روزنامه ملی انیس

هره غوڼډه چې اجرائیوی واک و نه لری سوله نه شی رامنځته کیدای

دخپرو شویو رپوټونو له مخی په قطر کی دافغان سولی له پاره امریکا دبهرنیو چارو دوزارت دځانګړی استازی زلمی خلیلزاد داووم پړاو خبری دمخالف وسله والو طالبانو داستازو سره دخبرو څخه جوته شوی چی روانی خبری دډاډ وړ او پایلی یی لانه دی رابرسیره شوی خو زیاتره شنونکی چی دډله ییزو رسنیو سره خپلی وړاندوینی شریکوی باور لری چی دامریکایی پلاوی او مخالفو وسله والو طالبانو داستازو ترمنځ په افغانستان کی دبهرنیو پوځونو دوتلو په محل ویش او دافغانستان څخه نورو هیوادو ته دګواښ نه متو جه کیدل، اوربند او دافغان دولت سره بین الافغانی خبرو پیل کیدل دخبرو آجندا ګڼل شوی ده چی په دی خبرو کی دبهرنی پوځونو په محل ویش او دافغانستان څخه نورو هیوادو ته دګواښ دمخنیوی په هکله خڼډونه هوار شوی کیدای شی دخبرو دواړه غاړی په نیږدو ورځو کی یی دپایلو په هکله څرګندونی رابرسیره شی، خو په قطر کی د آلمان او قطر په کوربه توب بین الافغانی ناستی چی دطالبانو استازی پکښی ګډون کوی دامریکاییانو سره خبری ځڼډولی تمه ده چی ددوه ورځنیو خبرو وروسته امریکایی پلاوی او مخالف وسله وال طالبان سره کښینی او دترسره شویو خبرو په پایلو خبری وکړی، ډیری هیوادوال چی دامریکا او مخالف وسله والو طالبانو دترسره شویو خبرو له جزییاتو خبرتیا نه لری دزیاتو اندیښنو سره مخامخ دی ځکه په زیاته کچه افغانان چی دجګړو ترخی تجربی له ځان سره لری ټینګار کوی چی خبری باید رڼی او دپردی ترشاه داسی خبری چی پریکړی یی دهمیشنی سولی دټینګښت وړ ونه ګرځی افغانانو ته دمنلو وړ نه دی ځکه دروانی جګړی جرړی خورا زیاتی غزیدلی او ترهغه چی دجګړی دټولو جرړو درایستلو له پاره بین الافغانی خبرو ترڅنګ نړیوال ملاتړ شتون ونه لری دجګړی پای ته رسیدل ناشونی ښکاری ځکه لاس وهونکی هیوادونه اوس هم دلمسونی له لاری دخبرو روان بهیر په خپله ګټه راڅرخوی او هڅه کوی چی دافغانانو څوکلنی لاسته راوړنی بیا له لاسه ووځی او دجګړی بیا پیل کیدو ته لار هواره کړی نو له دی امله کار پوهان په دی باور دی چی خبری باید رڼی او په رښتینی توګه بین الافغانی وی ځکه پخپله افغانان دیوه بل سره خپلی ستونزی شریکولی شی او ددی توان شته چی دیوه بل په زغملو سره دروانی جګړییزی غمیزی له پاره یوه مناسبه لار ومومی.

ښه به وی چی په قطر کی دبین الافغانی خبرو اترو ترنامه لاندی پیل شوی خبری دسولی درسمی او مخامخ خبرو  له پاره چی اجراییوی واک ورسره وی لار هواره کړی ځکه داجراییوی واک پرته هر هغه غونډه او یا ژمنه به دسولی دټینګښت او مینځته راتلو سره مرسته ونه کړی ځکه اجراییوی واک ددولت سره دی نه دبل چا سره نړیوال او هیوادوال پوهیږی چی افغان دولت دسولی دمشورتی لویه جرګی سپارښتنی چی دمخالفو وسله والو طالبانو دبندیانو دخوشی کیدو په هکله یی درلودی دولسمشر محمد اشرف غنی دفرمان له مخی چی اجراییوی واک لری یو شمیر بندیان خوشی شول چی دا ډول کړنی را په ګوته کوی چی دسولی دهری پریکړی او وړاندوینی عملی کول یوازی او یوازی ددولت په اجراییوی واک پوری تړلی دی نور څوک نه شی کولی چی دواک پرته دپریکړو دعملی کیدو واک ولری نو له دی کبله ویلی شو، چی هرهغه څوک چی په کور دننه او یا بهر دسولی درامنځته کیدو له پاره هڅی کوی باید ددولت سره مخامخ خبرو اترو له پاره شته خڼډونه له مینځه یووسی او بین الافغانی خبرو ته چی ددولت ملګرتیا ورسره شتون ولری لار هواره کړی ترڅو دسولی رښتینی لار چی زیات اغزی پکښی شندل کیږی په ګډه سره له مینځه یووسو او دیوی مناسبی او پاکی شوی لاری څخه دسولی مقدس ارمان چی ټول افغانان ورته بی صبرانه انتظار باسی ور ورسیږو.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید