روزنامه ملی انیس

مکرجن سیاست اړیکی زیانمنوی

دګران هېواد تاریخی بهیر راپه ګوته کوی چې هره را پیدا شوی ستونزه هېوادوالو په حوصله مندی هواره کړی او پردی پالی په دی نه دی بریالی شوی چې دپردیو ناوړه موخی زمونږ په هېواد کې پلی کړی ځکه چې د افغانانو دیوی هېوادنی مینی پربنسټ دیووالی په رښتینی پیوند سره ددښمنانو هر ډول تیری ته مناسب ځواب ویلی او په خپلو کې یې دوروری ژوند ته دوام ورکړی. دوخت واکمنانو هم دخپلو ملی ګټو دخوندیتوب له مخی نړیوالو سره اړیکی ټینګی ساتلی او دمتقابل احترام سره سم یې دراکړی ورکړی له پاره ښی آسانتیاوی برابر کړی دی. خو په خواشینی سره ویلی شو چې زموږ ګاونډی هېواد پاکستان تل دیوه غولونکی سیاست څخه په کار اخیستنی هڅه کړی چې داسی وخت ولټوی چې زموږ دمجبورتیا څخه بده ګټه پورته کړی او هېواد مو د اوږدمهاله ستونزو سره مخامخ کړی. هیڅوک نه شی څرګندولی چې دتاریخ په اوږدوکې زموږ د هېواد له خوا دګاونډیو په کورنیو چاروکې دلاس وهنی بیلګی رابربڼډی کړی تل مو د ګاونډیانو سره په ښه او وروګلویزو اړیکو ټینګار کړی هڅه موکړی چې دنړیوالو منل شویو اصولو سره سم دهېوادونو سره د اړیکو د پراختیا هڅی پراخه او سوداګرییزو راکړو ورکړو ته زیاتی آسانتیاوی برابری کړو. خو په خواشینی سره ویلی شو چې ګاونډی هېواد پاکستان تل په یو اړخیزه توګه دخپلو ګټو دترلاسه کولو له پاره دهری لاس وهونکی لاری کار اخیستی او هیڅ وخت یې لاس لیک شویو موافقه لیکونو ته ژمن نه دی پاتی شوی نوځکه ویلی شو چې پاکستان زموږ دهېواد او خلکو سره په هیڅ یوه برخه کې درښتیتنوب په لاره مزل نه دی ترسره کړی او هڅه یې کړی چې دیوه دروند پیټی راپه اوږه کیدوته ادامه ورکړی. هېوادوال چې دپاکستان په مکرجن سیاست پوهیږی او په ژمنو یې بی باوره دی خپلو واکمنانو ته وړاندوینه کوی چې دتیر په څیر دپاکستان د دوه مخی سیاست په وړاندی دنانګاره سیاست په ځای مناسب غبرګون وښایې څو دپاکستان واکمنان وپوهیږی چې د افغانانو اوسنی واکمنان دتیرو واکمنانو په څیر دپاکستان په لاس وهنه ځان نه نانګاره کوی او ددی امکان شته چې ددی وروسته دسخت اوپریکنده غبرګون سره مخامخ شی. اوس د روانی جګړی دراټوکیدو ځای ذګی معلوم دی دا چې عمران خان اویا د پاکستان نورو ناخبره چارواکې اوښ په بډه وهی او دنړیوالو په سترګو کې خاوری ورشندی دمنلو وړنه ده.

ځکه زموږ دهېواد مشران او نړیوال سوله غوښتونکی هېوادونه په دی پوهیدلی چې پاکستان په سیمه کې د روانی جګړی له پاره هر ډول امکاناتو په برابرونه بوخت دی او هڅه کوی چې جګړه لاپسی پراخه او اوږد مهاله کړی څو پاکستان په دی ناوړه جګړه کې خپلی ستراتیژیکی موخی ترلاسه کړی خو پاکستان باید په دی پوه شی چې که افغانان هر څومره دستونزو سره مخامخ وی خو بیا به هم دهېوادنی مینی له مخی به دخپل دهېواد څخه په لوږه او تش لاس دفاع وکړی او پردی پالو ته به ددی اجازه ورنه کړی چې دپردیو ناوړه هدفونه زموږ په هېواد کې پلی او یایې په لاس راوړی. لاس وهونکو ته به جوته شوی وی چې په څوکلنه جګړه کې یې څه شی په لاس ورغلی ددی وروسته به هم هیڅ شی په لاس ورنه شی او په اخیر کې به دیوه تور مخی ګاونډی هېواد په توګه پاتی شی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید