روزنامه ملی انیس

هیله من یو چې روانی هڅی دسولی په رامنځ ته کیدو بریالی شی

څرګنده ده چې دهری جګړی پای سوله ییز تفاهم وی نوځکه دجګړی ښکیلی غاړی اړایستل کیږی چې دخبرو اترو پرمیز کښینی او په هغو لارو چارو خبری وکړی چې جګړه پای ته ورسیږی. زموږ په هېواد کې دجګړی بڼه خورا پیچلی ده ځکه موږ دیوی نا اعلان شوی جګړی سره مخامخ یو او مخالف وسله وال چې دتمویل او تجهیز چاری یې دلاس وهونکو هېوادو له خوا برابریږی نه پریږدی چې پخپله خوښه دجګړی دپای ته رسیدو په خبرو اترو کې ګډون وکړی نوله دی امله جګړه اوږد مهاله او دنورو دګټو دخوندیتوب له پاره پایښت مومی. کله کله دخبرو اترو د پیل کیدو له پاره تمه را پیدا کیږی خو دلاس وهونکو دلاس وهنی له امله خبری دځڼډ سره مخامخ شی او یا داسی پیښی رامنځ ته کیږی چې په جګړه کې ښکیلی ډلی دیوه او بل په وړاندی جګړی ته وهڅول شی.

دتیر حکومت دسوله ییزو هڅو سره سره دسولی دخبرو اترو پیل کیدل په مخامخ ډول ترسره نه‏شول خوبیاهم دملی یووالی دحکومت مشرتوب دسولی دروازی خلاصی پریښودی او مقابل لوری ته‏یې د سوله ییزو خبرو اترو له پاره تیاری وښود. هغو ځایونو ته یې د‏سولی په رامنځ ته کیدو کې دمرستی لاس ور اوږد کړو چې دسولی دخبرو اترو پیل کیدل یې ترلاسه کیدای شی خو ددی ټولو هڅو سره سره لاس وهونکی دخپلو لاس وهنو څخه لاس نه اخلی او خپلو تیری کوونکو هڅو ته دوام ورکوی. هیڅوک انکارنه شی کولی چې زموږ په هېواد کې دجګړی خونړی پیښی د رامنځ ته کیدو پریکړه او طرحه په پاکستان کې جوړیږی. خوکله چې پاکستانی چارواکو سره دترهګرو دپټن ځایونو او یا دمخالفو وسله والو دتمویل او تجهیز په هکله خبری اتری وشی نو بیا نیغه په نیغه په ډیره سپین سترګی دترهګرو په شتون انکار کوی او دهر ډول وسله والی مرستی څخه ځان لری بولی خو دا‏ټولی غولونکی هڅی او ښکاره لاس وهنه اوس دنړیوالو له سترګو پټه نه شی پاتی کیدای او هغه غولونکی خبری چې نړیوالو ته یې کوی نور داعتبار وړنه دی نوځکه دنورو لارو چارو په لټون سره غواړی چې په سیمه کې دسیاسی مخالفت له مخی دنړی دځبرځواکونو دسیالی څخه په ګټی اخیستنی سره د ایران، چین او روسانو سره په یوه ګډ تفاهم کې داسی ډله ټپله جوړه کړی چې دامریکا او ناټو ځواکونه دسختو جګړییزو ستونزو سره مخامخ کړی باوری یو چې امریکا او دهغی ستراتیژیک انډیوالان به دپاکستان دوه مخی سیاست ته په کتو سره په خپلو کړو وړو کې یو لړبدلونونه رامنځ ته کړی ترڅو د روانی جګړی دراقابوکیدو له پاره هغه لار ولټوی چې مناسبه وی.

 دی چاری ته درسیدوله پاره دپوځی ملاتړ ترڅنګ دپیلوماتیکی هڅی د امریکا د بهرنیو چارو دځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په مشرتوب پیل شوی تمه ده چې دغه امریکایی دیپلومات وتوانیږی یوه بین‎الافغانی سوله ییزو خبرو اترو ته لار هواره کړی ډاډه یو چې زلمی‎خلیل‎زاد به دخپلی تجربی له مخی په دی وتوانیږی چې دجګړی دمختلفی بڼی د ارزونی پربنسټ یو لړخڼډونه چې دکورنیو او بهرنیو مخالفینو له امله را پیدا کیږی له منځه یووسی او د افغانانو په ملکیت افغانی خبرو اترو ته لار هواره کړی دغه راز دملی یووالی دحکومت مشرتوب چې دسولی د رامنځ ته کیدو له پاره دمختلفو لارو په لټون بوخت دی په یوه تازه اقدام سره یونوی نوښت چې دولسمشر محمد اشرف غنی له خوا رامنځ ته کیدونکی دی دی ته لار هواروی چې دسولی خبری سراسری او دټولو خلکو د استازو په ګډون یو بورد رامنځ ته شی چې دسولی په ټولو اړخونو خبری وشی او په ګډه د جګړی د غمیزی د پای ته رسیدو له پاره یوه مناسبه لار ومندل شی. ولسمشر چې دهېواد د ټولو ولایتونو دمسؤلینو ترڅنګ مخورو سره د یوه ویدیوی کنفرانس له لاری خبری کړی ټینکار یې کړی چې په دری ورځو کې دهر ولایت څخه یوتن دخلکو په خوښه مرکزته راواستوی څو دیوه پراخه مرکچی بورد په رامنځ ته کیدو سره دسولی په خبرو اترو کې ګډون وکړی او هغه لاری چاری ولټول شی چې سوله رامنځ ته کوی. د دولت ددی ډول هڅو څخه معلومیږی چې دسولی رامنځ ته کیدو ته لومړیتوب ورکوی که خدای(ج) کول دروانو هڅو له مخی به دنړیوالو سوله غوښتونکو په ملاتړ یوه همیشنی او تل پاتی سوله چې دهر افغان یوازینی غوښتنه ده رامنځ ته شی او دجګړی غمیزی به‏دتل له پاره پای ته ورسیږی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید