روزنامه ملی انیس

هیله ده چې دجګړی اندیښنی د سولی په خوشحالی بدلون ومومی

هېوادوال چې دڅوکلنی جګړی په بټی کې پاخه شوی اوس ددی توان لری چې دکار سړی وپیژنی او دناخوالو د زیږونکو سره یې توپیرو کړی ځکه دا مهال ددی وخت رارسیدلی چې دشراچونکو په وړاندی غوڅ چلند ترسره شی څو دهېواد داکثریت غوښتنوته ځواب ویلی شوی وی لاکن یوشمیر چې خپلی ګټی دجګړی په پایښت کې لټوی په دی به ونه توانیږی چې دتیر په څیربی اتفاقی واچوه او حکومت وکړه نوله دی کبله ویلی شو چې په هېواد کې دیوی غوره او کاری اداری په شتون کې کولی شو په نیمګړتیاوبرلاسی ومومو او دپرمختګ په لور ګړندی ګامونه پورته کړو. هېوادوال پوهیږی چې دکورنیو ستونزو سره سره دهغو لارو په لټون کې ګړندیتوب رامنځ ته شوی چې هوساینه پکښی رامنځ ته کیدای شی ځکه دلاس وهونکو سره خبری رڼی شوی او مقابل لوری ته دلاس وهونکو موخی را بربڼډی شوی دی او لارښوونه شوی چې دجګړی په بهیر کې دیوه بل غږ د اوریدو نه وی نو اړینه ده چې د ډزو غږ بند شی او دخبرو اترو د پیل کیدو له پاره تیاری ونیول شی او هغه څه چې په خبر اترو کې رابرسیره کیږی ورباندی دواړه غاړی غوروکړی او دحل کیدو لار یې په ګډه ولټوی. ښه به وی چې دمخالفو وسله والو ډلو تمویل کونکی هېوادونو درک کړی وی چې په جګړه کې هیڅ ډول لاس ته راوړنی نه شی ترلاسه کولی ځکه اوس زموږ میړنی وسله وال پوځ پیاوړی شوی او دهر ډول تیری په وړاندی قانع کونکی ځواب ویلی شی.

نومناسبه به وی چې دمرګ  ژوبلی پرځای دخبرو اترو په هکله فکر وشی څو دڅوکلنی جګړی دپای ته رسیدو لارومندل شی. دجګړی اوسولی دڅرنګوالی له پاره روانی هلی ځلی چې د افغانستان دحکومت په نوښت ترسره کیږی خورا ګټوری او ارزښتناکه دی ځکه روانو سوله ییزو هڅو وښوده چې په سیمه او نړی کې دفکری بدلون له مخی دامهال زموږ دولسمشر هڅی ستایل شوی او دملاتړ ترڅنګ د زیاتو تیاریو ژمنه ترسترګو کیږی.

همدا اوس زموږ ګاونډی هېوادونه دتیرپه څیر ځان نه نانګاره کوی او دی ته تیار دی چې زموږ سره دسولی دخبرو اترو په پیل کیدوکې مرسته وکړی څه موده مخکی دکابل دپروسی دوهم کنفرانس چې دولسمشر محمداشرف غنی له خوانوښت ګروسوله ییزو پیشنهادونو په درلودلو سره ښی پایلی درلودی خکه دکنفرانس ګډونوال په دی قانع او پوهه شول چې افغانان دیوی نا اعلان شوی جګړی قربانی دی او داجګړه دسیمی دهېوادونو ترڅنګ یو نړیوال ګواښ هم رامنځ ته کولی شی نوله دی امله سیمه ییز هېوادونه دی په پوره رښتینتوب سره افغانستان ته دسوله ییزو مرستو لاس راوغزوی څو مخالفی وسله والی ډلی وهڅوی دجګړی پرځای سوله ییزو خبرو اترو دپیل کیدو لار غوره کړی.

دتاشکندپه کنفرانس کې هم د ډاډوړ هڅی ولیدل شوی هلته د ازبکستان ولسمشر تیاری وښوده چې دسوله ییزو خبرو اترو دپیل کیدو له پاره به هلی ځلی پیل کړی او هررنګه مرسته چې دسولی د رامنځ ته کیدو له پاره لار هواروی دریغ به یې نه کړی.

دی ډول هڅو د زیاتو رنګ را وړلو ترڅنګ اسلامی هېوادونه وهڅول چې زموږ په هېواد کې روانه جګړه حرامه وګڼی او دسولی درامنخ ته کیدو له پاره دمختلفو لارو په لټون کې دهیڅ ډول هلو ځلو څخه خپلی مرستی ونه سپموی. همدا وجهه وه چې دسعودی عربستان او اندونیزیا مشرانو ددینی عالمانو پریکړی د مسلمانانو په خیروګڼلی او ټینګار یې وکړو چې په افغانستان کې دی دمسلمانانو ترمنځ روانه جګړه بنده او دسوله ییزو خبرو اترو له پاره دی دواړه غاړی تیاری وښایې. هلته زموږ په هېواد کې مسلمان وژنه وغندل شوه او دمسلمانو ترمنځ یې دیووالی په رامنځ ته کیدو ټینګار وکړو. اوس یوځل بیا تمه کیږی چې په نیږدی راتلونکی کې به څلور اړخیزه غونډه د افغانستان، سعودی عربستان، امارات متحده عرب او د امریکا دمتحده ایالاتو په ګډون جوړه شی. غونډه به په سوله ییزو هڅو پراخه او هر اړخیزه څیړنه وکړی او د نورو ګټو رولارو په لټون به خپلی وړاندوینی رابرسیره کړی. ښه خبره ده چې دهری ورځی په تیریدو سره دمختلفو هېوادو څخه دسولی په وړاندی دخڼډونو دله منځه وړو بهیر پیل شوی هیله ده چې لاس ته راوړنی یی ژر تر ژره ترسترګو شی او دهېوادوالو جګړییزی اندیښنی په سوله ییزه خوشحالی بدلون ومومی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید