روزنامه ملی انیس

نیوکې باید د نمیګړتیا دحل له پاره وی نه دستونزو د را پیدا کیدو له پاره

ددموکراتیکو موخو سیاسی لارویان او مشران دټولنی د ژور او هر اړخیز څیړنیز بهیر له مخی ورته پاملرنه کوی او دستونزو درغاونی له پاره ګډی هڅی د وخت دواکمنانو سره شریکوی څو وتوانیږی دټولنیز ژوند نیمګړتیاوی پوره او د ژوند آسانتیاو له پاره دمختلفو لارو په لټون کې ګړندی ګامونه پورته کړی.

 ځکه هرسیاسی خوځښت چې دخلکو له منځه دخدمت کولو له پاره رامنځ ته شوی وی زمه واری یې ګڼل کیږی چې دهېواد دثبات او پرمختګ له پاره لازمی طرحی او وړاندوینی ولری او دپلی کیدو له پاره یې لاری هواری کړی.

زموږ هېواد چې د ډیرو کلو راهیسی د جګړییزو ستونزو سره مخامخ دی اړتیا لیدل کیږی چې د خلکو دپراخ ګډون ترڅنګ سیاسی ډلی ټپلی دیوه روښانه دریځ له مخی پرته دشخصی او ګونډی ګټو په پام کې نیولو سره په هېوادنی مینی دیو موټیتوب په رامنځ ته کیدو کې فعاله ونډه واخلی ترڅو دشته ستونزو په رغاونه کې ښی لاس ته راوړنی ترلاسه شی اوس چې په هېواد کې یوشمیر ګوندونه دسیاسی فعالیت څخه برخمن دی باید دخپلو سیاسی فعالیتونو پربنسټ داسی ګامونه پورته کړی چې بیلګییزی لاس ته راوړنی یې ترسترګو شی لاکن په خواشینی سره ویلی شو چې تردی مهاله سیاسی ګوندونو د روانو کورنیو ستونزو درغاونی له پاره عملی ګامونه پورته کړی وی او یایې د دولت سره دستونزو په کموالی کې رښتینی او بی پری لاس ورغزولی وی لیدل کیږی چې دملی یووالی دحکومت د رامنځ ته کیدو سره سم دګوندونو ایتلافی شکل زیاتوالی موندلی او یولړ نیوکې چې دروانو ستونزومنو شرایطو دراقابو کیدو سره مرسته نه شی کولی ترسترګو کیږی ډیر ځلی ولسمشر محمد اشرف غنی په مختلفو غوڼډو کې دهېواد په دننه او بهر په یولړ مسایلو د اجماع تاکید کړی او ټولو سیاسی ګوندونو څخه یې غوښتنه کړی چې دیوی واضح او څرګندی طرحی په درلودلو سره راشی چې ورباندی خبری وکړو او دیوه ګډ تفاهم او همغږی له مخی دستونزو حل کیدوله پاره لار هواره کړو دا ډول هڅی څو څو واره تکرار شوی او په ډیرو مهمو او اړینو کارونو کې نظر او وړاندوینو ته پاملرنه راګرځیدلی ده لاکن کله کله دیوه ځانګړی شخصی خوابدی له مخی نیوکې تردی حده ورسیږی چې دملی ارزښتونو خوندیتوب ته تاوان رسوی. لومړی باید په هېواد کې اوسنی سیاسی ګوندونه چې یوشمیر یې په قومی جوړښت رامنځ ته شوی دګوندپه دننه کې یې دباور کچه څومره او خپل منځی ټاکنی یې ترسره کړی چې دخپل ګوند استازیتوب وکړی.

 ښه به وی چې دنیوکو بڼه دملی ارزښتونو دتامین او خوندیتوب له پاره ترسره شی نه دشخصی غوښتنو پربنسټ. خوښ یو چې دا مهال د دولت له خوا په هېواد کې دیوی رښتینی دموکراسی دتمثیل له پآره لار هواره شوی او دولت هرهغه څه ته غیږ پرانیستی پریښی چې هېوادوال یې غواړی لاکن هېوادوال چې دتیرو کلونو سیاسی خوځښت ته په ګټو سره ګیلمن ښکاری او دداسی سیاسی خوځښت څخه ملاتړ کوی چې دهېواد روان جګړییز بهیر راقابو او په هېواد کې سراسری او همیشنی سوله رامنځ ته کړی نوله دی امله ټینګار پردی دی چې اوس د دولت په وړاندی دنویو ستونزو دزیږونی له پاره هلی ځلی به ددښمن په ژرنده داوبو سمول وی نه دهېواد د آبادی له پاره.

مناسبه خبره داده چې دولسمشری ماڼی دتیاری له مخی چې دسیاسی ګوندونو او یا دهېواد دمخورو خلکو دوړاندوینو له پاره لری باید سیاسی ګوندونه ځان نانګاره نه کړی پرته دهر ډول شخصی خوابدیو څخه په ملی مسایلو کې ګډون وکړی او پرخپل وخت سره خپلی وړاندوینی د دولت دواکمنانو سره شریکی کړی ځکه دولتی چارواکې په ځانګړی توګه ولسمشر لیواله دی چې دسیاسی اجماع له مخی ستونزی په ګډه هواری شی او په هغو لارو توافق وشی چې په رالتونکی او اوسنی وخت کې دهېواد او خلکو په ګټه تمام شی اوس چې دټول ټاکنو خبره ګرمه ده یوځل بیا مخکی له مخکی د نیوکو بازار راګرم شوی او هرهغه څوک چې دخلکو په منځ کې ځان کم رنګه وینی وار دواره په ټاکنو شک څرګندوی او دټاکنو دکمیسیون سره دمرستی څخه ځان ژغوری دا ډول هڅی دټاکنو نیمګړتیاوی نه شی پوره کولی غوره او مناسبه به وی چې دهېواد ستونزمن بهیرته په کتو سره سیاسی ګوندونه شته نیمګړتیاوی دټول ټاکنو کمیسیون سره شریکی کړی او په ګډه ورته دحل لار ولټول شی ځکه هر وخت ولسمشر په دی تاکید کړی چې دولت د کمیسیون په چاروکې لاس وهنه نه منی کمیسیون په خپلو چارو کې خپلواک دی هرهغه څوک چې کومه نیمګړتیاوینی او نیوکه کوی په مستقیم ډول دی دکمیسیون سره شریک کړی څو دټول ټاکنو کمیسیون ورته دحل لار ولټوی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید