روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مولانا سمیع الحق دطالبانو معنوی پلار

مولانا سمیع الحق دملا عبدالحق زوی، چې نیکه یې له کندهاره وغزنی ته راغلی وه، سمیع الحق په ۱۹۳۷ کال = ۱۳۱۶ ش کال حمل میاشت کې په اکوړه خټک کې پیدا شوی دی. دسمیع الحق پلار پخوانی پښتونستان (خیبرپښتونخوا) کې یوه کوچنی مدرسه (حقانیه) جوړه کړه، چې سمیع الحق هم هلته له نورو شاګردانو سره درس وویلې. دغه مدرسه ومولانا سمیع الحق ته په میراث پاتی شوه او دغه سړی پوځی حکومت د استخباراتو تراغیز لاندې وه د مولانا قاضی حسین احمد اوملافضل الرحمن په څېریې له پوځیانو اطاعت کاوه. هغه په ۱۹۸۵۱۹۷۹ پورې دپاکستان دمشرانو جرګی دوه دوری سنا مجلس کې غړیتوب درلود.

دیادښت وړدی چې مولانا سمیع الحق مذهبی، سیاسی او هم پوځی سړی و، دهغه په مدرسه کې حقانې هم درس ویلی خو ملا محمد عمر یې شاګردنه وه خو وروسته د(آی اس آی) په واسطه ده ته ورپیژندل شو او ده ورباندی پام وکړه. او هغه یې لکه فرښته وګاڼه. هغه له پخوا (دشورویانو) له درو څخه ۱۳۵۸ کال څخه بیا په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان د امریکاییانو تر راتګ پوری جهاد اعلان او په افغانستان کې یې جهاد روا اعلان کړی وه. هغه په ۲۰۱۳ کال کې په اسلام آباد کې له امریکایې دیپلومات سره په افغانستان کې دسولی راوستو له پاره هم درواغجنه ژمنه وکړه چې عملی نه شوه.

وروستۍ کتنې: تیری جمعی ورځ د ۱۳۹۷ دلړم په ۱۱ مه نیټه په اسلام آباد کې دده په کور کې دچړی په ګوزا و وژل شو.

دنرم ابزارو مطالعه: دا راڅرګندوی چې په پاکستان او خیبر پښتونخوا کې دهغه یعنی سمیع الحق پلویانو اویوشمیر طالبانو له هغه څخه ملاتړ کړی او خواشینی یې څرګنده کړی ده، خو دیادښت وړده، چې په افغانستان کې په وروستیو ۱۸ کالونو کې دهغه له اړوندی مدرسی څخه پوځی شاګردان روزل کیدل.

د فراغت په لامل او وسله وال کیدلو له کبله څومره ورانکاری عناصر افغانستان ته را استول شوی. کوم چې مولانا ورباندی افتخار کاوه او عملاً قصداً یې دپوځیانو تر (لوژستیکی، مالی، سیاسی، پوځی او تبلیغاتی) حمایت او ملاتړ لاندی کار کاوه، هغوۍ په افغانستان او ملت یې ډزې کولې او انسانان یې وژل افغانستان یې له تباهۍ سره مخامخ کړ او کوی یې. له ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پوری یې دلته (افغانستان) کې جګړه کړی ده، نودغه موده ۱۲ کاله ۴۳۸۰ ورځې کیږی. که فرض کړو دننه په افغانستان کې ۳۴ ولایتونو او ۳۴۵ ولسوالیوکې ټول ټال په هره ورځ ۵۰۷۰ تنه په منځنۍ کچه (حد اوسط) وژل شوی (شهیدان شوی) وی نو ۵۰یا۷۰ تنه نه بلکی فرضی عدد ۶۰x4380 = 262800 تنه دمولانا سمیع الحق او ملافضل الرحمن په حمایت دهغه نا اهله شاګردانو له خوا په افغانستان کې په قتل رسیدلی دی.

او د افغانستان د باشرف او غیور ملت په هر څاڅکی پاکه وینه کې چې په وړیاتوګه توی شوی ده او ټوله اندازه یې دپورته فرضی رقم څخه یو میلیون پنځه لکه دولس سوه لیتره پاکه، توده او سره وینه کیږی د افغانستان شریف ولس دقسم خوړلو دشمنانو له خوا تویه او په وړیا او ناجایزه توګه تبهېدلی ده.

یادونه! نو څوک به وی، کوم با عزت افغان به وی، چې داسې کسان وبخشی؟ ښایې چې نور نو افغان شریف ولس متحدانه په ملی پاک هو ډاو دملی درنو قوتونو په ملاتړ دبهرنیو ایجنټانو په وړاندی مصمم ودریږی. ټینګه دفاع وکړی او هره ګړۍ دسولې، امنیت، اخوت له پاره سم کاروکړی، ترڅو دبهرنیو استخباراتو او دهغو دناړامو ګوډاګیانو له ناوړه قصد څخه لیری پاتې شی. خو هغه چې دنورو وینه تویوی خپله هم ناکامیږی او وینه یې توییږی.

عبدالهادی قریشی 

ممکن است شما دوست داشته باشید