روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هیله ده چې داځل یوه بین الافغانی ناسته رامنځ ته شی

په هېواد کې دسراسری اوتل پاتی سولی د رامنځ ته کیدو هڅی ګړندی شوی او په نړیواله کچه یې خوځښت رامنځ ته کړی چې له امله یی یوشمیر هېوادونه دسولی په رامنځ ته کیدو کې ځانونه مرسته کوونکی ګڼی او د دولتی چارواکو سره په لیدو کتوکې د بین الافغانی خبرو اترو ملاتړ څرګندوی چې دا ډول لیده کاته نه یوازی دهېوادو دواکمنانو سره ترسره شوی بلکی دا مهال په بهرکې ځینی سیمه ییز هېوادونه په خپلو کې په لیدو کتو بوخت دی ځینی بیا دمخالفو وسله والو طالبانو سره لیده کاته پیل کړی چې دخبرو اترو پایلی یې نه دی رابربڼډی شوی خو دهېواد مسؤل چارواکې ترشوی شوی ناستی پاستی څاری او وړاندوینه کوی چې د افغانانو ترمنځ دسوله ییزو خبرو اترو ته دلاری هوارول او دشتو خڼډونو په له منځه وړوکې دعملی ګامونو پورته کول دقدر وړ ګڼل کیږی خو هرهغه څه چې په یو اړخیز ډول ورباندی خبری اتری کیږی او دافغانانو دملی ګټو خوندیتوب په پام کې ونه نیول شی دمنلو وړنه دی ځکه افغانان په دی هیله چې روانه جګړه چې نه تنها د افغانانو په ګټه نه ده بلکی دسیمی دهېوادوله پاره هم زیات تاوانونه رامنځ ته کولی شی نوله دی کبله دملی یووالی دحکومت ټینګار پردی دی چې دسولی د رامنځ ته کیدو له پاره رښتینی هڅی اړین دی او هیڅکله به دوه مخی سیاست لاس ته راوړنی ونه لری. موږ تل په سیمه کې دنورو هېوادو ګټو ته په پاملرنی سره دښوو اړیکو غوښتونکی یوځکه دښو او متقابلو ګټو دخوندیتوب اړیکی پراختیا مومی او دلاس وهنی هڅه به دبی باوری لمن لاپسی پراخه کړی نو غوره به داوی چې روان سوله ییز بهیر چې پیل شوی په رښتیتنوب سره دمرستی لاس راوغزوی او هغه بی باروی چې همدا اوس شتون لری په باور بدلون بدله شی پټه نه ده چی. زموږ د دولت دسوله ییزو هڅو په وړاندی اوس هم دځینو هېوادو ژمنی دباور وړنه دی نوځکه هېوادوال دپاکستان او ایران هلوځلو ته دشک په سترګه ګوری او روانی هڅی به یې هله دباور وړوګرځی چې لاس ته راوړنی یې ولیدل شی ځکه مخالف وسله وال طالبان چې دځینو سیمه ییزو هېوادو دملاتړ وړودی تردی دمه دملی یووالی د حکومت سره دمخامخ خبرو اترو پیل کیدو ته تیارنه کړل شول او هغه ژمنی چې دیوه بین الافغانی خبرو اترو له پآره ترسره شوی عملی بڼه یې نه ده غوره کړی نوله دی کبله هېوادوال دلته او هلته دخبرو اترو په پیل کیدو باور من نه دی ځکه مخالف وسله وال طالبان اوس هم دپردیو په لارښوونه دملی یووالی دحکومت سره دمخامخ خبرو څخه انکار کوی داځل چې دسعودی عربستان دجدی په ښارکې دخبرو اترو انګازی راخپری شوی مخ دوړاندی د مخالفو وسله والو طالبانو دریځ د اندیښنی وړګڼل کیږی ځکه دملی یووالی دحکومت دحوصله مندی اوسوله ییز دریځ څخه دی هیڅوک بده ګټه نه پورته کوی او هرهغه څوک چې  دبین الافغانی خبرو اتروته تیاری نه ښایې په دی دی پوه شی چې هیڅوک نه شی کولی چې پرته د افغانانو ترمنځ شته ستونزه هواره کړی یوازی او یوازی افغانان دمخامخ خبرو اترو له لاری په خپلو وړاندیزونو او ستونزو خبری اتری کولی شی نو اړینه ده چې مخالف وسله وال طالبان دی دسیمی او نړی په کچه د دوست او دښمن هڅی او موخی په پام کې ونیسی او دهیواد دراتلونکی په هکله دی ژور فکر وکړی که مخالف وسله والو طالبان دتیر په څیر دسولی درښتینو هڅو په وړاندی مخالفت څرګند کړی نو هرو مرو به جګړه پایښت مومی چې په جګړه کی به بیاهم د افغانانو په مرګ  ژوبله کې زیاتوالی راشی او رغاول شوی هېواد به بیا په کنډواله بدلون ومومی نومناسبه به وی چې داځل دسولی دخبرو اترو په پیل کیدو کې یوه بین افغانی ناسته رامنځ ته شی او دهېوادوالو اندیښنی په یقین بدلی شی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید