روزنامه ملی انیس

نړیوال باید د روانی جګړی نندارچېان نه بلکې د جګړی پای ته رسیدونکې شی

د منلو ده چې د ولسواکې د رامنځ ته کېدو سره سم د هېواد او خلکو دښمنان د هېواد پرمختیایی لاس ته راوړنی نه شوای زغملی نو یی د موقع څخه په استفادی سره داسی لاری ولټولی چې د افغانانو ترمنځ اوږد مهاله جګړه دوام ومومی او افغانان ونه توانیږی د نړیوالو په مرسته د هېواد ورانی ویجاړی راجوړی او هېوادوالوته د هوساینی لار هواره کړی. نو له دی کبله یی د افغان دولت مخالف وسله وال په خپله غیږی کې راټول او د پوځی روزنیزو چارو ترڅنګ یی هغه اسانتیاوی وربرابری کړی چې په افغانستان کې د جګړی له پاره اړینی وی. خو ددی ټولو لاس وهونکو هڅو سره سره یی هڅه وکړه چې د افغان دولت پرضد د وسله والو د سمبالښت څخه ورباندی لګول شوی تورونه رد کړی او نړیوالو ته په ترهګرییزه مبارزه کې ملګری وګټی اوس هم تر ډیره د پاکستان واکمنان چې کله د واک پر ګدی کښینی نو په تیرو واکمنانو نیوکې کوی او د افغان دولت سره د سولی په رامنځ ته کېدو او د جګړی په پای ته رسیدو کې د مرستی ژمنی کوی چې تر ډیره یی مخی سیاست پرمټ د لاس وهنی په کړ وړو پرده ورغوړولی او داسی کړنی پآی نه دی کړی چې د هوساینی وړ وګرځی خو هیڅ کله چې د افغان دولت له پامه نه شی پټیدای. افغان دولت چې د پاکستان د لاس وهنی سره سره پّ مختلفو ناستو پاستو کې د جګړی د څرنګوالی په هکله څرګندونی کړی او د جګړی د راټوکېدو د ځای ذګی په هکله یی بربڼدی خبری رابرسیره کړی هڅه یی کړی چې پاکستان د لاس وهنی پرځای د ښه ګاونډیتوب لار غوره کړی او د افغان دولت سره د یوه مسلمان هېواد په توګه ورورګلوییزی اړیکې د ټینګی او د پراختیا له پاره یی رښتنی او عملی هڅی له پامه ونه غورځوی ځکه د اړیکو د پیوند په غښتلتوب کې د باور فضا رامنځ ته کېږی او هغه امنیتی ستونزی چې د هېوادونو او سیمی په کچه شتون لری په ګډه هواری او خپلو وګړو ته د هوساینی اوږد مهاله لار رالنډه کړو دی چاری ته رسیدل د دواړو هېوادو د ژمنو په عملی کېدو کې ترلاسه کېدای شی.
خو په خواشینی سره ویلی شو چې پاکستان واکمنان نه غواړی چې په لاس ورغلی چانس له لاسه ورکړی ځکه په ډیره اسانی سره یی وکولی شول چې د لمسول شویو په وسیله جګړه اوږد مهاله او د افغانانو مرګ ژوبله ورزیاته کړی. پاکستان چې د لاس وهنی د کره اسنادو څخه سترګی نه شی پټولی په دی باید پوه شی چې د روانی جګړی تاوان او د افغانانو د مرګ ژوبلی یوازینی ځای ذګی پاکستان دی ځکه چې د افغانستان واکمنانو په هر وخت کې پاکستان ته ډاګیزه کړی چې که د افغانستان سره کومه ستونزه شتون لری باید په بربڼډه نو که د دیپلوماتیکو لارو ورباندی خبری وشی ترڅو د حل لارو مندل شی او اوسنی جګړه چې د بهرنیانو د شتون په پلمه راپیل شوی د دوحی د هوکړه لیک راروسته یی دوام د څه له پاره دی افغان دولت د هوکړه لیک راوروسته په روڼ تندی د هوکړه لیک د عملی کېدو چاری ترسره کړی. خو همدا مخالف وسله وال طالبان چې د پاکستان له خوا یی ملاتړ کېږی جګړه مینځته او پراخه کړی ده او د افغان دولت هر سوله ییز وړاندیز چې د سولی له پاره اړین و نه دی منل شوی او په دوحه کې د سوله ییزو خبرو د پیل کېدو پرځای د جګړی پر دوام او پراختیا ټینګار شوی دی نو ویلی شو چې د دوحی د هوکړه لیک راوروسته د جګړی د دوام او د افغانانو د مرګ ژوبلی مسولیت مخالفو وسله والو او د هغوی ملاتړ کوونکو په غاړه دی. لاس وهونکې هېوادونه دی په دی وپوهیږی چې د افغانانو د وینو بهیدل به هیڅکله بی ځوابه پاتی نه شی داسی ورځی راتلونکې دی چې د افغانانو ترمنځ جګړه پای ومومی او د غدار دښمن په مقابل کې سره یو موټی شی. باوری یو چې د لاس وهنی بهیر به لاپسی اوږدمهاله شی. خو افغانان چې په جګړه کې یی د ډیرو ستونزو د زغملو حوصله له لاسه نه ده ورکړی بیاهم جګړییزی ستونزی ګالی او هر هغه چاته به مناسب ځواب ورکړی چې د پردیو د ګټو د خوندیتوب او ناوړ هدفونو د ترلاسه کولو له پاره افغان وژنی ته دوام ورکوی ډیری هېوادوال چې هره ورځ د روانی ناوړه او بدمرغه جګړی د غندی ترڅنګ په سوله ییزو خبرو ټینګار کوی او د جګړی د ښکېلو غاړو څخه هیله لری چې د روانی جګړی د دوام په هکله ژور فکر وکړی ځکه اوسنی جګړه چې د بهرنیو پوځونو د وتلو راوروسته پراخه او سخته شوی د څه له پاره پکښی افغانان وژل کېږی ښه به وی چې په هېواد کې مسلمان وژنه پای ته ورسیږی او جګړییزی ستونزی د خبرو اترو له لاری هواری شی ډاډه یو چې نړیوال سوله غوښتونکې هېوادونه به په جګړه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ په دوحه کې په ټپه دریدلو خبرو د پیل کېدو له پاره یو لړ هڅی پیل کړی ترڅو په افغانستان کې روانه مرګ ژوبله چې هیچاته د منلو وړ نه ده بنده او د یوه اوربند په رامنځ ته کېدو سره اساسی خبری چې همیشنی سولی ته لار لا هوار وی ورورسیږو.
ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید