روزنامه ملی انیس

نه ښایی چی دټول ټاکنو پایلی وګواښول شی

دافغانستان دولت او ملت پوری اړوند داوسنی مهال دټول ټاکنو پروګرام کوم چی د ۱۳۹۸ لمریز کال دتلی په ۶مه دشنبی په ورځ ماښام پوری په ټولو ۳۴ ولایتونو کی ترسره شوه، په حقیقت کی له ۲۰۰۱ کال څخه تراوسه ۲۰۱۹ کال پوری چی دری نوری ټاکنی ترسره شوی دی  دا لومړی ځل دی چی په رڼی وی او هم دا لومړی پلاو دی چی دهیواد امنیتی سکتور په خورا قوت او پیاوړتیا او غښتلتیا او پوره وس او یوازی ځان په ټول هیواد کی امنیتی با قوت تدابیر نیولی و او خورا بریالی وه، نو زمونږ دګران هیواد دغه پیاوړی ځواکونه له خدای پاک څخه نور هم غښتلی او پیاوړی غواړو.

 دټاکنو دټولو ډولو لکه دولسمشری، ولسی جرګی، ولسوالیو، ښاروالیو او کلیو له پاره ټاکنی شته کوم چی په ۲۴/۴/۱۳۹۳ لمریز کال کی یی قانون بشپړ او توشیع شوی دی او همدغه لویه او ملی پروسه داساسی قانون په دوهم فصل، دریم فصل او پنځم فصل کی په جلا جلا ما دو اوفقرو کی یادښت شوی او احکام لری هغه باید سل په سلو کی تطبیق شی.

ځکه چی ددموکراسی اصل دقانون پلی کول او ددموکراسی تنه او بدنه یعنی شته همدا ټول ټاکنی او دملی زعیم ټاکل دی. کوم چی همدا ټاکنی په رڼه (شفاف) ډول تر سره شوی او ملت ورڅخه رضایت لری.

د یادونی وړدی چی ملت نور له زورمندانو، قانون ماتوونکو، د وسلو او مخدره توکو له قاچاقبرانو، د ځمکو له غاصبانو، مفسدینو، مغرضینو  متعصب کسانو او د ژبی، سیمی  مذهبی او نژادی له ټیکه دارانو څخه په تنګ شوی او نه غواړی چی دغه ټیکه داران نور په سیاسی ځواک کی پاتی شی اویا حداقل کومه کرسی ولری.

بیت المال او څوکی د ملت مال دی او د ملت خوښه ده چی د خپل رای په واسطه هغه هم په آزاد، مستقیم، منفرد او یا عمومی توګه ټاکنو کی وکاروی او د خپل خوښی شخص  ته رایه ورکړی او دا کړیدلی او شریف ملت د خپلی خوښی، آزادی، حقوقو او ټاکنو او ټاکنو مستحق دی او شایسته ګی ورسره لری وتاکی.

نو کله چی افغان شریف ولس په شرایط برابرو وګړو د قانون د حکمونو سره سم خپلی رایی استعمال کړلی، هغه ته باید احترام وشی او دایی حق دی. نه دا چی په جلاجلاتوګه د هغو پرضد تبلیغات وشی او یا هم وګواښل شی. دانه ښایی چی له قانون او د کمیسیون د اعلان څخه پرته په زور او پروپاګند سره د نورو تهدید شایسته خبره نه ده.

د ټول ټاکنو پایلی د قانون د حکمونو سره په شفافیت اعلانیږی.

ځکه چی ولسونه ورته متوجه دی، حتا نړیوال هم ورته متوجه دی او دښی دموکراسی او قانون تمه لری. لکه چی د ملګرو ملتونو عمومی سرمنشی ځانګړی استازی تدامیچی یاماموتو هم په ۲۰۱۹کال اکتوبر دوهمه نیټه هم همدا غوښتنه وکړه، د دی ترڅنګ د امریکا سفارت، روسیی، ایران او د نورو هیوادونو سیاسی استازیو همدا خبره تایید کړه او درڼو او پرخپل مهال یی له کوم ګواښ او جنجال پرته په پایلو ټینګار وکړ، ځکه چی دا د افغانستان د شریف ملت حق دی او دی حق ته پوه شخصیتونه او نړیوال هم ارزښت ورکوی او په درناوی سره یادښت کوی.

عبدالهای قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید