روزنامه ملی انیس

نړیوال دی زمونږ دهېواد په امنیت کې خپل امنیت ولټوی

په هېواد کې په روانه جګړه کې ښکېل هېوادونه چې دیوه نړیوال تفاهم او هوکړی له مخی دډیرو مالی او انسانی تاوانونو سره سره ژمن پاتی شوی چې دترهګریېزی جګړی مالی چاری سمبال او دهغو لارو په لټون کې برخه اخلی  کومی چې دامنیت دټینګښت له پاره اړینی ګڼل کېږی دناټو دغړو هېوادو په نوبتی غونډو کې دملی وسله وال پوځ دمالی سمبالتیا اوپوځی تجهیزاتو دسمبالښت په هکله ټینګار شوی یقینی ده چې دپوځی برخی غوښنه او ډیره برخه دامریکا دمتحده ایالاتو له‌خوا تمولیږی خو دامریکا دمتحده ایالاتو ملګری هېوادونه هم په بیلا بیلو برخو کې دمرستی څخه بی برخی نه دی.

همدا اوس یوشمیر بهرنی هېوادونه چې په ایتلافی ځواکونو کې هېوادته راغلی و او په زیاتو محاربوی عملیاتو کې یې ګډون کړی اوس دیوه محل ویش له مخی خپلو هېوادوته ستانه شوی خو دځینو هېوادو پوځیان چې په شمیر کې یې دپام وړ کموالی راغلی او په پوځی محاربوی عملیاتو کې برخه نه اخلی یوازی او یوازی دملی وسله وال پوځ دمنسوبینو په پوځی روزنه بوخت دی او امنیتی چاری یې په بشپړه توګه دهېواد ملی وسله وال پوځ ته ورسپارلی ډاډه دی چې ملی وسله وال پوځ لیکې دپیاوړتیا په حال کې دی او دهرډول تیری کوونکو په وړاندی په میړانه دفاع کولی شی.

څرګنده ده چې دبهرنیو سرتیرو په وتلو سره دجګړی سختوالی او پراختیا رامنځته شوی خو میړنی او په هېوادمین ځواکونه ددښمن هرډول تیری ته سینه سپر کړی نه پریږدی چې مخالف وسله وال طالبان په جګړه کې لاسته راوړنی ترلاسه کړی، منو چې په هېواد کې روانه راتپل شوی جګړی لګښت داقتصادی پلوه ستونزمن ښکاری ځکه چې دهېواد وران ویجاړ اقتصادی کمزورتیا به دنیمګړتیاو په پوره کونه کې خڼډ روالی خو دښمن به ددی تشی څخه ګټه پورته نکړی ځکه نړیوال چې دترهګریېزی جګړی ناخوالی له نیږدی څاری نه غواړی چې تردی دمه له ستونزو ډکه وهل شوی لار بیا له سره پیل کړی نو‌له دی کبله باوری یو چې هیڅ مرسته کوونکې هېواد به په سیمه کې دروان کړکېچن حال دارزونی پرته داسی پریکړه و نه کړی چې دجګړیېزو ناخوالو له پاره لار هواره کړی. ځکه چې دناټو غړو هېوادو ترڅنګ دامریکا دمتحده ایالاتو په بیړه پریکړه چې ډاډ او باوریې نه وی رامنځته شوی عملی بڼه نه لری ځکه چې په امریکا کې کارپوهان چې دپوځی چاروسمبالوونکې دی خپلی ترلاسه شوی ګټی په آسانی سره دګواښ سره نه مخامخ کوی.

هڅه کوی چې دحالاتو دڅیړنی په هکله دقیق او هراړخیز معلومات ترلاسه کړی او په اړه یې پریکړه وکړی مونږ دامریکا داوسنی جمهور رئیس دواکمنی پرمهال ډول ډول وړاندوینی او دجنوبی آسیا او افغانستان له پاره دپوځی ستراتیژی اعلان ولیده چې اوس هم دستراتیژی عملی او ګټوره لاس ته راوړنه چې په جګړه کې سړو بی راولی و نه لیدل شوه برعکس جګړه سخته او دمرګ ژوبلی کچه لوړه شوه په همدی توګه ولسمشر ټرامپ دپوځی سرتیرو دوتلو په هکله ناڅاپی او دارزونی پرته پریکړه دامریکایې پوځی جنرالانو له خوا مناسبه ونه ګڼل شو او په پوره پیمانه نیوکې ورباندی رامنځته شوی.

همدا اوس دامریکا ددفاع پخوانی وزیر رابرټ ګیټس دشنبی په ورځ دسی بی ایس تلویزیون سره په مرکه کې خبرداری ورکړی چې که امریکایې پوځیان له افغانستان څخه ووځی نو خطر شته چې افغانستان یو ځل بیا دترهګرو په پټن ځایونو بدل شی. نومړی ویلی چې دولسمشر دونالد ټرامپ حکومت باید دافغانستان څخه دخپلو ځواکونو دوتلو مخکې بشپړ ډاډ ترلاسه کړی چې افغانستان حکومت ټینګ دی مهمه دا ده چې په کومو شرایطو کې خپل پوځیان وباسو افغان حکومت ته دپایښت ورکولو له پاره دامکاناتو برابرول دافغانستان دراتلونکې له پاره ډیر مهم دی. رابرټ  ګیټس خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه دامریکایې پوځیانو بی وخته وتل به له خطر سره مخامخ وی او دښځو دحقوقو ترڅنګ به څوکلنی لاسته راوړنی هم له مینځه ولاړی شی او افغانستان به یوځل بیا دترهګرو په ځاله بدل شی.

دغه راز دپنټاګون یا دامریکا دفاع وزارت ویلی چې دامریکا او مکسیکو پر پوله ددیوال جوړولو له پاره دافغان امنیتی ځواکونو دملاتړ له بودجی څخه څه باندی ۶۰۰ میلیونه ډالره راګرځوی خو دافغانستان دملی دفاع دوزارت دمرستیال ویاند دوینا له مخی تردی دمه په دی هکله کوم رسمی لارښوونه نه ده ترلاسه شوی خو دافغانستان دفاع وزارت دامریکا ددفاع دوزارت وروستی پریکړه ډیره جدی نه ګڼی.

دامریکایېانو یو لړ پریکړی چې دملی یووالی دحکومت سره نه شریکېږی وروسته بیا اندیښنی راپاروی چې ددواړو هېوادو په ګټه نه بریښی ځکه افغانان په روانه جګړه کې نه تنها دخپل هېواد دفاع په خاطر مرګ ژوبله زغمی بلکې همدا افغان سرتیری دی چې دترهګرو په وړاندی یې سینه سپر کړی او دسیمی او نړی ته دګواښ پیښیدنی له پاره هره ورځ تلفات ورکوی. که نړیوال او یا په خانګړی توګه دامریکا متحده ایالات په خپلو ترسره شویو ژمنو کې ناغیړی وښایې نو شونی ده چې دامنیت ټینګښت به اوږد مهاله اوستونزی به زیاتی شی خو افغانانو چې تیری جګړیېزی ناخوالی زغملی اوس به هم په پوره حوصله مندی ستونزو ته اوږه ورکړی او دخپل هېواد څخه به په میړانه دفاع وکړی. باوری یو چې په جګړه کې ښکېل هېوادونه دخپلو ژمنو او قراردادونو پربنسټ خپلی مرستی ونه سپموی او دروانی ترهګریېزی جګړی په راقابو کېدو کې دهیڅ ډول مرستی څخه ډډه ونه کړی ترڅو جکړه پای ومومی او په هېواد،  سیمه او نړی کې د امنیت خوندیتوب رامنځته شی.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید