روزنامه ملی انیس

هر څومره چی جګړه پراخه اوسخته شی هومره به یې په وړاندی کرکه زیاته وی

په هیواد کی دملی یووالی د حکومت له خوا دجګړی دپای ته رسیدو له پاره هڅی او دمخالفو وسله والو طالبانو جګړییز غبرګون را په ګوته کوی چی دمخالفو وسله والو طالبانو په وړاندی ددولت سوله ییز وړاندیزونه ورته دمنلو وړ نه دی ځکه دطالبانو ملاتړکوونکی چی کلونه کلونه یی په افغانستان کی دجګړی دپایښت له امله خورا زیاتی مرستی دترهګرو سره دمبارزی په پلمه ترلاسه کړی او دجګړی څخه یی دسوداګرییزو راکړو ورکړو په توګه کار اخیستی او مرسته کوونکو ته یی ددوه مخی سیاست په کارونی سره تراوږدمهاله پیسی ترلاسه کړی خو هغوی ته یی په ترهګرییزه جګړه کی هیڅ ډول رښتینی لاس ورغزونه نه ده کړی ځکه جګړی پایښت وموند او په زیاته پیمانه دمرګ   ژوبلی کچه لوړه شوه خو اوس چی دنړیوالو مرسته کوونکو هیوادو په نیت کی بدلون رامنځته شوی غواړی چی په افغانستان کی روانه جګړه د دیپلوماتیکو لارو پای ته ورسوی او دسولی په لور ګامونه پورته کړی نویې پاکستان ته په څرګندو ټکو وویل چی درکړل شوی مرستی چی داړیکو دپراختیا او ددوستی دپیاوړتیا له پاره درکړل شوی وی تردی دمه دترهګرو سره په مبارزه کی نه دی مصرف شوی بلکی کیدای شی چی همدغه درکړل شوی پیسی دترهګرو په تمویل او تجهیز لګیدلی وی. ځکه چی پاکستان اقتصادی بڼه کمزوری ده او دجګړییزو مصرفونو څخه ېی راوتل ستونزمن ښکاری نو هرو مرو ویلی شو چی پاکستان ترلاسه کړی پیسی دترهګرو په پوځی سمبالښت لګولی چی په پایله کی یی دبهرنیو پوځونو په مرګ ژوبله تمام شوی دی.

اوس خبری دتیر په څیر نه بریښی ځکه دمرسته کوونکو هیوادو ځانګړی پاملرنه چې دجګړی دپای ته رسیدو له پاره راګرځیدلی هڅه کوی چې داځل مرستی ورکول اولاس ته راوړنی دی په رڼه او څرګنده توګه تر سترګو شی او پاکستان دی نور دترهګرو دملاتړ څخه لاس واخلی او پټن ځایونه چې ترهګری ډلی پکښی روزل کیږی له منځه یووسی ترڅو له لاسه ورکړی باور بیا ترلاسه کړی او دمرستو دترلاسه کولو له پاره عملی ګامونه پورته کړی. د امریکا د متحده ایالات چې دناټو دغړو هېوادو په سازمان کې زیاته ملی برخه تمویلوی د امریکا سره د امریکا دګټو او دخپلو غړو هېواد وستراتیژیکی لاس ته راوړنو ته په کتو سره ټینګار کوی چې په ګډه په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوی او همیشنی سولی د رامنځ ته کیدو له پاره لار هواره کړی. همداوجهه ده چې د امریکا ترڅنګ دناټو سرمشریزه په قطر کې دمخالفو وسله والو طالبانو او د زلمی خلیل زاد ترمنځ دترسره شویو خبرو څخه ملاتړ څرګندوی هیله لری چې دسولی په رامنځ ته کیدو سره دتیرو کلونو لاس ته راوړنی چې ټولنیزی آسانتیاوی یې رامنځ ته کړی زیانمنی نه شی. دغه راز د امریکا دمتحده ایالاتو مسؤل چارواکی چې د  دونالد ترامپ دلارښوونی سره سم په دوحه کې روانی خبری ترسره کوی تمه لری چې دپاکستان لومړی وزیر او په پاکستان کې نور ملکی او پوځی چارواکې چې د‌امریکا سره یې دسولی په رامنځ ته کیدو کې نوی ژمنی ترسره کړی په رښتینتوب سره عملی کړی او دهغوخڼډونو په له منځه وړو کې چې دمخالفو وسله والو طالبانو له خوا را پیدا کیږی عملی مرستی ته را ودانګی څو دسولی په روانو خبرو کې ګړندیتوب راشی او افغانان چې کلونه کلونه دسولی رامنځ ته کیدو ته انتظار باسی رامنځ ته شی.

له هېواده بهر په دوحه کې ترسره شوی خبری چې تردی مهاله یې دخبرو پوره جزییات نه دی څرګند شوی د اندیښنی او ډاډ وړګڼل کیږی ځکه د امریکا او مخالفو وسله والو طالبانو سره چې له کومه وخته دسولی خبری پیل شوی مخالفو وسله‌والو طالبانو جګړی ته زور ورکړی او دبی ګناه افغانانو په مرګ  ژوبله کې یې زیاتوالی راوستی که مخالف وسله وال طالبان په رښتینی توګه دسولی رامنخ ته کیدو ته ژمن وی نه ولی هره ورځ زموږ بی ګناه هېوادوال وژنی ټپیان کوی یې او هېواد په کڼډواله
بدلوی. په هېواد او خلکو مین کسان چې ځان خلکو او هېواد ته دخدمت کولو جوګه ګڼی ولی دسولی دخبرو په بهیرکې اوربند نه کوی او یا دجګړی پرکمښت فکرنه کوی خومعلومیږی چې مخالف وسله وال طالبان سولی ته په پوره پیمانه ژمن نه ښکاری نو ځکه هره ورځ زموږ دبی ګناه هېوادوالو وینی تویوی. وبه لیدل شی چې مخالف وسله وال طالبان دڅومره افغانانو په مرګ  ژوبله سره هدف ترلاسه کولی شی افغانان دیوه بی پری نندار چیانو په توګه دروانی جګړی مرګ   ژوبله او دهیوادوالو په وړاندی دخواخوږی کچه وینی چی دیوه قضاوت او ارزیابی له مخی به ورباندی تاریخ قضاوت وکړی. خوغوره به داوی چی په جګړه کی دملاتړ واوښکیلو غاړو موخی او وړاندوینو ته په ژوره توګه پاملرنه راوګرځول شی ترڅو افغانان وپوهیږی چی پرته دبین الافغانی خبرو دپیل کیدو څخه نور هیڅوک دجګړی دپای ته رسیدو سره مینه نه لری ځکه هرڅوک خپلی ګټی لټوی او دخپلو موخو له پاره مالی لګښتونه کوی نو پرافغانانو ده چی که غواړی په هیواد کی مرګ ژوبله پای ته ورسوی پرته دنورو د لمسون څخه په خپلو کی د بین الافغانی خبرو په پیل کیدو کی ګډون وکړی او هره ستونزه دخبرو له لاری هواریدای شی هواره یی کړی اوڅوکلنه جګړه چی پایښت یی هیڅ ډول دافغانانو په خیر نه ده ورته دپای ټکی کیږدی.

څودیوه بل سره په ورورګلویزه فضا کی دهیواد ورانی ویجاړی بیا را جوړی او دپرمختګ په لور ګړندی  ګامونه پورته کړل شی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید