روزنامه ملی انیس

همغږی به دسولی د رامنځ ته کیدو له پاره لار هواره کړی

په هېواد کې دجګړی ناخوالی چې په هره بڼه وی د افغانانو په مرګ  ژوبله تمامیږی او په هېواد کې دویر او ماتم ټغر خورساتی نو ځکه هېوادوال د ویر زیږنده جګړه بولی چې دا مهال یې مخالف وسله وال طالبان پرمخ بیایې کله کله داسی هم پیښیږی چې دخونړیو پیښو مسؤلیت مخالف وسله وال طالبان نه قبلوی خوډیری هېوادوال په دی باور دی چې په هېواد کې دهری ناوړه او خونړی پیښی رامنخ ته کیدل چې د افغانانو دمرګ ژوبلی لامل ګرځی مخالف وسله ال طالبان دی ځکه همدا طالبان دی چې نورو ترهګرو ډلوته یې ددی موقع برابره کړی چې د افغان دولت په وړاندی ترهګرییزبریدونه وکړی او امنیتی وضعیت له ګواښ سره مخامخ کړی ډیر ځلی داسی شوی چې په ترهګرییزه پیښه کې دملکی وګړو دمرګ  ژوبلی کچه لوړه وی نو بیا هیڅ یوه ترهګرییزه ډله یې مسؤلیت نه منی خو څرګنده ده چې دهری ترهګرییزی پیښی لامل دمخالفو وسله والو طالبانو جګړییز دریځ دی.

افغان دولت هم په دی باور دی که چیری مخالف وسله وال طالبان دجګړی څخه لاس واخلی نو دنورو ناوړه پیښو عاملین پټ نه شی پاتی کیدای هرو مرو دهېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو دبریدونو لاندی راځی او دخلاصون چاره نه لری.

په کابل کې دچهار شنبی د ورځی سهارنی ناوړه برید چې زمونږ یوشمیر هېوادوال یې شهیدان او ټپیان کړل تراوسه یې کومی ترهګرییزی ډلی مسؤلیت نه دی منلی را په ګوته کوی چې د امریکا متحده ایالات د مخالفو وسله والو طالبانو سره ځکه په دی ټینګار درلوده چې طالبان باید دامسؤلیت ومنی چې دترهګرییزو بریدونو مخنیوی به کوی او نه به پریږدی چې ترهګر د افغان خاوری نه په نورو هېوادوکې ترهګرییزفعالیتونه وکړی.

اوس چې دچهار شنبی دناوړه پیښی مسؤلیت چانه دی منلی نوویلی شو چې مخالف وسله وال طالبان دداسی پیښو دمخنیوی توان نه لری اونه غواړی چې په افغان وژنه کې کمی راشی ځکه هغوی چې ځانونه افغانان او په افغانانو خواخوږی ګڼی ولی دداسی ناوړه پیښو د بندیدو په هکله ځان نانګاره کوی خو معلومیږی چې هرڅومره چې په افغانستان کې دخونړیو پیښو کچه لوړه وی هومره به دهېواد او خلکو ددښمنانو خوښی زیاته وی ډیری هېوادوال چې ددی ټولو ناوړه او زړه بوګنونکو پیښو مسؤلین مخالف وسله وال طالبان بولی په دولتی چارواکو غږ کوی چې دداسی ناوړه پیښو په وړاندی باید له نرمښت څخه کار وانه خستل شی او دپیښی عاملینوته داسی ځواب ورکړل شی چې دنورو دعبرت وړوګرځی. هېوادوال باوری دی چې دترهګرو بریدونه به بی ځوابه پاتی نه شی ځکه میړنی وسله وال پوځ ددی توان لری چې دپردی پالو څخه دهر افغان دهری څاڅکی وینی بدل واخلی او دښمنانو ته قانع کوونکی ځواب ووایې.

افغان دولت که د یوی خوا د سولی د رامنځ ته کیدو له پاره د ښه نیت او حوصله مندی څخه کار اخلی خو د بلی خوا هڅه کوی چی د ترهګرو د راټوکیدو د ځای زګی د له مینځه وړو له پاره مناسبی لاری ولټوی.

هیوادوال وینی چی دولتی چارواکی د سوله ییزو خبرو د پیل کیدو له پاره د اوربند اعلانیدل اړین وبلل او مخالفو وسله والو طالبانو ته یی وړاندوینه وکړه چی د خبرو د پیل کیدو له پاره لومړنی شرط اوربند دی ترڅو معلومه شی چی په هیواد کی مخالف وسله وال طالبان همغږی دی او که په ډیرو ډلو ویشل شوی ځکه په تیره موده کی چی د طالبانو او امریکاییانو ترمنځ کومی خبری په دوحه کی روانی وی د طالبانو په لیکوکې همغږی شتون نه درلوده او ملا ذاکرالله د داعش د لیکو سره یو ځای شو دغه راز نور داسی راپورونه شتون لری چی طالبان په ټول هیواد کی پر خپلو افرادو کنترول نه لری نو له دی کبله غوره ده چی لومړی اوربند وشی ترڅو معلومه شی چی اوربند په ټول هیواد کی تامین شوی او که نه نو له همدی امله اوربند ته اړتیا لیدل کیږی. څو دخبرو پیل کیدوته لار هواره شی.

دغه راز ویلی شو چی که مخالف وسله وال طالبان سولی ته ژمن وی او د تاوتریخوالی څخه لاس اخلی نو د افغان دولت په څیر دی د ښه نیت څخه کار واخلی او داسی ګام دی پورته کړی چی د سولی د خبرو اترو د پیل کیدو له پاره مناسبه او د ډاډ او باور فضا رامنځ ته کړی.

افغان دولت په روانه جګړه کی د ډیرو تاوانی شویو افغانانو د نیوکو سره سره بیاهم د سولی د رامنځ ته کیدو له پاره د داسی لوی او پراخه زغم څخه کار واخست چی نړیوالو تری ملاتړ او مننه څرګنده کړه. خو پکار ده چی مخالف وسله وال طالبان د افغان دولت ددی انسانی اسلامی او افغانی خواخوږی چی د جګړی د پای ته رسیدو له پاره یی کړی ناوړه ګټه پورته نه کړی او هغه څوک چی د افغانانو ترمنځ د سولی د رامنځ ته کیدو په لاره کی داسی کړه وړه ترسره کوی چی د سولی خڼډ،و ګرځی په ګډه سره یی په له مینځه وړو کی ګامونه واخستل شی ترڅو د باور په رامنځ ته کیدو سره دسولی په لار کی عملی او رښتینی لاس ته راوړنی ترلاسه شی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید