روزنامه ملی انیس

نیمګــړتیـاوی پـه نـیوکو نه رغاول کیږی

 په داسی حال کې چې دهېواد او خلکو دښمنان دجګړی خونړیو پیښو د زیاتوالی ترڅنګ هدفی بریدونه زیات کړی ورسره جوخت په کور دنه یو لړ خپل منځی ناندری او ګیلی را برسیره شوی چې دهېواد او خلکو دهوساینی او اندیښنو درغاونی په خلاف ستونزی زیږوی او ددښمن په ژرنده داوبو سمول ګڼل کیږی همدا اوس دهری خپرندویه رسنی لومړنی خبر دمرګ  ژوبلی په خبر را پیلیږی او د امنیتی ناخوالو د زیاتوالی له امله پوره اندیښنی شتون لری خو په هېواد کې ناست سیاسیون چې هریو یې دهېواد دسوکالی او هوساینی له پاره ژمنی ترسره کوی اوس په خپل منځی ناندرو بوخت دی کله دیوه او بل په وړاندی او کله بیا د دولت دنیمګړتیاو درابرسیره کونی بازار تود ساتی او دخپلو موخو دلټولو له پاره دهیڅ ډول منفی تبلیغ څخه لاس نه په سرکیږی.

دا ډول کړنی چې دښمن ته د جرأت  ورکولو له پاره لار هواروی دهېواد په ګټه نه بریښی ځکه دهېواد دښمنان هڅه کوی چې دخپل منځی شخړو دشتون څخه ناوړه ګټه پورته کړی او خپل ناوړه او شوم پلانونه په آسانی سره تطبیق کړی موږ ډاډه یو که په هېواد کې سیاسی ډلی ټپلی او ترڅنګ یې دهېواد مخکښ او قومی مشران چې دیوه او سپنیز یووالی له مخی دجګړییزو ستونزو دپراختیا دمخنیوی له پاره عملی هڅی پیل کړی نو شونی ده چې د ډیرو ناوړه پیښو مخنیوی به رامنځ ته شوی وی خو دریغا چې سیاسیون او ترڅنګ یې نور ځان خوښی چې خپلی ګټی په ګډوډی کې وینی په روانو جګړییزو ستونزو ځان نانګاره کوی او د دولت له پاره دنیوکې ښه چانس ګڼی هېوادوال لاس ترزینی مشرانو باندی دنیوکې په څرګندونی سره ډاګیزه کوی چې په جګړه کې د افغانانو دمرګ  ژوبلی نندارچیان مه اووسی ځکه هره ورځ څومره افغانان دمرګ  ژوبلی سره مخامخ کیږی چې ترڅنګ یې بیا د یتیمانو او کونډو په شمیرکې خورا څومره زیاتوالی راځی هومره به په ټولنیز ژوند کې دستونزو زیاتوالی رامنځ ته شی ښه به وی چې ډیری خبری اونیوکې دخپل منځی تاوتریخوالی پرځای نه بلکی په خپل منځی خبرو اتروهواری کړو او هری ستونزمنی ستونزی ته په خپله افغانان دحل لار ولټوی ځکه دښمن ډیر بی رحمه او ناځوانه دی نه غواړی چې په هېواد کې دجګړی په اور اوبه وروشندی دهری ورځی په تیریدو سره جګړی ته نوی بڼه ورکوی او دهېواد مخکښی څیری دمرګ  ژوبلی سره مخامخ کوی ترڅو دیوی خوا دویری اچونی ترڅنګ داسی کسان و وژنی چې دتشی را ډکیدل یې اوږد مهاله او ناشونی وی. 

نه غواړی چې هېواد د پوهو او عالمانو کسانو له لوری دپرمختګ په لور روان شی نو هدفی وژنی زیاتوی او دمرګ  ژوبلی له پاره لار هواروی.

په دی نیږدی ورځو کې ددینی عالمانو وژل را په ګوته کوی چې اسلام دښمنه عناصر غواړی په هېواد مین عالمان و وژنی او دویری اچونی فضا رامنځ ته کړی خو هیردی نه کړی چې هیڅ هېواد پال او په هېواد مین عالمان به دهېوادنی مینی څخه لاس وانه اخلی او تل به دپردی پالو په وړاندی دحق ناره او چته وساتی او دغیری اسلامی کړنو په وړاندی به خپل غږ چوپ نه کړی نو مناسبه ده چې په هېواد کې سیاسی مشران د روان ستونزمن جګړییز حالات ته په کتو سره دیوی هېوادنی اجماع له مخی پرستونزو خبری وشی او په بیړی سره د روان اندیښمن امنیتی وضعیت ته په کتو سره داسی چاری ترسره کړی چې هېواد د اوسنی حالات څخه دیوه ډاډمن امنیت په لور روان کړی ترڅو په امنیت کې دیوه اوبل نیمګړتیاو ته ګوته ونیول شی او درغاونی له پاره یې هم بدیل په نښه او دښو چارو څخه برخمن شو. 

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید