روزنامه ملی انیس

نا اهله ګاونډی ته به هم مناسب ځواب وویل شی

د انسانی او اسلامی اړیکو له مخی ګاونډیان یوپربل ډیر حقوق لری خونا اهله ګاونډی چې هیڅ وخت انسانی او اسلامی حقوقو ته پابندنه وی هڅه کوی چې په ګاونډی کې سوله ییزه فضا خړه پړه کړی او دخپلو ناوړه موخو دلاسته راوړلو په خاطر دهیڅ ډول جنایت کوونکو اعمالو څخه دریغ نه کوی پاکستان دهمدی ډول ګاوڼډی په څیره کې دټولو ګاونډیانو سره دیوه ناوړه او شراچونکی ګاونډی په توګه شتون لری او دیوی سرطانی دانی په توګه هر ګاونډی ته دسرخوږی په برابرونه بوخت هېواد ګڼل کیږی. دپاکستان دجوړښت راهیسی یې دهرګاونډی په کورنیو چارو کې دلاس وهنی کارته ادامه ورکړی او د ډیرو ناوړه هدفونو دلاس ته راوړنو له پاره یې دترهګرییزو ډلو په روزنی سره د جګړی دګرتو دساتلی.

زموږ په هېواد کې په ډیره سپین سترګی سره هڅه کوی چې ترهګر وروزی دتمویل او تجهیز وروسته یې دجګړی د اوږدیدو او پراخیدو له پاره راولیږی باوری یو چې پاکستان د تاریخ په اوږدوکې دیوه دښمن هېواد په توګه چلند غوره کړی هرڅومره چې دمناسبو او نړیوالو منل شویو اړیکو له مخی ورسره چلند وشی بیاهم پاکستان دخپل لاس وهونکی سیاست څخه تیریدونکی نه دی موخه یې داده چې په ګاونډیو هېوادوکې جګړه دوام ومومی او پاکستان پکښی  خپلی ناوړه موخی ته لاس رسی پیدا کړی. جوته ده چې ترهګرو د رالیږنی ترڅنګ په ښکاره توګه دپاکستان پوځ زموږ دهېواد په پولو کې تیری کوی او جګړی ته لمن وهی خو زموږ میړنی پوځ چې دیوی خوا دپاکستان څخه درالیږل شویو ترهګرو سره په مبارزه بوخت دی دبلی خوا دپولی په مختلفو سیمو کې دپاکستان تیری ته په مناسب ځواب ویلو سره دهېواد دځمکنی بشپړتیا څخه ساتنه کوی.

پاکستان چې دیوه ترهګر هېواد په توګه نړیوالو ته ورپیژندل شوی هیڅ وخت به په خپلو ترهګرییزو او لاس وهونکو هڅو کې لاس ته راوړنی ترلاسه نه کړی ځکه افغانان دتاریخ  په اوږدوکې د تیری کوونکو بریدونو سره مخامخ شوی خو دحوصله مندی له مخی په سړه مینه یې دتیری کوونکو ځواب پرخپل وخت ورکړی او هیڅ وخت په دی نه دی بریالی شوی چې په جګړه کې مخ ته راشی او یا نوری لاس ته راوړنی ترلاسه کړی.

نړیوال چې زموږ په هېواد کې د پاکستان له خوا نا اعلان شوی جګړی ننداره کوی ورمعلومه شوی چې پاکستان دیوی خوا په افغانستان کې دجګړی له پاره ترهګر روزی او دبلی خوا پخپله دپاکستان پوځی ځواکونه دپولی په اوږدوکې پر افغان امنیتی پوستو بریدونه کوی. ډیر ځلی دپاکستان پوځ د دانګام، مرودی، شلطن، سرکاڼو، مومند دری په ولسوالیو دتوپ ګولی ورولی چې له امله یې زموږ یوشمیر ملکی وګړی دمرګ  ژوبلی سره مخامخ شوی دی. اوس یوځل بیا دتیر په څیر دپاکستان ترهګر دولت دناړی ولسوالی د دوکلام په سیمه کې دپوځی پوستو په جوړنه لاس پوری کړی چې داتل اوسرښندونکی میړنی پوځ د سخت غبرګون سره مخامخ شوی د رارسیدلو راپورونو له مخی دپاکستان پوځ دملګی وګړو په میشتو کورونو دتوپونو ډزی کړی چې له امله یې زموږ دوه تنه ښځی شهیدانی او څلور تنه نارینه هېوادوال ټپیان شوی دی. خو دسیمی خلکو دهېواد دځمکنی بشپړتیا دساتنی په خاطر خپلی توری ته لاس کړی او دخپلو میړنیو سرتیرو سره اوږه پراوږه دپنجابی تیری کوونکی پوځ دتیری کوونکی عمل دمقابلی له پاره تیار شوی پری به نه ږدی چې تیری کوونکی پاکستانی ځواکونه زموږ په پاکه خاوره دهغوی ناولی قدمونه کیږدی.

افغانانو تل په خپله خاوره سرو رکړی خوسنګریې نه دی ورکړی نوله همدی کبله ډاډمن ښکاری چې که په جګړه کې ښکیل یوخو دپاکستان دپنجابی ځواک په مقابل کې به داسی ځواب ورکړو چې هیڅ وخت یې بیا له یاده ونه باسی. 

هېوادوال چې دپاکستان دلاس وهنی سیاست سخت په غوسه کړی په ټولو نړیوالو سوله غوښتونکو هېوادو غږ کوی چې دیوه نندارچې په توګه نه بلکی دیوه انسانی خوا خوږی له مخی چې نړیوال مسؤلیت پرغاړه لری دترهګرو دملاتړو سره دیوه مناسب چلند په عملی کیدو فکر وکړی او دسیمی هېوادونه ددغه سرطانی دانی څخه وژغوری څوپه سیمه او نړی کې دجګړی او دترهګرییزو فعالیتونو دراټوکیدو ځای ذګی له منځه ولاړشی. افغانان چې دمرګ  ژوبلی په زغملو سره دهر ډول تیری کوونکو هڅو په وړاندی خپله سینه سپر کړی وبه توانیږی چې ددښمن هر ډول تیری ته مناسب ځواب ووایې او پری به نه ږدی چې خپلی ناړه موخی ته ورسیږی. ځکه افغان ملی وسله وال پوځ چې دخپلو پلرونو او ورونو ملاتړ ورسره دی دا مهال په هېوادنی مېنه مست په ډیره میړانه د الله اکبر په ویلو سره ددښمن پرسنګرورخیژی او تیری کوونکی دماتی سره مخامخ کوی پاکستان که په دی نیت وی چې افغانان په خپلو کې په جګړه بوخت دی ددی تشی څخه به په خپله ګټه کار واخلی خو دا خوب به یې رښتینی نه شی افغان ملی وسله وال پوځ که دیوی خوا دپردی پالو په وړاندی جګړه کوی دبلی خوا دپنجابی تیری کوونکو ځواک په مقابل کې هم ددی توان لری چې مرګونی ګوزارونه ورکړی او پخپله تیری کوونکی سزایی ورسوی.           

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید