روزنامه ملی انیس

هر راز سوله ییزې هڅې یوازې دافغانانو په مالکیت دبری ترمنزله رسیـږی

داواقعیت دی چی افغان پتمن مظلوم ولس په خپل پلرنی ټاټوبی گران افغانستان کی له کابو دری نیمی لسیزی اوږدمهالی کورورانی جگړی څخه ډیر په تنگ اوستومانه شوی دی ځکه چی په دغه بدمرغه جگړه کی یی له مادی او معنوی پلوه ډیر کړاوونه اوربړونی لیدلی او گاللی دی نو دمگړی د زړه له کومی په هیواد کی دهرراز سوله ییزی هڅی او خوځښت ملاتړ کوی او دعمل په ډگر کی یی مثبتو پایلو ته په ډیری بی صبری لاری څاری او د سولی په برخه کی دافغان حکومت دمشرتابه هلی ځلی هم ستایی،  د یادونی وړده چی دافغانستان داسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غنی دروان لمریز کال د چنگاښ میاشتی په پنځم مازدیگرد چهارچنار ماڼی کی د سولی عالی شورا او دعلماوو سراسری شورا مشرانو او استازو په گډه غونډه کی په گډون سره په خپلی ارزښتناکی وینا کی هم داسی ویلی وو : نن ټول ملت په لوړ او مصمم غږ سوله غواړی،  د افغانستان دعلماوو د منطقی فتوا په اساس مونږ اوربند وکړ ځکه مونږ تل علماوو ته درناوی لرو، غږ ته یی لبیک وایوو او په لارښوونو یی عمل کوو،  دعلماوو فتوا د علماوو او د ملت د خود جوشه ارادی ښکارندویه وه،  ولسمشر څرگنده کړی چی د روژی مبارکی میاشت په اوویشتمه نیټه او دکوچنی اختر په ورځو کی اوربند زمونږ د هیوادوالو په څیرو کی خوښی
ډاډ او هیلی را څرگندی کړی او دغه اوربند ټولو ته وښوده چی داعظیم ملت لاهم پرخپل افغانیت او اسلامیت ویاړی،  دادی مشوری هیواد دی چی اجماع یی د ولس پرعام نبض ولاړه اوهراقدام هم پرهمدی اساس ترسره کیږی ځکه ولس د سولی غوښتونکی دی اوپه دی برخه کی دولس غږ او اجماع واضح دی سوله منل د الهی احکامو پیروی،  دولس غوښتنی ته درناوی او ملی گټو ته ترجیح ورکول دی،  ښاغلی جمهور رئیس ټولو هیواد والو ته په خطاب کی ټینگار کړی چی دسولی په برخه کی هر اندیښنه او دسولی پروسی دښه والی لپاره خپل وړاندیزونه دی دسولی عالی شورا او جمهوری ریاست سره شریک کړی  سوله په تیاره کی د غله په څیر نه راځی،  بلکی په روښانه ورځ دافغانانو په همت راځی،  ولسمشر یوځل بیا هم پر افغان وسله والو طالبانو غږ کړی چی دافغانستان په هره برخه کی دسولی د مذاکراتو لپاره چمتودی، نو رادی شی چی دسولی په اړه بحث او مذاکرات وکړی،  دسولی جهت مثبت دی اوپه دی برخه کی باید نور اقدامات وشی،  په دی اړه ملی  سیمه ییزه،  بین المللی او داسلامی هیوادونو اجماع موجوده ده او په سوله کی زمونږ دټولو عزت او حیثیت خوندی دی.  له شک پرته چی د ولسمشر وینا سل په سلوکی د یوروښانه واقعیت څرگندویه ده ځکه همدا سوله ده چی دخلکو عزت او حیثیت په کی خوندی کیږی او برعکس جگړه ده چی دهغی په لړکی خلک وژل کیږی،  له خپل کورڅخه بی کوره کیږی،  پردیو ته احتیاج او محتاج کیږی،  هیواد ورانیږی اوبالاخره په پایله کی هم خلکو ته تباهی  بربادی،  ویر او ماتم ورپه برخه کوی چی عملا ًهم له کلونو کلونو څخه را په دیخوا دبدمرغه جگړی ترخی پایلی مونږ ټولو افغانانو څکلی دی نو ځکه نن افغان مظلوم ولس په یو غږ سوله غواړی،  چی له نیکه مرغه د جگړه ځپلیو افغانانو ددغه هیلو د تحقق په موخه په گران افغانستان کی د سولی راوستو او اوربند ټینگولو له پاره له بیلابیلو ولایتونو ولسی هڅی هم را پیل شوی دی چی دهلمند دسولی کاروان کابل ته درسیدو وروسته د پکتیا،  خوست،  لوگر او یوشمیر نورو ولایتونو ولسی وگړو هم ورته کاروانونه روان کړی اوپه کابل کی له دغه کاروان سره یوځای شویدی،  البته د افغان مظلوم ولس ددغه روا او مشروع غوښتنی د‏تحقق په موخه په دی وروستیو کی داسلامی هیوادونو دهمکاری دسازمان په مشری،  دخادم الحرمین الشریفین په اهتمام او میلمه پالنی اودنړی د (۳۳) هیوادونو دینی علماوو په گډون په افغانستان کی دسولی او امنیت په اړه هم یو دروند نړیوال کنفرانس چی په سعودی عربستان کی جوړ شوی وو او په پایله کی یی یوه اووه ماده ییزه اعلامیه هم خپره کړه چی
                 په ټوله کی یی په افغانستان کی روانه جګړه حرام او ناروا بللی او دسولی په ټینګښت یی ټینګار کړیدی،  دغه راز د ډله ییزو رسنیو په حواله هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویل شوی، چی د افغانستان د راتلونکی په اړه خبری به د طالبانو او افغان حکومت تر منځ وی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندی دغه څرگندونی د نیویارک ټایمز د هغه راپور په عکس العمل کی کړی چی وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو دیپلوماتانو ته ویلی چی له افغان طالبانو سره د مستقیمو خبرو د پیل لپاره اقدامات وکړی،  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندی زیاته کړی (( امریکا د افغانستان له حکومت سره په دغه هیواد کی د سولی بهیر د پرمختگ لپاره هره لاره چاره ارزوی، د افغانستان د سیاسی راتلونکی په اړه به خبری د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کیږی.)) له دی وروسته چی د نیویارک ټایمز ورځپاڼی دغه رپوټ خپور کړی په افغانستان کی دننه او د باندی یی سخت بحثونه هم راپارولی، ددغه راپور له خپریدو وروسته دافغانستان جمهوری ریاست د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو په اړه د نیویارک ټایمزدرپوټ په غبرږون کی دارګ مرستیال ویاند له قوله داسی ویل شوی دی دافغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ دسولی خبری دافغانانو په رهبری کیږی او امریکا په دغه پروسه کی د آسانتیاوو په برابرولو کی له افغانستان سره همکاری کوی،  نوموړی داهم ویلی چی له طالبانو سره د خبرو لوری د افغانستان حکومت دی او هیڅ څوک نه شی کولی چی په استازولی کی د افغانستان د خلکو او افغان حکومت ځای ونیسی او امریکا به د افغانستان د سولی په پروسه کی ګډون ولری،  دافغان حکومت دسولی طرح چی د کابل پروسی او ازبکستان په غونډو کی اوپه دی وروستیو کی د ناټو په سرمشریزه کی وړاندی شوه دنړیوالی ټولنی له خوا یی ملاتړ شویدی،  همداشان ددغه راپور له خپریدو وروسته د افغانستان د سولی شورا په مشروط ډول د دغه اقدام هر کلی هم کړی او ویلی یی دی چی باید له طالبانو سره هر ډول مذاکرات د افغانانو په مشری وی.  بنا پاک خدای (ج) دی وکړی چی په ټوله کی سولییزی هڅی او خوځښتونه مثبتی پایلی را ونغاړی او په جگړه کی ښکیلی لوری په سوله سره صلاح شی او نور بدمرغی جگړی ته د زړه له تله نه ووایی اودسولی بیرغ هسک کړی،  ځکه دا ټولوته څرگنده شوی چی زموږ هیواد د تیرو کابو دری نیمو لسیزو بدمرغه، تباه کوونکو او خونړیو جگړو په ترڅ کی له هره پلوه وران، ویجاړ او پتمنه افغانان هم د مادی او معنوی پلوه له سترو زیانونو سره مخامخ شوی او په ټولیزه توگه هم دا ټولو ته په اثبات رسیدلی چی ددغه ناوړه جگړی په ترڅ کی یوازی گران افغانستان د نابودی لوری ته وکښل شو او مظلومه افغانان له بدمرغیو سره لاس او گریوان شول نو نن چی موږ ته یو ځل بیا ددی زمینه برابره شوی چی ټول افغانان سره یو موټی شو او د خپل گران هیواد آبادی، ترقی او پرمختگ لپاره مټی راونغاړو او په گران افغانستان کی د نیکمرغه سولی د ټینگښت له پاره ټول افغانان د ورونو په څیرسره متحد،  یوموټی او یو قوت شو او دسولی خلاف دهرغلیم هڅه په ریښه کی ورته شنډه کړو ترهغه چی په دی وتوانیږو چی په هیواد کی د سولی دغه نیکمرغه او بختور حرکت چی را پیل شویدی دبری تر منزله ورسوو اوخپل گران هیواد له شته ناورین څخه وژغورو اویوه تلپاتی نیکمرغه سوله په ټول هیواد کی ټینګه،  قایم او دایم کړو ترهغه چی له امله یی په ټولیزه توګه ګران هیواد او افغان مظلوم ولس دپردیو له هرډول احتیاج څخه وژغورل شی او په خپل هیواد کی دامن او سولی په نیکمرغه فضا کی په ابرومندانه ډول هوسا ژوند وکړی.

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید