روزنامه ملی انیس

هـره غـونـډه بایـد عملی لاس ته راوړنی ولری

په افغانستان کی دنا اعلام شوی، تروریستی او استخباراتی جګړی دبندیدو  دسولی او ثبات دتأمین په منظور ډیری نړیوالی غونډی او ناستی وشوی دتوکیو  شیکاګو او نورو نه نیولی بیا دکابل دسولی د پروسی، دوه اړخیزو، څلور اړخیزو، او آن‎تر تاشکنده دنړیوالو غونډو او نړیوالو سازمانو پوری جوړی شوی خوله بده مرغه دجګړی په بندیدو، دسولی او امن په برخه کې تری هیڅ راونه وتل او نه یې کومه پایله درلوده بلکی دسیمی دهېوادونو په تیره بیا دپاکستان دمستقیمو لاسوهنو او مداخلو له امله روانی جګړی نورهم زور واخست او قربانیان یې دټولو نړیوالو اصولو او میثاقونو خلاف ملکی او بی ګناه خلکو مرګ  ژوبله وه چې له بده مرغه تراوسه لاهم روانه ده.

دلته زمونږ دبحث او خبرو موضوع دمسکو په غونډی ده چې د روسیې هېواد سربیره دنړۍ د ۱۲ هېوادونو استازو په کې ګډون کړی وغونډه دمسکو په کوربتوب د روان ۲۰۱۸ ع کال دنوامبر په ۹ مه جوړه شوه د افغانستان په استازیتوب د افغانستان دسولی دعالی شورا دپلاوی ترڅنګ دلومړی ځل لپاره دافغانستان حکومت مخالفینو طالبانو هم په کې ګډون کړی. دمسکو غونډه د روسیې دبهرنیو چارو دوزیر سرګی لاوروف په پرانستونکی وینا پیل شو. هغه دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل: دا غونډه او ناسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دنیغو او مستقیمو خبرو سربیره دښو شرایطو له پیل سره پوره. مرسته وکړی او دسیمی دهېوادونو موهیله داده چې دجنګ ځپلی افغانستان مرستی ته راودانګیږی ترڅو د داعش دناوړی پدیدی جرړی اوباسی چې هدف‎یی افغانستان او د دی ځای څخه دمنځنی آسیا هېوادونه او دنړۍ نور هېوادونه هم ناامنه او بی ثباته کړی.

خوپه ناسته کې دطالبانو غوښتنی هماغه د امریکا دمتحده ایالاتو په حضور دطالب بندیانو خوشی کول او دتورلیست اوپه دا ډول نورو موضوعاتو هم څرخیدی.

د افغانستان د اسلامی دولت دبهرنیو چارو وزارت هم دمسکو دغونډی په اړه په یوه اعلامیه کې ویلی چې په افغانستان کې دسولی دتأمین په خاطر دهری هڅی هرکلی کوی چې دسولی په راوستو کې مرسته وکړی خو دسولی هر بهیر اوپروسه باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وی او دطالبانو نه باید دیوی وسیلی په توګه کاروانه خستل شی ځکه مو دمسکو غونډی ته استازی ونه لیږه خو هیله لرو چې دمسکو غونډه به دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لار آواره کړی.

زمونږ په باور که د افغان جګړی ښکیلی خواوی او ښکیل هېوادونه په رښتینی صادقانه او مضبوطی ارادی سره دمسکو دغونډی په شان د افغان لانجی دواقعی او رښتینی حل لپاره په یو معقول میکانیزم کارو کړی او په افغانستان کې خپلی هر ډول هڅی لاګړندۍ کړی نه‎یوازی دا ډول غونډی به‎بریالۍ وی بلکی دیوی ډاډمنی سولی او ثبات لپاره به‎هم لار آواره کړی.

ناصرشاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید