روزنامه ملی انیس

هیڅوک او هیڅ هېواد نه شی کولای په افغان حکومت خپل فرمایشونه ومنی

افغانستان د ۱۹۱۹ ع کال را په دی خوا هغه وخت چې دنړی په سیاسی نقشه کې دیو خپلواک، مستقل او حاکمیت لرونکی هېواد په توګه راښکاره شو دهماغی ورځی را په دی خوایې دملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو په ناستو، غونډو او سرمشریزو کې برخه اخستی اوتل یې دنړیوالۍ سولی او ثبات لپاره کار کړی دی او په کې ښه ځلیدلی دی.

افغان حکومت په تیرو ۱۹ کلونو کې دیودیموکراتیک او ولسواک نظام، اساسی قانون پارلمان او کابینی ترڅنګ په بیلا بیلو ټولنیزو، سیاسی او اقتصادی برخو کې ښی لاس ته راوړنی هم لری او له هېواد نه بهر به هیڅ ډلی او هیڅ هېواد ته ددی اجازه ورنه کړی چې په افغان حکومت دخپلی خوښی فرمایشی موازی او مؤقتی حکومتونه او نظامونه ومنی.

دلته زمونږ دخبرو اصلی موضوع په کوزی پښتونخوا کی دملی عوامی ګونډ دپخوانی مشر او سناتور افرآسیاب خټک په څرګندونه ده چې ویلی دی دپاکستان پوځ په افغانستان کې ولسواکۍ نه غواړی بلکی ددی هېواد پوځ حکومت دنظام پرضد دطالبانو موازی حکومت غواړی چې په اسلام آباد او کویټه کې کینولی او په افغانستان کې دولسمشریزو ټاکنو او انتخاباتو سره هم مخالفت ښی، افراسیاب خټک وایې اوس د اقتصادی همکاریو زمانه ده خو پاکستانی پوځ هرڅه دجیوستراتیژیک له زاویې ګوری او دسولی په روانو مذاکرو او خبرو کې یې هم شک ښودلی دی او وایې: طالبانو دسولی په خبرو کې د افغان دولت حاکمیت هم نه دی منلی او روانی خبری یوازی د امریکا دوتلو لپاره دی که څه هم په دی وروستیو کې اوربند په باره کې د افغانانو هیلی او امیدونه را ژوندی کړی دی.

دګوزی پښتونخوا دی سیاستوال داهم ویلی چې په افغانستان کې دسولی لپاره باید یوه قوی داخلی اجماع رامنځ ته شی چې روانی خبری نور هم قوت واخلی.

خو زمونږ په باور پرته له اوربند، او بین الافغانی خبرو په افغانستان کې دسولی دپروسی دبریالیتوب لپاره بل بدیل نشته.

افغانستان اوس هم هغه پخوانی نه دی بلکی یو خپلواک، مستقل او حاکمیت لرونکی هېواد دی دلته اوس دموازی او مؤقتی حکومتونو لپاره ځای نشته افغانستان اوس په ډیرو سیاسی ټولنیزو او اقتصادی ډګرونو کې زیاتی لاسته راوړنی لری پاکستان ته پکار دی چې دښه ګاونډیتوب له مخی په پاکستان کې د ترهګرو ډلو مرکزونه او پټن ځایونه ړنګ کړی، اوربند او بین الافغانی خبرو ته کښینی او دسولی له پروسی سره یوځای شی او هغه دا چې نه یوازی په افغانستان کې جګړه بنده شی بلکی د افغانانو یوازینۍ هیلی او امیدونه دادی چې په افغانستان کې تل پاتی سوله او ثبات دی هم تامین شی.

ناصر شاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید