روزنامه ملی انیس

نننۍ افغان میرمنی پرونۍ میرمنی نه دی

سږ کال دښځو نړیواله ورځ په هېواد کې په داسې حال کې لمانځل کیږی، چې د افغان ښځو لپاره په سیاسی، اقتصادی، ټولنیز اوفرهنګی چاروکې دکارکولو ښه شرایط برابر شوی دی، او په ټولو دولتی اداروکې زیات شمیر ښځی په ورځنیو چارو بوختی دی. دملی یووالی حکومت دخپل کورنی و بهرنی سیاست له مخی په دی هڅه کې دی چې دکور دننه او بهر د افغان ښځو لپاره دکار کولو او زده کړی زمینه برابره کړی د دولت دهمدغه سیاست له مخې افغان ښځی دکور ننه د وزارت، وکالت، د ولایت او ښاروالۍ مقام ته رسیدلی دی او هم په بهر کې دسفارت ترکچی او په ملګرو ملتونو کې د افغانی ښځو په استازیتوب خپلی سیاسی چاری په ډیر بریالیتوب سره پرمخ بیایې. په فرهنګی برخه کې زیات شمیر افغانی میرمنی او نجونی دهېواد په رسنیو کې فعاله برخه لری او خلکوته دهېواد، او نړۍ په پیښو او روانو حالاتو کې هر اړخیزه معلومات ورکوی، ددی په څنګ کې په میلیونونو ښځی په تعلیمی او تحصیلی مؤسسو کې بوختې دی. یوشمیر افغانۍ ښځی دکور ننه او بهر دسوداګرۍ چاری پرمختیایې او په دغه برخه کې یې زیات پرمختګ کړی دی. د دولت له لوری هڅه کیږی، چې دښځو لپاره دښه ژوند شرایط برابر کړی، او د روغتیا په برخه کې تر زیاتې اندازی پوری زیژنتون په وخت کې دښځو دمړینی کچه را ټیټه شوی ده. نن ښځی دهېواد، به مدنی او فرهنګی ټولنو کې فعاله برخه اخلی، او په خپلو ورځنیو چاروکې له ځانه دهېواد، په آبادۍ او سولې په راوستو کې پرخه اخلی، او یوشمیر نوری ښځی دحرفوی زده کړو لپاره مخه کوی، او دلاسی صنایعو په چاروکې یې دومره پرمختګ کړی چې ددوی لاسی صنایع نن دهېواد، دننه او بهر ننداری ته کښیودل کیږی او دکور دننه او بهر دپلور بازارونه ورته پیدا کیږی. نن په پوره پاور سره ویل کیدلای شی چې افغان میرمنې دنړۍ دښځو دنړیوال و سازمانونو سره کلکی اړیکی لری، اوپه ټولو نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان په استازیتوب برخه اخلی. او دخپلو حقونو دترلاسه کولو لپاره خپل غږ او چتوی.

نن موږ داخبره باید ومنو چې په هېواد کې دتروریزم پرخلاف جګړه کې لکه ځنګه چې لازم ده د افغان میرمنو دحقونو په برخه کې زیاتی نیمګړتیاوی شتون لری او دکورنیو دتاوتریخوالی له امله له سختو ستونزو سره مخامخ دی، چې وخت په وخت خپل غږ قضایې او عدلی بنسټونو او دبشر دحقونو څانګی ته په مرکز او ولایتونو کې رسوی. همدا اوس دکورنیو دتاوتریخوالی له امله ښځی وهل کیږی، په بدوکې ورکول کیږی دمیړه له خوا وژل کیږی. آن داچې ښځی دیته اړکیږی چې ځان وژنه او یا ځان سیزته وکړی، او له خپل میړه څخه طلاق واخلی، او داسی نوری چاری، خو دښځو دغه حالت ته دولت لاس ترزنی نه دی ناست او دښځو په وړاندی دتاوتریخوالی دمخنیوی دقانون له مخی د دولت ټولو ادارو او ارګانونو ته لارښوونه کوی، چې دښځو په وړاندی دهر ډول تاوتریخوالی مخه ونیسی، او سرغړونکو ته یې کلکه سزا ورکړی، همداسی د دولت په زندانونو کې داسی کسان شته دی چې دښځو سره دتاوتریخوالی له امله دخپل جرم له مخې دټاکلی سزا ورځی او شپی تیروی، او په باور سره ویل کیدلای شی چې په راتلونکی کې په دملی یووالی دحکومت دپاملرنې له مخی دښځو په وړاندی دتاوتریخوالی کچه بیخی راټیټه شی او ښځی به په خپل کورنی او دکارپه چابیریال کې په ډاډمنه توګه ژوند وکړی. نن دولت هڅه کوی چې دهېواد، په روان ناورین کې ښځی له ځان سره شریکی کړی، ترڅو دسولې د راتللو او جګړی دمخنیوی لپاره خپلی غوښتنی اونظریې شریکی کړی، همدا اوس ددی اړتیا ده چې دسولې د راتللو لپاره دسولې په عالی شورا، دسولې دمشورتی جرګی او دسولی په مرکچې پلاوی کې دښځو رول ته ځای ورکړل شی.

له نیکه مرغه د افغان سولی په اړه دنړیوالو هڅو په څنګ کې دهېواد، دننه دسولی لپاره اجماع رامنځته شوی ده، چې د روان کال دکب په ۹ مه دپنجشبنی په ورځ په کابل کې دهېواد، دټولو ولایتو د ۳۵۰۰ ښځو په ګډون یوستره تاریخی اجماع د دوه ورځو لپاره جوړه شوه. په نوموړی اجماع کې ۱۵ تنو ښځو په هېواد کې دجګړی دبندیدو، دسولی په راتللو او دسولې په روان بهیر کې دښځو فعاله ونډه وغوښته اووی ویل چې دقطر په خبروکې باید چې دښځو لاسته راوړنی دخپلو ګټو لپاره قربانی نه کړی.

دښځو په دغه اجماع کې ولسمشر محمد اشرف غنی هم برخه واخیسته او ارزښتناکه وینای وکړه. په دغه غونډه کې دهېواد، لومړۍ میرمنی رولاغنی هم وینا وکړه، او دښځو د روانو ستونزو دحل غوښتنه یې وکړه.

موږ دامنو چې نن ورځ دښاری او داطرافو دښځو ژوند ترمنځ زیات توپیر شتون لری، خو دولت هڅه کوی چې دعامه پوهاوی له لاری دکلیو او بانډو دښځو لپاره ځانګړی پروګرامونه جوړ کړی، چې دغه لرۍ همدا اوس روانه ده، له بلی خوا دولت ته په کارده چې دکډوالو ښځو د ژوند لپاره چی دجګړی له امله له خپلو سیمو او کورنو څخه بی ځایه شوی دی کلکه پاملرنه وکړی، نن ولسمشر غنی په خبره نننۍ افغانی میرمنی پرونۍ میرمنی نه دی، نن افغان میرمنی په ټولو چاروکې له دولت او له خپلو امنیتی ځواکونو سره ولاړی دی او دخپلو امنیتی ځواکونو قربانۍ او سرښندنې دګلانو په ورکولو سره ستایې. نن د افغان میرمنو پرمخ دسرلوړی او خپلواکه ژوند د روازی پرانستل شوی دی او دسولی د راوستلو په هر قدم کې دخپلو خلکو او دولت ترڅنګ ولاړی دی، او له امریکا، ناټو او په ټوله کې دملګرو ملتونو څخه په کلکه داغوښتنه کی چې په افغانستان دباعزته او تلپاتی سولې لپاره لاس په کار شی او نور افغان غمیزی ته دپای ټکی کیږدی.

سمیع الله سمیع

ممکن است شما دوست داشته باشید