روزنامه ملی انیس

ناقانونه وسلی باید راټولی څو د خلکو اندیښنی ورغاول شی

افغانانو د تاریخ په اوږدو کی خورا زیاتی جګړییزی ناخوالی زغملی او په ډیرو ناشونو امکاناتو سره توانیدلی چی د خپلی خاوری او ملی حاکمیت څخه په میړانه دفاع وکړی هیڅ وخت په یوه جګړه کی هم د هیواد او خلکو دښمنان خپلو ستراتیژیکو هدفونو ته نه دی رسیدلی او په پای کی تیښتی ته اړ شوی او زموږ له هیواده وتلی دی.

نو خپل مینځی جګړو چی لاس وهونکو هیوادوته د لاس وهنی لار هواره کړی وتوانیدل چی لمسول شوی وروزی او د خپلو ناوړه موخو د ترلاسه کولو له پاره یی زموږ هیواد ته د جګړی له پاره راولیږی. همدا وجهه وه چی جګړه رامنځ ته شوه او د افغانانو په مرګ ژوبله کی زیاتوالی رامنځ ته شو تر هغه چی د هیواد راجوړی شوی ودانی او ترڅنګ یی ټولی ملی شتمنی د خاوره سره خاوری شوی هڅه وشوه چی په هیواد کی د میشتو وګړو ترمنځ قومی او نژادی تاوتریخوالی ته لمن ووهی او د مختلفو ډلو ټپلو د ملاتړ ترشاه د هیواد د ملی حاکمیت په وړاندی داسی ستونزی وزیږوی چی تر اوږد مهاله یی رغاول ستونزمن او د ګواښ ډکوی.هیوادوالو ولیدل چی د هیواد د ویشل کیدو له پاره مختلفی لاری ولټول شوی او د ملک الطوایفی ځواکونو رامنځ ته کیدو نښی نښانی ترسترګو شوی او د هیواد بی پری او بی وسلی هیوادوالو په وړاندی د ګواښ کچه لوړه او د دولتی عامه شتمنیو لوټ او غصب پیل شو چی په هیواد کی دا ډول خپل مینځی شخړی او د یوه مرکزی واکمنی د نه شتون له امله د هیوادوالو اندیښنی دموره زیاتی شوی چی د راقابوکیدو توان یی پرته د نړیوالی ټولنی څخه ناشونی ښکاریده نو همدا وجهه وه چی هیوادوال په هیواد کی د ډا ډول ناوړه خپل مینځی شخړو څخه زړه بوګنونکی یاداښتونه له ځان سره لری او نه غواړی چی یو ځل بیا هیواد او هیوادوال د هغو ډلو ټپلو په واکمنی کی راګیر شی چی پرته د سړی وژنی او غصب څخه نور څه د هیوادوالو له پاره نه لری. ډیری هیوادوال اوس هم خواشینی ښکاری ځکه هغوی تمه درلوده چی په هیواد کی به غیرقانونی وسلی راټولی او دوسله والو ډلو ټپلو څخه به هغه وسلی راټولی شی کومی چی هیوادوال یی اندیښمن کړی ځکه دملی امنیتی او دفاعی ځواکونو په شتون کی نه ښایی چی ډلی ټپلی دی وسله والی وی او هره ډله چی هرڅه وغواړی دتیر په ځیر په خپله خوښه یی وکړی هیوادوال باوری و چی ددولتی واکمنی په رامنځته کیدو سره به قانونی کړنی ترسره کیږی او دزور واکی دله مینځه وړو له پاره به عملی ګامونه پورته شی.نړیوال چی دترهګرییزی جګړی دراقابو کیدو له پاره پښه راوغزوله نه تنها دقانونی چارو دسمون اوپلی کیدو له پاره یی ددولتی چارواکو سره مرسته وکړه بلکی ځینی ډلی ټپلی یی لاپسی پیاوړی او دوسلو راټولیدو په هکله یی هیڅ ډول عملی ګام پورته نه کړو یوازی او یوازی په نمایشی توګه د ډی ډی آر په نامه زنګ وهلی وسلی چی له کاره غورځیدلی وی راټولی خو دوسله والو ډلو دبی وسلی کولو سره یی هیڅ ډول مرسته ونه  کړه. غوره وه چی دبن دلومړی کنفرانس را وروسته چی دښه او پیاوړی حکومتولی له پاره ژمنی ترسره شوی وی ټولی ناقانونه وسلی په دولتی زیرمتونو کی راټولی شوی وی او دپوځ په وسله وال کیدو کی تری ګټه پورته شوی وی خو داسی ونه شول او ټولی وسله والی ډلی چی غیر قانونی وسلی لری دیوه ګواښ په توګه پاتی شوی چی هر وخت ددولت څخه دسرغړونی پرمهال هیوادوالو ته ستونزی او ګواښ پیښولی شی  خو بیا هم لری نه ده که چیری ولسی واکمنی چی دحاکمیت دپیاوړتیا او غښتلتوب دنده وردغاړی ده باید دغیر قانونی وسله والو ډلو ټپلو دبی وسلی کولو له پاره کوټلی ګامونه پورته کړی ځکه هیوادوال دډیرو اوږدو کلونو د زورواکانو دګواښ او ویری اچونی توان نه لری هیله یی دا ده چی دولت په ټول هیواد کی دامنیت دخوندیتوب له پاره څنګه چی دمخالفو وسله والو ترهګرو ډلو سره غوڅ او پریکنده چلند کوی هومره دی دغیرقانونی وسله والو ډلو ټپلو په وړاندی عملی ګام واخلی او دخلکو دباور او ډاډګیرنی له پاره دی ټولی غیرقانونی وسلی راټولی او دځینو کسانو په بی شمیره ساتونکو په شمیر کی دی کموالی راولی څو امنیتی ځواکونه یوازی او یوازی هغو وسله والو ترهګروته پاملرنه راوګرځوی چی همدا اوس دملی حاکمیت په وړاندی وسله واله جګړه کوی او دواکمنی دترلاسه کولو له پاره دبهرنیو لاس وهونکو هیوادو څخه دملاتړ ترڅنګ وسلی ترلاسه کوی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید