روزنامه ملی انیس

هیوادوال او نړیوال د بین الافغانی رسمی خبرو پلویان دی

د ملی یووالی د حکومت مشرتابه د جوړښت راهیسی په هیواد کی د کورورانی جګړی د پای ته رسیدو هڅو عملی بڼه خپله کړه او ترهغه چی ولسمشر محمد اشرف غنی پاکستان ته په خپل لومړی سفر کی وښوده چی په سیمه کی روان تاوتریخوالی چی د ترهګرییزی جګړی له امله راپیدا شوی باید جرړی یی په ګډه و چی او د یوی همیشنی او تل پاتی سولی د رامنځ ته کیدو له پاره ګډی هڅی چی عملی بڼه ولری رامنځ ته شی.

ولسمشر چی د پرمختګ او هوساینی له پاره سوله ییزی هڅی په لومړیتوب راوشمیرلی یو شمیر جګړییزو سوداګرو چی جګړه یې د خپلو موخو او بهرنیو هیوادو څخه د ترهګرییزی جګړی په وړاندی د مبارزی له پاره د مرستو ترلاسه کولو ښه وسیله ګڼله د ولسمشر سره په خبرواترو کی ژمنی یو خپل او عمل یی بل خیل و ځکه د جګړی په بڼه اوکمښت کی هیڅ ډول توپیرونه لیدل شو او برعکس د ترهګرو ښوونیزو چارو ترڅنګ پوځی سمبالښت زیاتوالی ومند په یوشمیر ولایتونو کی د جګړی ګواښ لوړی کچی ته لوړ شو او په ځینو سیمو کی د بریدونو لمن پراخه شوه. خو د ملی وسله وال پوځ د سرښندونکو سرتیرو په میړانه د ترهګرییزو تیری کوونکو بریدونو په وړاندی سینه سپرکړه ترهغه یی جګړه مارو وکړه چی تیری کوونکی ماتی او تښتی ته اړکړل. هیوادوالو ولیدل چی جګړه مارو په پوره پیمانه د جګړی سخوالی له لاری زموږ یو شمیر بی ګناه هیوادوال د مرګ  ژوبلی سره مخامخ کړل خو د جګړی په بهیر کی یی هیڅ لاس ته راوړنی ترلاسه نه کړی نو ځکه ویلی شو چی تیری کوونکی به دجګړی له لاری موخی ته ونه رسیږی غوره به وی چی د جګړی پرځای خبرواترو ته لومړیتوب ورکړی او افغان وژنه پای ته ورسیږی.

مخالف وسله وال طالبان باید ومنی چی په نړیواله کچه دا مهال د جګړی په وړاندی دکرکی څپه راخپره شوی زیات شمیر اسلامی هیوادونه زموږ په هیواد کی روانه جګړه غوره نه ګڼی او په بین الافغانی خبرو پیل کیدو ټینګار کوی. نو له دی امله مناسبه به وی چی مخالف وسله وال طالبان د نړیوالو د راپیدا شوی سوله ییز خوځښت په وړاندی په خپلو جګړییزو هڅو کی بدلون راولی او د هغی لاریپه لټون فکر وکړی چی دټولو افغانانو خیر ښیګڼه پکښی نغښتی وی ډیری سوله ییزی هڅی چی دبهرنیو هیوادو پرمټ روانی دی موخه یی داده چی په افغانستان کی روانه جګړه پای ته ورسیږی او یوه همیشنی سوله چی دافغانانو دهوساینی وړ وګرځی رامنځته شی نوټینګار پردی دی چی جګړه دستونزو دحل لار نه بلکی دغمیزو دزیاتیدو لار ګڼل کیږی.په دی نیږدی تیرو ورځو کی بین الافغانی خبرو چی دوه ورځی یې په قطر کې دوام درلوده دافغانانو ترمنځ څومره نیږدیوالی رامنځته کړو او دهغی غوټی دخلاصون له پاره یی څوموره لاره هواره کړه نو له دی امله دافغانانو ترمنځ درسمی خبرو پیل کیدل چی دټولو ښکیلو غاړو غوښتنه ده باید پیل او ژرترژره ددی خونړی اوورانوونکی جګړی دپای ته رسیدو له پاره لار ومندل شی.دیادولو وړ ده چی دجګړی دهمیشنی پای ته رسیدو له پاره به په خبرو کی ځڼډ رامنځته شوی وی خو خبره داده چی افغانان چی تر اوسه یی ترمنځ یوازی او یوازی دخبرو بڼه ډیالوګ  وه او کوم اجراییوی موخه نه لری باید رسمی خبری پیل کړی ځکه دجګړییزی ستونزی هواریدل دافغانانو ترمنځ په مخامخ خبرو کی نغښتی ده له همدی امله ولسمشر محمداشرف غنی چی دتیری چهارشنبی په مازدیګر قطر ته دمخالفو وسله والو طالبانو سره دخبرو اترو له پاره تللی افغانانو سره وکتل وی ویل: ستاستوګډون یو ښه پیل و او په خپلی استازولی موله طالب لوری سره دافغان ملت برحقه غوښتنه مطرح کړه  جمهور رئیس مفاهمه مهمه وګڼه او وی ویل چی مونږ په ټولو مرحلو کی مفاهمی ته اړتیا لرو ځکه دسولی دپرمختګ په برخه کی یواځینی معقوله لار داده چی طالبان په مستقیم ډول له افغان حکومت سره خبرو ته کښینی ولسمشر دتیر په څیر دطالبانو سره مخامخ خبرو ته تیاری وښود او دخپلو سوله ییزو هڅو په دوام یې ټینګار وکړو. خو طالبان چې لا اوس هم له خپله دریځه په شاه شوی نه دی باید د افغان دولت دروغ نیتی او دنړیوالو دسوله ییزو هڅو په وړاندی دجګړی دپایښت څخه لاس واخلی او په خپلو کړو وړوکې ژور بدلون راولی ځکه اوس د بل هر وخت په پرتله په نړیواله کچه دسولی فرصت رامنځ ته شوی باید په جګړه کې ښکیلی خوای تری ګټه پورته کړی او په افغانستان کې اوږد مهاله جګړه چې په پایښت سره به یې پرته د افغان وژنی څخه نور څه ترچی لاسه نه شی دپای ټکی ومومی او دتل پاتی سولی له پاره لارهواره شی.

باوری یو چې دسیمی دهېواد و د اجماع له مخی چې هڅی یې ترسترګو کیږی دیوه ګډ دریځ له مخی دجګړی په ښکیلو غاړو غږکوی چې دبین الافغانی مخامخ خبرو په پیل کیدو سره ستونزی هواری کړی ترڅو جګړه پای ومومی. په چین کې دپاکستان، چین، روسی او امریکا د استازو ترمنځ په سوله ییزه ناسته کې راخپره شوی خبرپاڼه څرګندوی یدی ناسته کې په بین الافغانی مخامخ خبرو چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ وشی ټینګار شوی او ددی لاری یې دجګړی دپای ته رسیدو هڅی غوره ګڼلی نو مناسبه خبره داده چې د افغان دولت دتیاری ترڅنګ چې هروخت یې دخبرو له پاره غیږ پرانیستی پریښی مخالف وسله وال طالبان هم دهېوادوالو دغوښتنو ترڅنګ دنړیوالو غږ ته مثبت ځواب ووایې او د افغان وژنی دمخنیوی له پاره بین الافغانی مخامخ خبروته ځان تیار کړی ترڅو په هېواد کې اوږد مهاله غمیزه پای ته ورسیږی. 

هارون

 

ممکن است شما دوست داشته باشید