی خو هغوی هم اوس په دی یقین

 پیدا شوی چې هیڅ وخت به دجګړی له لاری په افغانانو خپلی موخی ونه تپل شی. نو همدا وجهه ده چې دځینو هېوادو دخبرو اترو ډلی ټپلی دیونوی خوځښت له مخی را وړاندی شوی او غواړی چې دښکیلو غاړو ترمنځ سوله رامنځ ته کړی. موږ باوری یو چې دجګړی اخیره پای سوله او خبری اتری وی نوځکه دهېواد ولسمشر په مختلفو ویناګانو کې په خبرو اترو ټینګار کړی او مخالف وسله وال طالبان یې دسولی دخبرو اترو پیل کیدو ته رابللی او ترډیره یې دسولی دټینګښت له پاره خلاصه غیږ نیولی ده. پوهیږو چې یو لړ کورنی او بهرنی خڼډونه شتون لری خو ددی ټولو خڼډونو سره سره ولسمشر محمد اشرف غنی ژمن پاتی شوی او تیاری یې ښودلی چې دشرط پرته باید دسولی مخامخ خبری چې هرچیری وی پیل شی. خو په خواشینی سره ویلی شو چې تراوسه هغه هېوادونه چې زمونږ په هېواد کې د روانی جګړی دپراختیا څخه اندیښمن دی په عملی توګه یې ژمنی نه دی عملی کړی نوله دی امله هېوادوال په ډیرو خبرو اترو شک من ښکاری او باور نه لری چې داځل به بیاهم دترسره شویو خبرو اترو لاس ته راوړنی ولری. خو مناسبه او پرځای خبره به داده چې په کور دننه سوله ییزی هڅی چې دا مهال یې یو ملی بڼه غوره کړی دیوه نوی خوځښت پربنسټ چې دنوی پراخه ټاکل شوی بورد په ټاکنی سره خبری اتری شریکی او دیوه اوږد مهاله ناورین دمخنیوی له پاره په ګډوعملی هڅو فکر وشی څو وتوانیږو پخپله ددی هېواد راتلونکی له پاره مناسبی لاس ته راوړنی ترلاسه شی.

ښه به وی چې مخکښی ټاکل شوی څیری هغه نیوکې او وړاندوینی چې دسولی دټینګښت او رامنخ ته کیدو له پاره لری پرته دشخصی او تنظیمی ګټو په پام کې نیولوسره ملی ګټو ته ژمن پاتی شی او په رښتینی توګه مټی را ونغاړی ترڅو په هېواد کې د روانی جګړی دپای ته رسیدو له پاره مناسبه او عملی لارولټوی.

ډیری هېوادوال دبهرنیانو په ژمنو او هڅو شکمن ښکاری او باور نه لری چې دسولی د رامنخ ته کیدو له پاره به عملی ګامونه پورته کړی ځکه چې ډیری هېوادونه زموږ په هېواد کې د روانی جګړی په اوږدیدو کې خپلی ګټی لټوی او تل د دوه مخی سیاست څخه کار اخلی نو پرموږ ده چې دخپلی ستونزی درغاونی له پاره پخپله سره لاسونه یو کړو او ددی ناوړه جګړی څخه ځانونه خلاص او سوله رامنځ ته کړو.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید