روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هیله ده چې د جګړی سخته شوی غوټه  دنړیوالو په مرسته را پرانستل شی

نو له دی کبله دامریکا جمهور رییس خپله پاملرنه زموږ په هېواد کی روانی جګړی ته راوګرځاوله او دیوه څیړنیز بهیر وروسته دجنوبی آسیا او افغانستان له پاره نوی ستراتیژی جوړه او دتطبیق له پاره یی لازمی لارښوونی وکړی په ستراتیژی کی دجګړه مارو دتمویل او تجهیز دبندیدو په هکله پاکستان ته دلاروښونی ترڅنګ څرګنده شوی چې دترهګرو دپټن ځایونو څخه لاس واخلی او دسولی دخبرو اترو په پیل کیدو کی دی مرسته ونه سپموی.لاکن پاکستان دتیر په څیر دجګړی دتمویل او تجهیز څخه لاس وانه خست او دمخالفو وسله والو ډلو اکمالاتی برخی ته یی زیاته پاملرنه راوګرځوله چې له امله یی جګړه پراخه او دهېواد زیاتو سیمو ته وغزیده مخالفو وسله والو هڅه وکړه چې دپاکستان په لمسون یو شمیر سیمی ترسخت جګړییز کواښ لاندی راولی ترڅو ځانته دراټولیدو ځای ذګی پیدا کړی خو دملی وسله وال پوځ دسرښندونکو پوځی عملیاتو له کبله ونه توانیدل چې په خپلو ناوړه موخو کی لاس نه راوړنی ولری دپاکستان ناغیړنۍ وښوده چې دامریکا دستراتیژی په وړاندی بی تفاوته ښکاری او دجګړی دپایښت او ملاتړ له پاره نور سیمه ییز ملاتړی ولټوی. په پټه او ښکاره ایران، روسیه او چېن هېوادو ته یی دلوړ رتبه پلاو سفرونه ترسره شول.

ترڅو دسیمی سیاسی او پوځی حالات دځان په ګټه راوڅرخوی امریکایی واکمنانو چې په پاکستان زیاته سرمایه ګذاری کړی وه دپاکستان ددوه مخی سیاست په وړاندی یی داړیکو په پیوند غور وکړو او هغه سرغړونو ته یی پام راوګرځاوه چې دامریکا دګټو دخوندیتوب ټه یی تاوان رسولی دی ځکه امریکایانو پاکستان ته دترهګرو سره دمبارزی په پلمه زیاتی مرستی او پیسی ورکړی لاکن لاس ته رواړنه یی دامریکایی سرتیرو په مرګ ژوبله تمامه شوی نو همدا وجه وه چې ولسمشر ترامپ دپاکستان سره دتیرو امریکایی واکمنانو اړیکی او مرستی تر نیوکی لاندی ونیوی او دراتلونکی له پاره یی په سنجول شویو ګامونو ټینګار وکړو دناټو غړو هېوادو هم دامریکا دستراتیژی په پلوی خپلی راتلونکی موخی وارزولی او پاکستان ته یی دترهګرو دپټن ځایونو دله منځه وړو لارښوونه وکړه.

ددی ټولو نړیوالو هلو ځلو سره سره پاکستان دهیڅ ډول ترهګرییز ملاتړ څخه لاس وا نه خیست او تردی دمه یی دوه مخی سیاست ته دوام ورکړو ددی له پاره چې امریکایی چارواکی دستراتیژی لاس ته رواوړنی وارزوی دمختلفو لارو په لټون سره جوته شوی چې دپاکستان دنه همکاری له امله دستراتیژی عملی لاس نه رواړنی نه ترسترګو کیږی بلکی جګړه لاپسی پراخه او سخته شوی ده ولسمشر محمد اشرف غنی هم لیواله وه چې پاکستان به دامریکا دستراتیژی په پلی کیدو کی مرسته وکړی او دمخالفو وسله والو ډلو ته به لارښوونه وکړی چې سوله ییزو خبرو اترو په پیل کیدو کی ګډون وکړی ترڅو زموږ په هېواد او سیمه کی روان جګړییز ناروین پای ته ورسیږی.

خو په خواشینی سره ویلی شو چې پاکستان دیوه مکرجن او غولونکی سیاست له مخی هیڅ وخت په خپلو ژمنو کی صادق او ریښتینی ګام نه دی پورته کړی تل یی هڅه داوی چې وسله والی ډلی وروزی او دخپلو شخصی او ناوړه موخو دترلاسه کولو له پاره یی زموږ هېواد ته دمرګ ژوبلی له پاره راولیږی.

روانه جګړه چې پاکستان دخپلو ګټو پربنسټ پیل کړی هیڅ سوله ییز حل ته لیوالتیا نه لری تل په ډیپلوماتیکو ناستو پاستو کی دسوله ییز وخبرو اترو پلوی کوی او تیاری ښایی چې په دی هکله به مرسته نه سپموی مګر په باطن کی وسله والی ډلی جګړی ته هڅوی ترڅو جګړه سخته او زموږ سره په جګړه کی ښکیل هېوادونه ددروند تاوان او جګړییزو ناخوالو سره مخامخ کړی دپاکستان دا هڅه هم پټه نه ده چې پاکستان وسله والو طالبانو ته په خبرو اترو کی د ګډون لارښوونه کوی خو د پریکو د نه منلو لارښوونه هم له پامه نه غورځوی.

ددی له پاره چې په هېوادکی یوه همیشنی او تل پاتی سوله رامنځ ته شی ولسمشر محمد اشرف غنی د مختلفو لارو په لټون سره سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته کړه او دزیاتو پلویانو او ملاتړو په رامنځ ته کیدو سره یی د کابل پروسی په دوهم کنفرانس کی دنړیوالو پام راوګرځاوه چې په ځانګړی توګه اسلامی هېوادونو د دینی عالمانو او استازو په ګډون پراخه ارزښتناکه غونډی جوړی کړی چې د جګړی د ارزونی ترڅنګ یی زموږ په هېواد کی مسلمانان وژنه حرامه وګڼله او د ولسمشر د سوله ییز هلوځلو څخه یی ملاتړ وښود.

دغه راز امریکایی چارواکو د افغانستان له لوری وړاندی شوی سوله ییز پیشنهادونه وستایل او د هغی څخه دملاتړ ترڅنګ د مرستی او لاس راغزونی تیاری یی څرګند کړو. اوس چې د سولی انګازی د هېواد او نړی سوله غوښتونکو هېوادوته د پام وړ ګرځیدلی هر څوک له خپله اړخه دتوان په اندازه هڅه کوی چې زموږ په هېواد کی څو کلنه جګړه پای ته ورسیږی او اوږد مهاله جګړه ییز ناورین له پاره دحل لارو مومی نو له دی کبله د نړیوالو رسنیو د رپوټ له مخی د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ خپلو دیپلوماتیکو سرچېنو ته لارښوونه کړی چې د‏طالبانو سره د خبرو اترو لارو لټوی ترڅو په افغانستان کی ناخوالو ته د‏پای ټکی کښیښودل شی امریکایی پوځی ځواکونه چې په جګړه کی ښکیل دی غوره ګټی چې د جګړی تر څنګ د سولی د خبرو اترو لټون هم له پامه ونه غورځول شی تر څو، څو کلنه بدمرغه جګړه پای ته ورسیږی او بهرنی پوځی ټولګی خپلو هېوادوته ستانه شی.

څه موده وړاندی هم امریکایانو د سوله ییزو خبرو اترو د پیل کیدو ملاتړ وکړو ډاګیزه یی کړه چې په بین الافغانی خبرو اترو کی به ګډون وکړی او خبری اتری به د افغانانو په مالکیت تر سره شی اوس چې د امریکا جمهور رییس د طالبانو سره د خبرو اترو لارښوونه کړی په هېواد کی د سولی د عالی شورا مرستیال غوره ګڼلی چې د سولی د خبرو اترو پیل کیدل به عملی بڼه غوره کړی او د سولی دټینګښت له پاره به لار هواره شی.

ډاډه یو چې د ولسمشر محمد اشرف غنی سوله ییزی هڅی د هری ورځی په تیریدو سره نوی هیلی راټوکوی او ددی باور رامنځ ته کوی چې د نړیوالو په مرسته به د جګړی سخته شوی غوټه راپرانستل شی او افغانان به د یوی همیشنی سولی  په رامنځته کیدو سره دهوساینی ژوند اختیار کړی.

ع – متین

ممکن است شما دوست داشته باشید